دا هغه کسان دي چې ډیری برخه یې په لویدیځو هیوادونو، متحده ایالاتو، انګلستان او اروپا کې ژوند کوي، او د پاکستان سره په جګړه کې یې د طالبانو د سایبر ځواک د یوې برخې په توګه کار کاوه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مخابراتو وزارت د فیسبوک، انسټاګرام او ایکس په څیر پلیټ فارمونو کې ځینې منځپانګې فلټر کوي، خو د دې ډلې د رسنیو فعالین په همغږي او سیستماتیک ډول په خواله رسنیو کې انلاین وي. تر څو داسې اوازې او انګېزې رامینځته کړي چې د ملي عزت، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ورته ارزښتونو تر نوم لاندې دا ګټور احمقان له ځان سره یو ځای کړي.
په سیاست کې د «ګټور احمق»یا «ګټور ناپوه»اصطلاح هغو کسانو ته کارول کېږي چې په ناپوهۍ سره د یوې ډلې لپاره پرته له هغې چې پوه شي تر شا یې څه موخې دي په تبلیغاتي ډول عمل کوي. دا اصطلاح په لومړی ځل لینن ته منسوب شوه، چې هغه به په لویدیځ کې د هغو لیکوالانو او مفکرینو لپاره کاروله چې د شوروي اتحاد ستاینه به یې کړله.
په خواله رسنیو کې د طالبانو دا شبکې د ورځني وضعیت او تودو مسایلو پر اساس عمل کوي. هرکله چې د دې ډلې مخالفین کومه غونډه یا بیان ورکوي، دا تبلیغاتي ماشین په سیستماتیک ډول پر دوی برید کوي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستي تاوتریخوالي کې د دوی رول تر بل هر وخت ډیر لیدل شوی دی.
دوی د طالبانو خبرې پیاوړې کوي او مخالفین د مستعار نومونو، قومي هویتونو، ژبو، یا حتی د ښځو د نومونو او عکسونو په کارولو سره په نښه کوي. دا بریدونه ډیری وختونه د سختو او غیر اخلاقي ادبیاتو سره مل وي.
په ځینو مواردو کې، طالبانو د بهرنیو چارواکو په نوم جعلي پیغامونه هم خپاره کړي دي، د مثال په ډول د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په نوم د پیغام خپرول او حتی زلمی خلیلزاد هم یو ځل دغه جعلي کمپاین کې په نښه شوی و.
د اکتوبر په میاشت کې طالبانو پورې تړلو حسابونو د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره یوه جعلي ویډیو خپره کړه، په ویډیو کې داسې ښکاریده چې د روسیې ولسمشر د پاکستان په وړاندې د طالبانو ملاتړ کوي. په کابل او اسلام اباد کې د روسیې سفارتونو دا ویډیو جعلي وبلله، خو دا اقدام د پاکستان د سیاسي فشار پر وړاندې د طالبانو د ستراتیژۍ یوه برخه وه.
له دې پیښو وروسته، د پاکستان حکومت له ایکس خواله رسنۍ څخه وغوښتل چې طالبانو پورې تړلي څو حسابونه وتړي.
د پاکستان سره له تاوتریخوالي وروسته طالبانو ټولنیزې رسنۍ د پاکستان په وړاندې د تبلیغاتي جګړې په ډګر بدلې کړې. طالبانو پورې تړلو پاڼو په کلکه د پاکستان ضد ملتپالنې احساساتو ته لمن ووهله. د دوی د ادبیاتو ملاتړ د پخواني حکومت سره تړلو ځینو چارواکو او شخصیتونو هم وکړ چې یو وخت یې د طالبانو د ملاتړ لپاره پر پاکستان سختې نیوکې کولې.
د طالبانو مشرانو هڅه وکړه چې د خپلو تندو او پاروونکو بیانونو او منظمو تبلیغاتو سره د پاکستان په وړاندې د خلکو غوسه راوپاروي. افغانان په تاریخي لحاظ د پاکستان په وړاندې حساس دي، ځکه چې په څو لسیزو کې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې پالیسۍ او د هند په څیر هیواد سره د سیمه ایزې سیالۍ له امله په ټولنه کې د پراخې بې باورۍ فضا او جګړه رامینځته کړې ده.
پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان په خاوره کې دترهګرو ډلو پټنځایونه دي او د دوی مخالفین د طالبانو لخوا د چمتو شویو پټنځایونه کار اخلي. طالبانو هڅه وکړه چې د پاکستان سره جګړې ته تاریخي او ملي رنګ ورکړي او د ډیورنډ کرښې او د پاکستان د پخوانیو پالیسیو مسله روښانه کړي. طالبانو غوښتل وښيي چې دا کړکیچ د افغانستان او پاکستان ترمنځ دی، نه یوازې د دوی او پاکستان ترمنځ.
طالبانو هم په ایران د اسراییل د برید تبلیغاتي روایت په څېر هڅه وکړه چې وروستۍ شخړه په افغانستان باندې د پاکستان د برید په توګه انځور کړي ترڅو د پاکستان ضد احساساتو څخه ګټه پورته کړي.