• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تخار کې د جنرال داوود پخوانی ساتونکی وژل شوی

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ضد وژل شوي قوماندان جنرال داود داود یو پخوانی سرتېری او ساتونکی د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د سیمه ییزو سرچینو په وینا، کمین جان د فرخار ولسوالۍ په چشمه ګرمک کلي کې نامعلومو وسله والو وژلی.

دغه پخواني سرتیري ته نږدې سرچینو نن د شنبې ورځ، د لړم ۴مه وویل چې هغه "درې وسله والو کسانو چې په سراچه ډوله موټر کې سپاره ول، په ډزو وواژه.

د سرچینو په وینا، کمین جان په پخواني حکومت کې شاوخوا ۱۲ کاله د شمالي پولیسو زون قوماندان جنرال داود داود د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله.

د سرچینو په وینا، دغه پخوانی سرتېری د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بېرته راستنیدو وروسته په فرخار کې په کرنه بوخت شو.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د کمین جان د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.

ځینو سیمه ییزو سرچینو طالبان د دغه پخواني سرتیري په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران د بهرنیو کارګرو لپاره د بیمې پروګرام پیلوي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۰

د ایران همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د وګړوعمومي مدیر یت ویلي، دا مهال د موجوده شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا ۴۰۰زره بهرني اتباع په قانوني ډول کار کوي او نور غیرقانوني کارګران هم شته. وایي، تر دې وروسته قانوني کارګران ایران کې بیمه هم ولري.

ایرنا خبري اژانس لیکلي، چې د بهرنیو کارګرو کار یوازې تر افغان کډوالو پورې محدودي نه دی او په ایران کې د نورو هېوادو اوسېدونکي هم کار کوي.

د همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د اتباعو عمومي مدیرعلي باقري وویل: «که ایرانيان غواړي چې بهرني اتباع په کار وګوماري،د کاري جواز له لارې یې ګومارلای شي».

باقري په ایران کې د کارګرانو بیمې ته په اشارې سره زیاته کړه، ټول هغه بهرني وګړي چې په ایران کې کار کوي د بیمې مستحق دي، کوم ایرانی چې بهرنی کارګر ګوماري باید د کاري پېښو په صورت کې د هغه مسوولیت پر غاړه واخلي او هغه تر ګومارلو مخکې بیمه کړي.

د ترکیې مذکرات؛ طالبانو خپلې غوښتنې په لیکلې بڼه پاکستاني پلاوي ته سپارلي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون چې طالبانو خپله مسوده پاکستان پلاوي ته سپارلې او هغوی هم خپله دویمه مسوده دوی ته سپارلې ده. د ترکیې په وخت نن دولس بجې به يو وار بيا دواړه ټیمونه د منځګړو په حضور کې سره کېني او هڅه به وکړي چې یوې وروستۍ پرېکړې ته سره ورسېږي.

د طالبانو مذاکراتي ټيم تر ۱۵ساعته پرله‌پسې خبرو وروسته تېره شپه ۲ بجې پاکستاني لوري ته خپله وروستۍ مسوده وسپارله.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې مسوده کې دې ټکو ته پام شوی، چې پاکستان باید د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه کړي او د افغانستان پر ضد هیڅ یوې مخالفې ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان خاروه د افغانستان پر ضد وکاروي.

راپور کې ویل شوي، د اوربند د هوکړې د تعقیب لپاره باید يو څلور اړخيزه چينل جوړ شي چې د سرغړونو، ارزونې او معلوماتو تبادله په‌کې وشي.

طالبان وایي،‌ تېره اونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۰۰ زره مټریک ټنو ډېر انتقالات شوي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس یکشنبه د (لوم ۴مه) ویلي چې په تېره اونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۹۶۱۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي. په دې انتقالاتو کې صادرات هم شامل دي.

د حیرتان له لارې (۹۳۲۳۸) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۹۳۹۵) ټنه، د تورې غونډۍ له لارې (۱۸۰۲۰) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۸۹۵۹) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۲۹۶۱۲) ټنه کېږي.

محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې انتقالاتو کې صادرات او واردات دواړه شامل دي.

هغه ویلي، چې د صادراتو په لړ کې د (۱۲۶) ټنو په اندازه وچه مېوه صادره شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي، چې د افغانستان صادرات د وارداتو پرتله یوه سلنه هم نه کېږي. که د صادراتو او وارداتو ترمنځ توازن نه وي د هغه هېواد اقتصاد ته زیان اوړي او په مصرفي هېواد بدلېږي.

