• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان طالبانو ته په اشاره؛ ترهګر دوست نه‌لري ریاست دې خپله پالیسي بدله کړي

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۰

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د افغان طالبانو په اړه د پاکستان پر پالیسیو سختې نیوکې کړي او وايي، چې د افغانستان اوسني حاکمانو ته د «دوست حکومت» ارزښت ورکول د پاکستان د حکومت تېروتنه وه.

نوموړي د پاکستان پر تېرو او اوسنیو پالیسیو سختې نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده: «له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې موږ په دوامداره توګه ویل، چې دا خوش‌بختي مه پالئ چې په افغانستان کې ستاسو «دوست حکومت» راغلی دی. ترهګر یوازې ترهګر وي».

نوموړي ویلي، چې د پاکستان د ناکامو پالیسیو په اړه یې له وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې اوس یې زیان هم د پاکستان ریاست او هم عامو خلکو ته رسېدلی دی.

اېمل ولي خان زیاته کړې: «نن هماغه عناصر چې پرون ورته -ستراتیژیک عمق- یا د دوستۍ نوم ورکول کېده، اوس نه پوهیږو چې د کومو سرلیکنو لاندې په عملیاتو کې په نښه دي».

نوموړي ویلي، د پاکستان ریاست باید پر دې پوه شي، چې «ترهګر نه دوست لري، نه مذهب او نه هم قوم».

اېمل ولي خان په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «تر هغه وخته چې موږ همدا تېروتنې تکرار وو، تر هغو به زموږ خپل خلک بې‌کوره وي، زموږ بازارونه به خالي وي او زموږ ځوانان به د هدیرو او پنډغالو ترمنځ ژوند کوي».

اېمل ولي خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د پاکستان د هوايي ځواکونو له‌خوا د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بمبارۍ په وقفه‌يي ډول دوام لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ار‌اېس‌اېف: د روان کړکېچ له امله پاکستان کې د افغان خبریالانو ژوند سخت شوی

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۰

د بې پولې خبریالانو سازمان خبرداری ورکړی، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې له زیاتېدو سره سم، هغه افغان خبریالان چې پاکستان ته یې پناه وړې د نیولو او شړلو له نوې څپې سره مخ شوي دي. دغه سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په وینا، دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې پر افغان کډوالو په ځانګړي ډول پر تبعید شویو خبریالانو فشارونه زیات شي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یادو خبریالانو د بېرته ستنولو په صورت کې به هغوی له سختو او حتی مرګونو غچ اخیستنې ګواښ سره مخ کړي.

په تېره یوه اوونۍ کې، چې د دواړو لورو تر منځ پوځي کړکېچ هم زیات شوی، څو افغان خبریالان په پاکستان کې نیول شوي او د اېستل کېدو اړوندو مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د خبریالانو د ملاتړ یاد سازمان د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا د ۲۰ خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي. همدارنګه په تېرو ۱۵ ورځو کې لږ تر لږه شپږ هغه خبریالان چې د دغه سازمان له ملاتړه هم برخمن وو، په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د کال له پیل راهیسې د بېرته شړل شویو خبریالانو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.

ځینو دغو خبریالانو له بې‌پولې خبریالانو سازمان سره په خبرو کې د خپل سخت حالت یادونه کړې ده.

یوه افغان خبریال د نوم نه‌ښودلو په شرط یاد سازمان ته ویلي: «د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې پولیس زموږ په سیمه کې پر افغانانو بیا بیا چاپې وهي. که څه هم زما ویزه لا هم اعتبار لري، پولیس درې ځله زموږ کور ته راغلل. حتی زه یې د پولیسو مرکز ته یووړم او نږدې یو ساعت یې بند کې وساتلم».

یو بل افغان خبریال د وېرې او یوازیتوب د ژوند کیسه داسې بیان کړه: «له څو اوونیو راهیسې زه او زما کورنۍ له کوره نه یو وتلي، ځکه وېره لرو چې د پاکستان د پولیسو له‌خوا به ونیول شو. موږ په رښتیا هم په خپل کور کې بندیان شوي یو. اوس مهال موږ خواړه او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نه‌لرو».

ځینو خبریالانو شکایتونه کړي، چې د‌ پاکستان پولیس ترې په زوره پیسې اخلي او که ور یې نه‌کړي، نو بیا یې زندان ته اچوي. له یوه افغان خبریال څخه پاکستاني پولیسو ۱۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې چې نږدې ۴۰۰ ډالر کېږي په زوره اخیستي دي.

پاکستان کې مېشت جلا وطنه افغان خبریالان په افغانستان کې د طالبانو له سختو محدودیتونو او پر رسنیو د سانسور له کبله له خپل هېواده وتلي، خو اوس یې هلته هم ژوند له سختو کړاوونو او ننګونو سره مخ دي.

د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د دغو جلا وطنه افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي او ورسره دې د انساني چلند لاره اختیار کړي.

د دې سازمان د سویلي اسیا د څانګې مشره سېلیا مرسیه وايي: «اوسنی تاوتریخوالی باید د دې پلمه ونه‌ګرځي چې کډوال په خپل سر ونیول شي او له هېواده وشړل شي. دا کړنې ځکه لا ډېرې د منلو وړ نه‌دي چې هغه خبریالان په نښه کوي چې د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه تښتېدلي دي. د هغوی نیول او بېرته خپل هېواد ته لېږل، په حقیقت کې هغوی ښکاره خطرونو ته سپارل دي؛ لکه بند، تاوتریخوالی او حتی تر دې هم بد حالت».

هغې د پاکستان له چارواکو وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان خبریالانو نیول او شړل بند کړي او د کډوالو د جبري بېرته نه ستنولو نړیوال اصل رعایت کړي.

وروسته له هغه چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه د افغانستان پر وړاندې د «غضب الحق» په نوم پوځي عملیات پیل کړل او د «ښکاره جګړې» خبرې زیاتې شوې، پر افغان کډوالو فشارونه نور هم ډېر شول، حتی پر هغو کسانو هم چې قانوني اسناد لري. د پولیسو عملیات یوازې په اسلام‌اباد کې نه، بلکې د دغه هېواد په نورو سیمو کې هم زیات شوي دي. دا کړنې د افغان کډوالو د شړلو د پراخ سیاست یوه برخه ده، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوی او د اسلام‌اباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره تړاو لري.

له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا په کابل کې واک ته ورسېدل، نږدې ۲۰۰ افغان خبریالانو له خپلو کورنیو سره یو ځای په موقتي ډول پاکستان ته پناه وړې ده، څو له هغه ځایه د درېیمو هېوادونو ویزې ترلاسه کړي. خو اوس د اروپا او شمالي امریکا هېوادونو ته د بیا مېشتېدو بهیر ډېر ورو شوی او یا هم درېدلی دی او ډېر خبریالان د میاشتو او حتی کلونو لپاره په تبعید کې پاتې شوي دي. تر ۲۰۲۵ کال پورې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان له پاکستانه په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي وو.

اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو چاپېریال له سختو محدودیتونو او سانسور سره مخ دی. دغه هېواد د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه‌بندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو له منځه په ۱۷۵م ځای کې راغلی دی.

په منځني ختیځ کې د کړکېچ امله؛ د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړې کړې

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو، مالیې او پټرولیم وزیرانو د یوې خبري ناستې پر مهال په منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله د تېلو په بیو کې زیاتوالی اعلان کړ. د پاکستان حکومت د تېلو په بیو کې نوی بدلون نن شپه ناوخته ۱۲ بجې (جمعه د کب ۱۵مه) اعلان کړ.

د پاکستان حکومت د پټرول او ډېزل په بیو کې په هر لیټر کې څه باندې ۵۵ کلدارې زیاتوالی اعلان کړی او اوس په پاکستان کې د هر لیټر پټرول بیه ۳۲۱ کلدارې او ۱۷ پیسې او د یو لیټر ډیزل بیه ۳۳۵،۸۶ کلدارې ټاکل شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي: «په سیمه کې د جګړې وضعیت دی، د تېلو بیې اسمان ته ختلي، لومړی وزیر په دې اړه ډېر اندېښمن دی او نن یې په خپله پر دې غونډه وکړه، څو وضعیت وڅېړي».

نوموړي ویلي، پاکستان هڅه کوي، چې له خپلو متحدینو سره په ګډه روان کړکېچ کم کړي، خو لا هم څرګنده نه‌ده، چې روان حالت به څومره وخت ونیسي.

له دې سره سم، د پاکستان د پټرولیم وزیر علي پرویز ملک وویل: «په دې کې شک نه‌شته چې موږ له غیر عادي حالاتو تېریږو، په ګاونډ کې بل شوی وضعیت ټوله سیمه متضرره کړې ده. موږ د حالاتو مطابق خپلې زېرمې زیاتې کړې دي او هڅه کوو چې د یوه دولت په توګه دا چاره په حکمت سره پر مخ یوسو».

نوموړي ویلي، چې د پاکستان حکومت د تېلو د بیو لوړولو پړېکړه د مجبوریت له‌مخې کړې او ژمنه یې وکړه، چې د وضعیت له ښه کېدو سره به بېرته د تېلو بیې راټیټې کړي.

په برېتانیا کې یو افغان د جنسي ځورونې په جرم زنداني شو

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۰

په برېتانیا کې د سهیل په نوم یو افغان چې په ناقانونه ډول برېتانیا ته تللی، له ښځو څخه په «پرله‌پسې ډول د بوسې غوښتلو» او د هغوی د جنسي ځورونې په جرم په بند محکوم شو. دې کس واده کړی، دوه اولادونه لري. هغه پر دوو ښځو د جنسي ځورونې او پر بلې ښځې د جنسي تېري د هڅې په تړاو اعتراف کړی.

دغه ۳۰ کلن افغان مخکې هم د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۲۳مه برېتانیا ته د «ناقانونه ننوتلو» په جرم محکوم شوی وو.

د ساوت‌همپټن ښار څارنوالۍ ویلي، چې دغه افغان پناه غوښتونکي د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۲۳مې د سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې هغه ښځه وځوروله چې د کار ځای ته روانه وه او ترې یې وغوښتل چې «یوازې یوه بوسه ورکړي». څارنوال زیاتوي، چې نږدې په همدې وخت کې د هماغې قربانۍ بله همکاره هم د سهیل له لوري د ځورونې هدف ګرځېدلې وه او مجرم له هغې څخه هم د بوسې غوښتنه کړې وه.

درېیمه قرباني چې د پوهنتون زده‌کړیاله ده، د نیمې شپې پر مهال هغه وخت وځورول شوه چې له کاره خپل کور ته روانه وه. څارنوال څرګنده کړه، چې دغه سړي د هغې د لاس مړوند په زور ونیو، پرې فشار یې راوړ، ځان یې پرې ونښلاوه او څو ځله یې د هغې مخ ښکل کړ.

د دغو جنسي ځورونو له امله درې واړه قربانیانې اوس په یوازې توګه له ګرځېدو څخه وېرېږي او د خوب له ستونزو سره مخ شوې دي. د پوهنتون زد‌ه‌کړیاله د سخت اضطراب له امله اړه شوې چې خپل یو تحصیلي کال وځنډوي. دغه افغان پناه غوښتونکي په محکمه کې د جنسي ځورونې پر ټولو درېیو پېښو اعتراف کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قرغزستان سره د سوداګریزې پراختیا په اړه خبرې کړي

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۰

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د قرغزستان د سفارت له سوداګریزې اتشې او د یاد هېواد د سوداګرۍ خونې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو تر منځ د همکاریو پر زیاتوالي تفصیلي خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې هڅه کوي له قرغزستان سره د سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو سره د افغاني محصولاتو لپاره نوي بازارونه ومومي او د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې او د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانو شخړو ته په کتو ښکاري، چې ښايي د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ عادي کېدل ډېر وخت ونیسي.

