طالبانو د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ګېلس برټرېنډ سره لیدلي. په یاده لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو پر پیاوړتیا او د متقابلو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.