• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هلمند کې د برېښنا د تولید فابریکې او د برېښنا لېږد مزي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یې د برېښنا د تولید فابریکې او د دغه ولایت له سنګین ولسوالۍ څخه د کندهار تر میوند ولسوالۍ پورې د ۸۰ کېلومتره ۱۱۰ کېلو ولټه برېښنا د لېږد مزي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د برېښنا د کورنیو تولیدي سرچینو د پراختیا په لړ کې یې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴،۸ مېګاواټه برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د تېر جمهوري نظام پرمهال پیل شوې وه او د لګښتونو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړل شوي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کجکي د تولیدي برېښنا د بشپړ لېږد په موخه یې له سنګین ولسوالۍ څخه د کندهار تر میوند ولسواالۍ پورې د ۱۱۰ کېلو ولټه برېښنا لېږد مزي دویم سرکېټ غځونې پروژه هم بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

طالبانو ویلي، د برېښنا د لیږد مزي پروژه باندې ۹۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران یو ځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي یو ځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په سیمه کې سوله او ثبات د ایران لپاره مهم دي. هغه وویل چې د ایران په ګاونډ کې سوله د ټولې سیمې لپاره د زیات ثبات او امنیت په معنا ده.

پرون ماسپښین په تهران کې د خبرو اترو پر مهال اسماعیل بقايي وویل چې ایران د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د افغانستان او پاکستان په پولو کې د تاوتریخوالي کمولو او سولې ټینګولو لامل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، چې تهران چمتو دی د دې پروسې په دوام کې مرسته وکړي.

بقايي وویل، چې له دواړو ګاونډیو هیوادونو سره د ایران تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکې د سیمه ییزې همکارۍ لپاره یو مهم پلیټ فارم دی.

هغه هیله څرګنده کړه، چې وروستی اوربند به د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دوامداره خبرو اترو او باور جوړونې لپاره یوه پیلامه وي.

د کندهار د سوداګرۍ خونه: روسیې ته د کندهار ۲۵ ټنه انار صادر شول

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۶ GMT+۰

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، چې سږکال یې روسیې ته د کندهاري انارو لومړني صادرات پیل کړل او په لومړۍ جوپه کې یې ۲۵ ټنه انار روسیې ته واستول. د یادې خونې مسوولان وايي، سږکال تردې مهاله د کندهار انار هېڅ بهرني هېواد ته نه وو صادر شوي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس عبدالواحد صدیقي وايي، د یکشنبې په ورځ یې د انارو د سږنيو حاصلاتو صادرات په لومړي ځل د روسیې هېواد ته پیل کړل. نوموړي ویلي، چې په لومړی جوپه کې ۲۵ ټنه انار بار وو، چې ارزښت یې تر ۲۵ زرو ډالرو پورې رسیږی.

نوموړی وایي، له کندهار څخه به روسیې ته د انارو د صادراتو بهیر دوامداره وساتي.

عبدالواحد صدیقي وایي:«کوښښ کوو صادرات جاري وساتو، نور موټر هم اماده کوو چې روسیې ته یې ولېږو. کیدای شي شل پنځویشت کانټینرونو کې انار روسیې ته ولېږو.»

نوموړي ویلي، سږکال تردې مهاله د کندهار انار هېڅ بهرني هېواد ته نه وو صادر شوي.

صدیقي زیاتوي:«سږکال ټولې لارې بندې دي، مخکې زموږ ټول صادرات هند ته د پاکستان له لارې کېدل خو اوس لارې راباندې بندې دي.»

له کندهار څخه روسیې ته د انارو صادرات په یاد ولایت کې د کنډا فروټ خصوصي کمپنۍ له خوا پیل شوي او مسوولین يي وايي، هڅه کوي چې د روسیې تر څنګ اروپايي هېوادونو ته هم کندهاري انار صادر کړي.

له کندهار څخه روسیې ته د انارو صادرات پر داسې مهال پیل شول، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې بندې دي.

د کندهار د سپین بولدک د تازه مېوو د اتحاديي مسوول تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د سپین بولدک لارې بندېدو له امله یوازې د انارو بار نږدې ۱۰۰ موټر پاکستان ته د تګ په تمه بند پاتې دي.

نورالله نوري: پرون په سنګر او نن مو په څوکۍ او منصب کې ازموینه ده

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وايي، چې پرون طالبان د سنګر په سختیو کې ازمویل کېدل او نن یې په څوکۍ او منصب کې ازموینه ده. نوري زیاتوي، «مسوولیت یوه ابتلاء ده، موږ هم په سختۍ او هم په اسانۍ کې ازمویل کېږو».

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن یکشنبه، د لړم ۴مه، ویلي، چې د یاد وزارت وزیر نورالله نوري دا څرګندونې د سرحدي پلټنو نوي معیین عنایت الله شجاع د پېژندنې په غونډه کې وکړې.

د ناستې د پیل په وینا کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نوري د «نیتونو او عملونو» د اصلاح او مسوولیت په هکله خبرې کړې دي.

نوي ټاکل شوي معیین شجاع په دې غونډه کې ویلي، « دا یو سعادت دی چې الله تعالی د اسلامي امارت په ټولګي کې داخل کړي یو».

د نوموړي په وینا، « مسوولیت یو دروند نوم دی او معنا یې داده چې له تا څخه به د خپل کار په اړه سوال او پوښتنه کېږي».

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د سرحدي پلټنو نوی معیین عنایت الله شجاع د ملاهبت الله په حکم ټاکل شوی دی او له دې وړاندې د ارزګان والي و.

طالبان وايي په تېره یوه میاشت کې څه‌ باندې ۱۳ زره زېږون کارتونه وېشل شوي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې د هېواد په کچه ۱۳ زره او ۱۷۵ کسانو ته زېږون‌کارتونه وېشلي چې نهه زره او ۶۴ یې د لویانو او څلور زره او ۱۱۱ یې د ماشومانو دي. په تلې میاشت کې لس زره او ۲۳۳ دا ډول کارتونه په کابل کې وېشل شوي.

تر کابل وروسته، په خوست کې یو زر او ۱۲۵، بلخ کې ۸۴۱، هرات کې ۳۶۸ او ننګرهار ولایت کې ۳۱۹ زېږون کارتونه وېشل شوي دی.

د ارقامو له مخې، شپږ زره او ۷۵۲ زېږون کارتونه په مرکز کابل او ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې شپږ زره او ۴۲۳ نور په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو له‌خوا وېشل شوي دي.

همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال تلې میاشت کې د ټول هېواد په کچه دوه زره او ۵۰۸ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، کندهار، خوست، هلمند او میدان وردګ ولایت کې دي.

ډان: د پاکستان د امنیتي ادارو په لاس جوړ ټي ټي‌ پي اوس خپله اسلام اباد ته سرخوږ ګرځیدلی

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي،د پاکستاني طالبانو ډیرې څانګې د یاد هېواد د امنیتي ادارو په مرسته پر افغان طالبانو د نفوذ او ډیورنډ کرښې د امنیت په موخه جوړې شوې، خو اوس دغه ډله پاکستان ته لوی سرخوږ ګرځیدلی. ډان ویلي، د ټي ټي پي او افغان طالبانو په اړه د پاکستان محاسبه غلطه ثابته شوې.

یادې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي، چې ټي ټي پي په تېرو شلو کلونو کې د پاکستان له خوا د سیمه ييزې ستراتیژۍ د یوې وسیلې، پر افغان طالبانو د نفوذ او د دیورنډ کرښې د امنیت ټینګولو په توګه کارول کېده، خو اوس د ټي ټي پي ډله د پاکستان د امنیتي تګلارې د کمزورۍ لامل ګرځېدلې ده.

ډان ویلي، چې د ټي ټي پي او افغان طالبانو په اړه د پاکستان د امنیتي ادارو محاسبه غلطه ثابته شوې ده او اوس پر هېڅ ډلې نفوذ نه لري.

د یادې ورځپاڼې د مقالې لیکوال ویلي، چې پاکستان د خپلو امنیتي تګلارو له مخې هڅه کوله د حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو له لارې پر کابل ډېر نفوذ ولري، خو اوس یادې ډلې په پاکستان کې د بې ثباتۍ او تاوتریخوالې لامل شوې دي.

د ډان په وینا، ټي ټي پي د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د وروستیو مذاکراتو پرمهال هم لوی خنډ ګرځیدلی، ځکه افغان طالبان له ټي ټي‌ پي سره د خپلې ګډې ایډیالوژۍ له مخې د پاکستان په غوښتنه د یادې ډلې پر ضد اقدام نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تیرې ورځې راهیسې په استانبول کې دوهم پړاو مذاکرات دوام لري او د راپورونو له مخې، طالبانو پاکستان ته او پاکستان طالبانو ته خپلې مسودې سپارلې دي.

طالبانو ویلي، چې په یاده مسوده کې د پاکستان له خوا د افغانستان د ځمکني او هوايي حریم نه نقضول، د افغانستان پر ضد مخالفې ډلې ته اجازه نه ورکول او د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد نه کارول، شامل دي.