د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د خپل مشر هبتالله اخوندزاده د حکم له مخې د هغو ۲۱ بستونو نوملړ خپور کړی، چې تازه تغیر او تبدیل شوي دي. په دغه نوملړ کې تر ټولو ډېرې ټاکنې د کانونو، مالیې وزارتونو او قضايي ادارو په برخو کې شوې دي.
په یادو ټاکنو کې د طالبانو د مرکزي دار الافتاء مخکېنی عمومي رییس شیخ خیرجان خیرخواه؛ د امر بالمعروف وزارت د نظامي امر بالمعروف د معین، د دغه ډلې د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست مخکېنی مسلکي مرستیال نعمتﷲ حسن د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین، د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مخکېنی معین محمداسحاق صاحبزاده د کانونو وزارت د مالي او اداري معین او د دغه ډلې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مخکېنی معین عبدالمتین سعید د کانونو وزارت د جیولوژي سروې معین په توګه ټاکلي دي.
همدارنګه طالبانو د دولتي شرکت د پالیسۍ، څار او ارزونې مخکېنی مرستیال مولوي محمودشاه زاهد؛ د کانونو وزارت د تخنیکي معین او د چارو ادارې لوی ریاست د دولتي چارو د انسجام مخکېنی مرستیال مولوي سیف الدین تایب؛ د کندهار ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکلي دي.
د هبت الله اخوندزاده په نویو تاکنو کې د دغه ډلې د کندهار د ټولګټو مخکېنی رییس عزیزالرحمان شریف؛ د کانونو وزارت د تېلو او ګازو عملیاتي شرکت د رییس، د کندهار ولایت مخکېنی مرستیال والي ملامحمد صادق انقلابي؛ د کانونو وزارت د کانونو د ساتنې رییس په توګه ټاکلي دي.
طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته تر دې مهاله د خپلې ادارې بدلونونه او ګومارنې د یادې ډلې غړو، دیني عالمانو او خپلو وفادارو کسانو ترمنځ شوې دي.
نیوکه کوونکي او یوشمېر سیاسي څېرې وايي، د طالبانو په ګومارنو کې د مسلکي وړتیا، اداري تجربې او شفاف رقابت پر ځای د ډلې وفادارۍ او ایډیالوژیک تړاو ته لومړیتوب ورکول کېږي. د دوی په باور؛ دې چارې د دولتي ادارو پر اغېزمنتیا او د طبیعي سرچینو په ګډون د بېلابېلو سکټورونو پر مدیریت منفي اغېز کړی دی.
طالبانو بیا تل ویلي، چې خپلې ګومارنې د باور، وړتیا او اړتیا له مخې ترسره کوي او ادعا کوي چې د هېواد د ادارو د ښه مدیریت او د فساد د مخنیوي لپاره یې لازم اصلاحات کړي دي.