لوبې

د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزني او سپورټ رییس وايي، چې د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو کې د نیوزیلنډ لوبډلې ته د ۶۳ پر ۵۴ ماتې ورکړه. افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د دوشنبې په ورځ د هند پر وړاندې ترسره کوي.