طالبانو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د پاکستان د بریدونو مخه ونیسي

د طالبان ویاند، ذبیح الله مجاهد، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د طالبان ویاند، ذبیح الله مجاهد، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
هغهد پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې شوي، همداراز په پاکستان کې د افغان کډوالو ایستل او ځورول او د ملکي وګړو تلفات یاد کړي او ویلي یې دي چې امنیت شورا باید د دې وضعیت د درولو لپاره خپله مسوولیت ادا کړي.
هغه د شنبې په ورځ د پاکستان اقدامات «غیرانساني» وبلل او ویې ویل چې د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او بېکوره شوي دي.
د طالبانو ویاند همداراز وویل چې افغان کډوال په پاکستان کې له سختو شرایطو سره مخ دي.
مجاهد له امنیت شورا وغوښتل چې پر پاکستان فشار راولي څو له «داسې غیرانساني کړنو او د بشري حقونو له سرغړونو» لاس واخلي.
ذبیحالله مجاهد تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل اصلي ماهیت له لاسه ورکړی او د هغه په وینا د «لویدیځو هېوادونو په لاس کې په یوه وسیله» بدله شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د افغان طالبانو په اړه د پاکستان پر پالیسیو سختې نیوکې کړي او وايي، چې د افغانستان اوسني حاکمانو ته د «دوست حکومت» ارزښت ورکول د پاکستان د حکومت تېروتنه وه.
نوموړي د پاکستان پر تېرو او اوسنیو پالیسیو سختې نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده: «له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې موږ په دوامداره توګه ویل، چې دا خوشبختي مه پالئ چې په افغانستان کې ستاسو «دوست حکومت» راغلی دی. ترهګر یوازې ترهګر وي».
نوموړي ویلي، چې د پاکستان د ناکامو پالیسیو په اړه یې له وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې اوس یې زیان هم د پاکستان ریاست او هم عامو خلکو ته رسېدلی دی.
اېمل ولي خان زیاته کړې: «نن هماغه عناصر چې پرون ورته -ستراتیژیک عمق- یا د دوستۍ نوم ورکول کېده، اوس نه پوهیږو چې د کومو سرلیکنو لاندې په عملیاتو کې په نښه دي».
نوموړي ویلي، د پاکستان ریاست باید پر دې پوه شي، چې «ترهګر نه دوست لري، نه مذهب او نه هم قوم».
اېمل ولي خان په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «تر هغه وخته چې موږ همدا تېروتنې تکرار وو، تر هغو به زموږ خپل خلک بېکوره وي، زموږ بازارونه به خالي وي او زموږ ځوانان به د هدیرو او پنډغالو ترمنځ ژوند کوي».
اېمل ولي خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د پاکستان د هوايي ځواکونو لهخوا د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بمبارۍ په وقفهيي ډول دوام لري.
د بې پولې خبریالانو سازمان خبرداری ورکړی، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې له زیاتېدو سره سم، هغه افغان خبریالان چې پاکستان ته یې پناه وړې د نیولو او شړلو له نوې څپې سره مخ شوي دي. دغه سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي.
د بې پولې خبریالانو سازمان په وینا، دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې پر افغان کډوالو په ځانګړي ډول پر تبعید شویو خبریالانو فشارونه زیات شي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یادو خبریالانو د بېرته ستنولو په صورت کې به هغوی له سختو او حتی مرګونو غچ اخیستنې ګواښ سره مخ کړي.
په تېره یوه اوونۍ کې، چې د دواړو لورو تر منځ پوځي کړکېچ هم زیات شوی، څو افغان خبریالان په پاکستان کې نیول شوي او د اېستل کېدو اړوندو مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د خبریالانو د ملاتړ یاد سازمان د معلوماتو لهمخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا د ۲۰ خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي. همدارنګه په تېرو ۱۵ ورځو کې لږ تر لږه شپږ هغه خبریالان چې د دغه سازمان له ملاتړه هم برخمن وو، په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د کال له پیل راهیسې د بېرته شړل شویو خبریالانو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.
ځینو دغو خبریالانو له بېپولې خبریالانو سازمان سره په خبرو کې د خپل سخت حالت یادونه کړې ده.
یوه افغان خبریال د نوم نهښودلو په شرط یاد سازمان ته ویلي: «د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې پولیس زموږ په سیمه کې پر افغانانو بیا بیا چاپې وهي. که څه هم زما ویزه لا هم اعتبار لري، پولیس درې ځله زموږ کور ته راغلل. حتی زه یې د پولیسو مرکز ته یووړم او نږدې یو ساعت یې بند کې وساتلم».
