د هغه په وینا؛ شمتیغ دې له افغانستان سره د سیمهییزې سوداګرۍ اسانتیا او د سیمې د رېلي ټرانزیټ په مهم مرکز بدل شي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته د رېلي صادراتو په اړه د همغږۍ په غونډه کې د ختیځو پولو د سوداګرۍ لوړې کچې ته په اشارې ویلي، د شمتیغ پولې د پراختیا پر وړاندې شته خنډونه باید لرې او د رېلي تګراتګ له شته ظرفیتونو باید ښه ګټه واخیستل شي.
هغه وویل، د دغه لارې د سوداګرۍ حجم ښيي چې جدي پرېکړو او عملي اقداماتو ته اړتیا ده او زیاته یې کړه: «د یادې لارې د نه پراختیا لپاره هېڅ د منلو وړ دلیل نهشته؛ ځکه شته ظرفیتونه او د لېږدېدونکو توکو اندازه د یادې سیمې ستراتیژیک اهمیت څرګندوي. باید د هېواد د ختیځو پولو له هغه لویو ظرفیتونو چې تراوسه ورته کمه پاملرنه شوې، د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخیستل شي».
مظفري د شمتیغ پولې د علمي او مسلکي تنظیم پر اړتیا هم ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ، چې د پروژو د کره تعریف او د اړینو فزیکي تاسیساتو د جوړولو لپاره له متخصصو سلاکارانو څخه کار واخیستل شي.
د خراسان رضوي والي وویل، د امنیتي ملاحظاتو په پام کې نیولو سره شمتیغ باید یوه خوندي او په ورته وخت کې د نړۍوالې سوداګرۍ د اسانتیا برابروونکې لاره وبلل شي. هغه دارنګه د طالبانو له اړوندو ادارو غوښتي، چې د ګډو بهیرونو په مدیریت په ځانګړي ډول د کاني توکو او نورو توکو د لېږد کنټرول په برخه کې همکاري وکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د رېلي لېږد رالېږد په برخه کې باید انحصار موجود نهوي او خصوصي سکټور هم باید د زېربناوو په جوړولو او د پروژو په عملي کولو کې ونډه واخلي. د خراسان رضوي والي اعلان وکړ، چې شاوخوا یوه میاشت وروسته به د شمتیغ په پوله کې یوه تخصصي غونډه جوړه شي او تر هغې وړاندې به اقتصادي، امنیتي او د اورګاډي ادارو اړوندې کمېټې د ستونزو د څېړلو او د هرې موضوع لپاره د عملي حل لارو وړاندې کولو په موخه غونډه وکړي.
د شمتیغ د لومړي پړاو پراختیا لپاره زر مېلیارد تومانه ځانګړي شوي
د خراسان رضوي مرستیال والي امیرالله شمقدري د شمتیغ پولې د ستونزو د بشپړ نوملړ او د منظم پلان جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د دوی په باور د پولې شاوخوا ۸۰ سلنه ستونزې د اړوندو ادارو په ګډې همکارۍ حل کېدای شي. هغه وویل، د پولې ستونزې باید په روښانه ډول ثبت، لومړیتوب ورکړل شي او د هرې موضوع لپاره مشخص مسوول وټاکل شي.
د نوموړي په وینا؛ د سرحدي فعالیتونو له اقتصادي ګټو څخه باید د شمتیغ پولې د پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي. هغه زیاته کړه، د سرحدي امنیت په برخه کې باید د هرې ادارې دنده روښانه وي؛ څو د ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال ګډوډي رامنځته نهشي.
شمقدري ټینګار وکړ، چې د سرحدي فعالیتونو د پراختیا له امله باید اړینې زېربناوې لکه ځیرک کنټرولي تجهیزات، د اورګاډي واګونونو د اېکسرې سیستم او ګمرک خدمتونه په خپله سیمه کې جوړ شي. هغه وویل، دا مناسبه نهده چې ګمرک له پولې ۶۰ یا ۷۰ کیلومتره لرې وي؛ بلکې ټولې اړونده ادارې باید په هماغه ځای کې مېشتې وي، څو سرحدي چارې په اغېزمن ډول ترسره شي.