تېره شپه د پېښور په فقیر اباد کې دوه مېرمنې او یو سړی د چړو په ګوزارونو وژل شوي

د خېبر پښتونخوا ایالت پولیسو ویلي، تېره شپه د پېښور ښار په فقیر اباد سیمه کې دوه مېرمنې او یو سړی د نامعلومه کسانو له لوري د چړو په ګوزارونو وژل شوي دي. پولیس وایي، مړي یې عدلي طب ته د څېړنو لپاره استولي او د عاملینو د نیولو په تړاو یې هم پلټنې روانې دي.