یو بل افغان خبریال د وېرې او یوازیتوب د ژوند کیسه داسې بیان کړه: «له څو اوونیو راهیسې زه او زما کورنۍ له کوره نه یو وتلي، ځکه وېره لرو چې د پاکستان د پولیسو لهخوا به ونیول شو. موږ په رښتیا هم په خپل کور کې بندیان شوي یو. اوس مهال موږ خواړه او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نهلرو».
ځینو خبریالانو شکایتونه کړي، چې د پاکستان پولیس ترې په زوره پیسې اخلي او که ور یې نهکړي، نو بیا یې زندان ته اچوي. له یوه افغان خبریال څخه پاکستاني پولیسو ۱۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې چې نږدې ۴۰۰ ډالر کېږي په زوره اخیستي دي.
پاکستان کې مېشت جلا وطنه افغان خبریالان په افغانستان کې د طالبانو له سختو محدودیتونو او پر رسنیو د سانسور له کبله له خپل هېواده وتلي، خو اوس یې هلته هم ژوند له سختو کړاوونو او ننګونو سره مخ دي.
د بېپولې خبریالانو نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د دغو جلا وطنه افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي او ورسره دې د انساني چلند لاره اختیار کړي.
د دې سازمان د سویلي اسیا د څانګې مشره سېلیا مرسیه وايي: «اوسنی تاوتریخوالی باید د دې پلمه ونهګرځي چې کډوال په خپل سر ونیول شي او له هېواده وشړل شي. دا کړنې ځکه لا ډېرې د منلو وړ نهدي چې هغه خبریالان په نښه کوي چې د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه تښتېدلي دي. د هغوی نیول او بېرته خپل هېواد ته لېږل، په حقیقت کې هغوی ښکاره خطرونو ته سپارل دي؛ لکه بند، تاوتریخوالی او حتی تر دې هم بد حالت».
هغې د پاکستان له چارواکو وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان خبریالانو نیول او شړل بند کړي او د کډوالو د جبري بېرته نه ستنولو نړیوال اصل رعایت کړي.
وروسته له هغه چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه د افغانستان پر وړاندې د «غضب الحق» په نوم پوځي عملیات پیل کړل او د «ښکاره جګړې» خبرې زیاتې شوې، پر افغان کډوالو فشارونه نور هم ډېر شول، حتی پر هغو کسانو هم چې قانوني اسناد لري. د پولیسو عملیات یوازې په اسلاماباد کې نه، بلکې د دغه هېواد په نورو سیمو کې هم زیات شوي دي. دا کړنې د افغان کډوالو د شړلو د پراخ سیاست یوه برخه ده، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوی او د اسلاماباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره تړاو لري.
له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا په کابل کې واک ته ورسېدل، نږدې ۲۰۰ افغان خبریالانو له خپلو کورنیو سره یو ځای په موقتي ډول پاکستان ته پناه وړې ده، څو له هغه ځایه د درېیمو هېوادونو ویزې ترلاسه کړي. خو اوس د اروپا او شمالي امریکا هېوادونو ته د بیا مېشتېدو بهیر ډېر ورو شوی او یا هم درېدلی دی او ډېر خبریالان د میاشتو او حتی کلونو لپاره په تبعید کې پاتې شوي دي. تر ۲۰۲۵ کال پورې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان له پاکستانه په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي وو.
اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو چاپېریال له سختو محدودیتونو او سانسور سره مخ دی. دغه هېواد د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجهبندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو له منځه په ۱۷۵م ځای کې راغلی دی.
د څو ولایتونو اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په زور او ګواښ سره خلک د پاکستان پر ضد لاریونونو ته اړ کړي. د دوی په وینا، طالبانو دوکانداران، سوالګر، سوداګر، ځوانان او عام خلک اړ کړي چې د پاکستان پر ضد لاریونونو کې برخه واخلي.
د کابل، بدخشان، تخار، فاریاب، پروان، بامیان، لغمان، دایکنډي او ځینو نورو ښارونو اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان د وسلو او ګواښونو په زور خلک د پاکستان پر ضد لاریونونو ته بیايي.
د دوی په وینا، طالبانو په جوماتونو کې اعلان کړی، چې خلک باید په لاریونونو کې برخه واخلي.
د پکتیا، پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د طالبانو واليانو د ځینو قومي مشرانو او نفوذ لرونکو شخصیتونو سره ځانګړې غونډې کړې دي.
ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له بیرته واک ته رسیدو وروسته، دې ډلې د پخواني حکومت قومي مشران او نفوذ لرونکي شخصیتونه خپلو غونډو ته نه بلل او نه یې ځانګړو غونډو ته بللي ول؛ خو له پاکستان سره د جګړې له پیل سره، د طالبانو د قبایلي چارو ریاستونو له دوی سره اړیکه نیولې او د پاکستان ضد لاریونونو لپاره یې د چمتو کولو لپاره غونډې جوړې کړې دي.
ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو چارواکو په زور دوکانونه او سوداګریز مرکزونه تړلي او پلورونکي یې اړ کړي چې په لاریونونو کې برخه واخلي.
په لغمان کې یو دوکاندار وویل، چې طالب جنګیالیو په مهترلام ښار کې دوکانونه وتړل او له خلکو یې وغوښتل چې د جمعې له لمانځه وروسته په لاریون کې برخه واخلي.
هغه وویل، چې طالبانو خپل بیرغونه دوکاندارانو او عامو خلکو باندې ویشلي و، چې د لاریون پرمهال یې په لاسونو کې ونیسي.
په ورته وخت کې د بدخشان اوسیدونکو وویل، چې طالبانو د جوماتونو د لاوډ سپیکرونو له لارې اعلان کړی و، چې خلک باید د جمعې له لمانځه وروسته د فیض اباد په استقلال څلور لارې کې راټول شي.
د فیض اباد یو اوسیدونکي وویل، چې په فیض اباد کې سړکونه اوس بند دي او طالبان خلک اړ باسي چې غونډو او لاریون ته لاړ شي. هغه وویل چې طالبانو له ټول ښار څخه سوالګر، دوکانداران او ځوانان راټول کړي او لاریونونو ته یې بوځي.
د تخار او دایکندي اوسیدونکو هم په وروستیو ورځو کې د پاکستان پر ضد لاریون کې د ګډون کولو ته اړ ایستل شوي شکایت وکړ.
په تخار کې ځايي سرچینو ویلي، چې طالبانو په زور او ګواښ سره خلک له ولسوالیو څخه په موټرو کې سپاره کړل او تالقان ته یې بوتلل ترڅو په لاریونونو کې برخه واخلي.
د دایکنډي اوسیدونکو وویل، چې طالبانو په نیلي ښار کې اعلانونه لګولي او دوکانداران او عام خلک یې اړ کړي چې د پاکستان ضد لاریونونو کې برخه واخلي.
طالبانو د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بامیان، پروان، تخار او ځینو نورو ښارونو کې د پاکستان پر ضد لاریونونه وکړل.
د دې ولایتونو اوسیدونکو په پیغامونو کې ویلي چې طالبانو خلکو ته د لارویانو او جوماتونو له لارې لاریونونو ته بلنه ورکړې. دوی وویل چې طالبانو ګواښ کړی چې له هغو کسانو سره به چلند وکړي چې په لاریونونو کې برخه نه اخلي.
د افغانستان په ځینو ولایتونو باندې د پاکستان له بریدونو وروسته، طالبانو په مختلفو ښارونو کې د پاکستان پر ضد لاریونونه پیل کړي دي.
د بېلابېلو ولایتونو اوسیدونکي وايي چې طالبانو د روژې په میاشت کې دوکاندارانو او بازارونو ته د کار اجازه نه ده ورکړې او په زور یې لاریونونو ته اړ اېستلي دي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پرتو ولایتونو ځینو قومي مشرانو او پخوانیو نظامیانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې طالبانو د پاکستان پرضد جګړه او لاریونونو کې له د دوی ملاتړ ترلاسه کړی دی. دوی زیاتوي، چې په خوست او پکتیکا کې ځینې پخواني نظامیان د پاکستان پرضد جګړه کې برخه لري.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې د اوږدېدو سره همهاله په خوست، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې ځینو قومي مشرانو او پرنفوسه شخصیتونو سره د طالبانو والیانو ځانګړي ناستې کړي دي.
ځيني قومی مشرانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې پخواني قومي مشران او پرنفوسه څېرې د طالبانو غونډو ته نه ور غوښتل او نه یې هم کومو ځانګړو غونډو ته بلنه ورکوله، خو له پاکستان سره د جګړې په جریان کې د طالبانو د قبایلو چارو ریاستونو اړیکې نیولي دي او خپلمنځي غونډې یې جوړې کړي دي ترڅو دوی د پاکستان ضد لاریونونو ته یې چمتو کړي.
په خوست کې یو قومي مخور وویل:«په تېرو څلورو کالونو کې زمونږ پوښتنه د طالبانو چارواکو ونه کړه، اوس چې ورباندې بده ورځ راغله ورڅخه غوښتل شوي چې د پاکستان پرضد یوه غونډه جوړه کړي.»
په خوست کې قومي مشرانو وویل، چې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د خوست ولایت مقام ته غوښتل شوي وو، د طالب چارواکو غوښتنه دا وه، چې د پاکستان پرضد او د طالبانو د ملاتړ لپاره غونډې او لاریونونه جوړ کړي او ولسي خلک یې د ګډون لپاره وهڅوي.

