طالبانو کابل کې له ښاریانو غوښتي د تودوخې لپاره دې دود لرونکي سون توکي نه کاروي

په کابل کې د‌ طالبانو ښاروالۍ په یوه پېغام کې د دغه ښار له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د ژمي په روان موسم کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره له هغو سوځونکو توکو کار وانخلي چې هوا ککړوي او دودونه ورسره تولیدېږي. وایي، دغه چاره د ناروغیو په مخنېوي او د ښاریانو په روغتیا کې مهم رول لري.