د ټاپي پروژې مشر وايي، ترکمنستان به په ۲۰۲۷ کال کې افغانستان ته د ګاز ورکړه پیل کړي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۰

د ټاپي پروژې مشرمحمد مراد امانوف اعلان کړی، چې ترکمنستان غواړي د ۲۰۲۷ کال تر پیل پورې افغانستان ته د طبیعي ګاز رسولو لړۍ پیل کړي. هغه د ټاپي نل لیکي جوړولو په اړه وویل: «زموږ پلان او هدف دا دی چې د راتلونکي کال تر پایه پورې به یې ساختماني کارونه بشپړ کړو».

د هغه په وینا، د افغانستان د برخې تر بشپړېدو وروسته به د ترکمنستان ګاز افغانستان ته صادر شي. دغه ډول هغه زیاته کړه چې له پاکستان سره د ټاپي پروژې په اړه خبرو کې کافي پرمختګ شوی دی.

د امانوف په خبره: «موږ هڅه کوو، چې د پاکستان په ګډون د داسې مهمو تړونونو تضمین وکړو، چې راتلونکو پانګونو ته زمینه برابره کړي». نوموړي وویل چې چارې بشپړېدو ته نږدې دي او تر ۹۰ سلنه ډېر کار شوی دی.

د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند ګاز پایپ‌لاین پروژه د دې لپاره طرحه شوې، چې هر کال د ترکمنستان له ګالکینیش مېدان څخه ۳۳ مېلیارډ متره مکعب ګاز ولېږدوي. ترکمنستان خپله برخه کار په ۲۰۲۴ کال کې بشپړ کړی دی.

د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې په افغانستان کې د دې پایپ لاین ۱۵۳ کیلومېټره برخې عملي کار پيل شو. دا چارې له سرحد آباد څخه بیا تر هرات پورې په رسمي ډول پرانیستل شوي. د روان کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي‌محمدوف په افغانستان کې د تاپي پایپ‌لاین د نوې مرحلې عملي کار په اساسي ډول پيل کړ.

د افغانستان لپاره د ۱.۵ میلیارډ متره مکعب ګاز صادرات

په ورته وخت کې د ترکمن‌ګاز دولتي شرکت مشرمَکسات بابایف اعلان کړی، چې په لومړي پړاو کې به د ټاپي پایپ‌لاین له لارې افغانستان ته د ګاز صادرات ۵۰۰ مېلیونه متر مکعبه وي او وروسته به دا اندازه ۱.۵ میلیارډه متر مکعب ته ورسېږي.

هغه په عشق‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل: «له افغانستان سره د ګازو شرکت د تړون له مخې، په څو لومړیو کلونو کې په کال کې د ګازو صادرات ۵۰۰ مېلیونه متر مکعب ټاکل شوي دي».

د هغه په وینا، په راتلونکو کلونو کې به دا اندازه تر ۱.۵ میلیارډه متر مکعبه پورې لوړه شي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د تلې د میاشتې پر ۲۸مه نېټه اعلان وکړ چې د ترکمنستان مشر قربانقلي بردي‌محمدوف افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د ټاپي پروژې د عملي کار بهیر وکوت.

ښاغلي بردي‌محمدوف ټاپي پروژه د خپل هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلله او د دې پروژې پر بشپړېدو یې ټینګار وکړ.

ډونالډ ټرمپ: د افغانستان او‌ پاکستان ترمنځ کړکېچ به ژر او اسانه حل کړم

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ویلي، ډېر ژر به د پاکستان او طالبانو ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ هم حل کړي او دا کار یې خورا اسانه بللی دی. هغه د مالیزیا په کولالمپور کې د تایلنډ او کولمبیا ترمنځ د سولې تړون پر مهال زیاته کړې چې د‌ پاکستان لومړی وزیر او لوی درستیز ښه خلک دي.

د ټرمپ په وینا، د دویم ځل واکمنۍ له ۸میاشتو تېرېدو راهیسې یې تر اوسه پورې ۸نړۍوالې شخړې حل کړي دي. د امریکا ولسمشر تر دې مخکې هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې کشالې د ختمیدو خبره کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې له پرون راهیسې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات روان دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې پرون په یاده ناسته کې اسلام اباد طالبانو ته ۷غوښتنې وړاندې کړي چې په‌کې ترې د ترهګرو ډلو خلاف د ګډو استخباراتي همکاریو غوښتنه هم شوې. پاکستان د تل په څېر د کابل له واکمنو په دې مذاکراتو کې د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ‌بېلتون پالو خلاف د اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.