• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا حکومت د نومبر پر ۱۲مه د سولې جرګه راغواړي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۹ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی، د روانې نومبر میاشتې په ۱۲مه به د سولې یوه پراخه جرګه راوغواړي چې په‌کې به د سیاسي ګوندونو مشران، ایالتي پخواني سر وزیران، مدني فعالان او وکیلان د امنیتي وضعیت او دایمي سولې د تګلارو پر سر سلامشورې وکړي.

د سولې جرګې د جوړېدو پرېکړه د د ایالتي مجلس له لوري د روانې میاشتې په پیل کې د جوړې شوې ځانګړې پارلماني کمېټې په لومړۍ ناسته کې وشوه. دغه کمېټه د سولې او د ترهګرۍ ضد هڅو د همغږۍ لپاره رامنځته شوې ده.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهېل اپریدي په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په دغه ایالت کې د دایمي سولې لپاره د ټولو سیاسي، ټولنیزو او حقوقي ډلو ترمنځ خبرې اترې ضروري دي.

په تعقیبي ناسته کې چې ډېری غړي یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند استازي وو؛ پرېکړه وشوه چې د سولې جرګه به د نومبر په ۱۲مه وشي او ټولو سیاسي ګوندونو ته به د ګډون بلنه ورکړي.

د کمېټې غړي عرفان سلیم ویلي، د یادې جرګې موخه دا ده چې د خېبر پښتونخوا ټول سیاسي مشران د یوه ګډ دریځ له مخې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره سره راټول شي. هغه زیاته کړه: «بلنې به ټولو ایالتي ګوندونو، مشرانو، عمومي منشيانو، د مدني ټولنې استازو او د خېبر پښتونخوا د وکیلانو ټولنې ته استول کېږي.»

سرچینو تایید کړې، چې سر وزیر سهېل اپریدی به له جرګې وړاندې له پخوانیو والیانو او سر وزیرانو سره جلا، جلا ناستې وکړي؛ څو د هغوی وړاندیزونه د مجلس په غونډه کې د بحث لپاره وړاندې کړي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۳

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

۴

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۵

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی