• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د طالبانو دارالافتا له پاکستان سره د شخړو د حل په تړاو په کندهار کې دوه ورځنۍ ناسته کړې

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مرکزي دارالافتا غړو د دوشنبې او سې شنبې په ورځ په کندهار کې مشورتي ناسته کړې او په دې ناسته کې یې له پاکستان سره د ستونزو د حل، د پاکستان د استفتا او «احتمالي فتوا» په اړه خبرې کړې دي.

سرچینو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو مرکزي دارالافتاء د تیرې دوشنبې او سې شنبې په ورځ د کندهار په قول اردو کې له پاکستان سره د شخړې د حل او له شرعي اړخه د ټي ټي پي موضوع د څیړلو تړاو دوه ورځنۍ مشورتې ناسته کړې ده.

د پاکستاني طالبانو موضوع په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا اصلي محور ګڼل کیږي.

دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په یاده مشورتې ناسته کې له پاکستان سره د ستونزو او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو، کډوالو، سوداګرۍ او نورو مسایلو په اړه مشورې شوې دي.

سرچینو زیاته کړه:« په پاکستان کې د جنګ په اړه د فتوا په اړه خبرې وشوې. په هغه صورت کې پاکستان ته فتوا ورکول ممکن دي، چې پاکستان استفتا وکړي او “اسلامي امارت” یې په رسمیت پېژندلی وي».

د سرچینوپه وینا، له احتمالي فتوا سره ځینې نور مسایل هم مشروط شوي دي: « له کډوالو سره باید په بشپړ ډول نرمښت وشي او پاکستان باید داسې تضمین ورکړي، چې د افغانستان د مېوو او صادارتو مخه باید ډب نه شي».

سرچینو ویلي، چې دار الافتاء تر مشورو وروسته لا هم د فتوا د ورکولو او یا نه ورکولو په اړه پرېکړه نه ده کړې. سرچینو دا ناسته مشورتي وبلله.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په یاده غونډه کې د ملا برادر په ګډون د کندهار، د علماوو شورا غړو، د جهادي مدرسې مفتیانو او د ملا هبت الله سلاکارانو هم ګډون کړی و.

د طالبانو ویاند د چارشنبې په ورځ د کندهار په قول اردو کې د مرکزي دار الافتاء ناسته د فقهي مجالسو د علماوو لپاره جوړ شوی سیمینار وباله او ویې ویل، چې په یاد سیمینار کې د طالبانو مشر ملا هبت الله هم ګډون کړی و.

حمدالله فطرت وویل، چې ملا هبت الله د یاد سیمینار ګډونوالو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

د فطرت په وینا، ملا هبت الله یادې ناستې د وینا پرمهال په خپل منځ کې په همکارۍ، مخالفت نه کولو، د اختلافاتو حل، امر بالمعروف او نهی عن المنکر ټینګار کړی دی.

په کندهار کې د طالبانو د دارالافتاء ناسته داسې مهال کیږي، چې له ترکیې نه ددې ډلې راستون شوي مرکچي پلاوي په یوه خبري ناسته کې وویل، چې پاکستان له دوی نه په دغه هېواد کې د جګړې په تړاو د فتوا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د سرچینو په وینا، طالبانو د کوربه هېوادونو په غوښتنه دا وړاندیز منلی، خو د فتوا ورکول یې د امیر پرځای، د خپلې مرکزي دارالافتا کار ګڼلی دی.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب د لړم پر ۲۱مه وویل، چې د پاکستان له استفتا وروسته به د شریعت په رڼا کې مشوره کیږي او بیا به فتوا جاري کیږي. هغه دا هم وویل، چې د فتوا د څرنګتیا په اړه هم څه نه شي ویل کېدای ځکه فتوا د شریعت په رڼا کې ورکول کیږي.

تر اوسه دا روښانه نه ده، چې پاکستان د طالبانو د استفتا غوښتنې ته مثبت ځواب ور کړی دی او که نه.

د پاکستان لپاره تر ټولو اندېښمنوونکې مساله د پاکستاني طالبانو غورځنګ دی، چې اسلام اباد یې پر طالبانو د ملاتړ تور لګوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او دا د پاکستان کورنۍ مساله بولي.

ډېر لیدل شوي

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري
۱

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي