خیبر کې د یوې چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن له غرمې وروسته د خیبر ولسوالۍ د ورمنډو میلې په سیمه کې د یوې چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. ځايي پولیسو ویلي، چې د پیښې قربانیان یې روغتون ته لېږدولي، خو د چاودنې د نوعیت په اړه يې جزییات نه دې شریک کړي.