ځینې افغانان د طالبانو محدودیتونه او ظلم د "ژوندي پاتې کېدو" یوه وسیله ګڼي. دوی په بېلابېلو مفاهیمو خپلې انساني غوښتنې کنټرولوي. د بېلګې په توګه وايي: «موږ نور انتخاب نه لرو، دا لږ تر لږه امنیت دی.» "د طالب بدیل نشته". دوی د طالبانو د کړنو توجیه کول یوازې د خپل رواني فشار د کمولو لپاره کاروي.
دا رواني حالت د ذهن د دفاعي میکانیزم ښکاره مثال دی، چې قرباني د ظالم ملاتړ د دې لپاره نه کوي، چې دی یې خوښ دی، بلکې ملاتړ د دې لپاره دی چې بل اسان انتخاب نه لري.
۴. د اختیاري ملاتړ احساس
ځینې خلک بیا تېر له اوس سره پرتله کوي او د طالبانو د واکمنۍ د محدودو ښهګټو (لکه لږ امنیت، د فساد مخنیوی) د ملاتړ د دلیل په توګه یادوي، خو نږدې تاریخ یې هېر دی چې د دې ټولو اصل عامل څوک و؟
دا حالت د سټاکهولم سنډروم یوه څرګنده نښه ده، چې پرې اخته شوی خپله نږدې حافظه هم په اختیاري بڼه له یاده باسي او اوسنی جبر توجیه کوي. دلته هم قرباني د خپل ژوند د ژغورنې لپاره له ظالم سره تړاو پیدا کوي.
د سټاکهولم سنډروم خطرونه
که څه هم سټاکهولم سنډروم یوه رواني ناروغي ده او په نږدې وخت کې یې زیان نه شي حس کېدلی، خو په اوږدمهال کې په ټولییز ډول د ناورینونو زېږېدونکی حالت دی، چې پرې اخته شوی انسان پرې نه پوهېږي.
دا ناروغي لاندې پایلې لري:
ظلم او زور ته مشروعیت ورکوي
د مدني مقاومت او بدلون اراده کمزورې کوي
د ټولنې انتقادي فکر له منځه وړي
د ظالم نظام د پراختیا لپاره ټولنیز پوښ ورکوي
که چېرې ټوله ټولنه له دې حالت سره عادت شي، نو د افغانستان راتلونکي نسلونه د ټولنیز، سیاسي او فکري ظلم لاندې پاتې کېدای شي.
یوې بلې مسلې چې د سټاکهولم سنډروم د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړې، هغه د جمهوري دولت له سقوط وروسته د نږدې اتو میلیونو افغانانو له هېواده وتل وو. په افغانستان کې پاتې خلک دا فکر کوي، چې له هېواده وتل بدلون تضمینوي او په هېواد کې دننه مخالفت ناشونی دی، ځکه خو پر دوی پخواني حاکمان له هېواد څخه ووتل.
د ننني افغانستان په ایینه کې دا چې افغاني ټولنه له سټاکهولم سنډروم ساتل شوې او که پرې قصدي اخته شوې، د جمعي بحثونو د محور په توګه یې شرحه اړینه ده.