طالبانو له دې وړاندې د قومي مشرانو او پرنفوسه څېرو سره منظمې غونډې نه درلودې خو لومړی ځل د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړو پر مهال تېره ورځ د طالبانو د ننګرهار والي محمد نعیم اخوند او د قومي مشرانو ترمنځ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د طالبانو د ننګرهار والي وویل:« که ولسونه د خپلو اولادونه ترڅنګ دریږي دا یې حق دی او مونږ یې ستاینه او هرکلی کوو.»
نه یوازې دا چې په ولایتونو بلکې طالبانو په کابل کې هم ځیني پخواني افغان چارواکي او د ولسي جرګې ځیني غړي اړ کړي و، چې په کابل کې خبري ناسته جوړه او د پاکستان پرضد جګړه کې د طالبانو ملاتړ اعلان کړي.
پکتیکا او خوست ولایتونو کې ځینو پخوانیو افغان نظامیانو وویل، چې طالبان په زوره ډیورنډ کرښې ته وړي ترڅو د پاکستان پرضد جګړه کې ورسره همکاري وکړي.
یو پخواني نظامي وویل:« د تېرو دریو ورځو راهسې پخواني نظامیان طالبان د جګړې لپاره له ځان سره وړي او تېره ورځ هم د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې ګرځېدل ترڅو پخواني نظامیان پیدا کړي.»
د پرځېدلي جمهوریت ځینو نظامیانو وویل، چې طالبان د هغو کسانو په لټه کې دي ترڅو له دوی سره همکاري وکړي، چې درنو وسلو د کارولو وړتیا ولري.
د امنیتي ستونزو له امله د هغو پخوانيو افغان نظامیانو نومونه نشو په ډاګه کولی چې اوس مهال د طالبانو په لیکو کې د پاکستان پرضد جګړه کې برخه لري او په دې کې د هاوان او توپچي برخې زده کړي هم موجود دي.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې طالبانو نه یوازې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتو ولایتونو قومي مشران او نظامیان هڅولي چې د پاکستان پرضد روانه جګړه کې لاریونونه وکړي او د دوی ملاتړ وکړي بلکې په نورو ولایتونو کې هم ورته راپورونه شته، چې طالبانو په امر لاریونونه جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، نن یولسمه ورځ ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده، چې ملکیانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده او زرګونه کورنۍ د جګړې له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه ویلي، پاکستان ته د ترهګرۍ د راتګ یو مهم لامل دا دی چې د دغه هېواد حکومت شاوخوا پنځوس کاله د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې ده.
هغه وویل، د امریکا د جګړې پرمهال هم ډېری کسان په جګړه کې ښکېل وو پرته له دې چې فکر وکړي د دغه جګړې لمن به یوه ورځ خپله دوی ته هم وغځېږي. کاکړ ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان سیاست پخوا هم ناسم و او اوس هم ناسم دی.
د هغه په وینا؛ پاکستان باید له خپلو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پر بنسټ سیاست پر مخ یوسي. هغه زیاته کړې، چې پاکستان باید د جمهوري نظامونو ملاتړ وکړي او کله چې په یوه هېواد کې حکومت ړنګېږي؛ نو باید په چارو کې یې لاسوهنه ونهکړي.
د کاکړ په وینا؛ کله چې په ۲۰۲۱کال کې طالبان واک ته ورسېدل، دوی د پاکستان حکومت ته ویلي وو چې د جمهوري نظام له ړنګېدو خوشحالي څرګنده نهکړي او د جمهوریت ملاتړ وکړي. نوموړي د اوسني کړکېچ په اړه هم وویل، چې دواړه لوري باید د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هڅه وکړي او د دوستانه فضا رامنځته کولو پر لور ګامونه واخلي.
د هغه په خبره؛ پاکستان ډېر ځله د خپلو ګټو تر څنګ د نورو هېوادونو د ګټو لپاره جګړې کړې دي. کاکړ ادعا وکړه، چې پاکستان غواړي د بګرام هوايي اډې د سپارلو لپاره امریکا ته زمینه برابره کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې باید له تېر څخه درس واخیستل شي؛ ځکه د امریکا په ګټه جګړې د پاکستان روان وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی. د هغه په وینا؛ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوسنیو ستونزو اصلي لامل د پاکستان هغه ناسم سیاستونه دي، چې د بهرنیو ګټو پر بنسټ جوړ شوي دي. کاکړ خبرداری ورکړی، که دغه سیاستونه دوام وکړي؛ نو د جګړې لمنه به نوره هم پراخه شي او پاکستان به کله هم دایمي امن ونه ویني.