په ورته مهال پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ له بندېدو وروسته د افغانستان تکیه تر ډېره پر ایران او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو ده.

د برېتانیا د کورنیو چارو له وزیرې پوښتنه: ولې پر پاکستانیانو د زده‌کړو ویزې بندې نه‌شوې؟

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د ټېلګراف ورځپاڼې خبریالې کامیلا تومیني د برېتانیا د کورنیو چارو له پاکستانۍ توکمې وزیرې څخه پوښتنه کړې، چې د کار او تحصیلي ویزو د بندېدو پرېکړه چې د افغانستان او درېیو نورو هېوادونو وګړو لپاره اعلان شوې، ولې د پاکستان پر وګړو نه تطبیق کېږي؟

دې خبریالې زیاته کړه، هغه کسان چې د محصلۍ او کاري ویزو له لارې بریتانیا ته داخلیږي او وروسته د پناه غوښتنه کوي، ډېری یې پاکستانیان دي.

کامیلا تومیني د جمعې په ورځ، د کب په ۱۵مه، په یوې خبري ناسته کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې ته وویل، چې د رسمي شمېرو له‌مخې، تېر کال شاوخوا لس زره پاکستانیان، چې د کار او محصلۍ ویزو له لارې بریتانیا ته تللي وو، وروسته یې د پناه غوښتنه کړې ده.

هغې زیاته کړه، چې دا شمېر د هغو ټولو کسانو نږدې یوه پر څلورمه برخه جوړوي، چې د دغو دوو کټګوریو ویزو له لارې بریتانیا ته داخل شوي او بیا یې د پناه غوښتنه کړې ده. برېتانیا د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره د تحصیلي ویزو ورکول دروي. همدارنګه د افغانستان وګړي به د کاري ویزو له ترلاسه کولو هم بې‌برخې شي.

دې خبریالې همدارنګه یادونه وکړه، سره له دې چې د دغو پاکستانی پناه غوښتونکو له ۷۰ سلنې څخه ډېرې غوښتنې رد شوي، خو یوازې ۴ سلنه یې له برېتانیا څخه اېستل شوي دي. هغې ټینګار وکړ، چې د دغو رسمي شمېرو سره سره، ولې د برېتانیا د ویزو محدودیتونه د پاکستان پر وګړو نه عملي کېږي.

د برېټانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د برېتانیا حکومت دا تګلاره تازه پیل کړې او دا لومړی ځل دی چې عملي کېږي. هغې زیاته کړه، چې دا ستراتیژي لا هم روانه ده او پای ته نه‌ده رسېدلې.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې په خبره، له نورو هېوادونو سره هم خبرې روانې دي او ښايي دا نوملړ نور هم پراخ شي. خو هغې د پاکستان د وګړو لپاره د ویزو د محدودیتونو د لګولو په اړه مشخصه تبصره ونه‌کړه. د افغانانو لپاره د برېتانیا د کار او تحصیلي ویزو بندېدو پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر تر دې وړاندې د افغانانو لپاره د تحصیلي او کاري ویزو د بندېدو په اړه د برېتانیا د ځانګړي استازي پر څرګندونو اعتراض کړی و.

شهرزاد اکبر له برېتانوۍ استازي څخه پوښتنه کړې وه: «ایا دا بندیز د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لنډمهاله بندیز په څېر نه‌دی چې پنځه کاله وغځېد؟».

د برېتانیا ځانګړي استازي ویلي وو، چې هېواد یې د افغانانو لپاره د کار او تحصیلي ویزو ورکول ځکه په موقتي ډول درولي، چې ځینې کسان ترې د پناه غوښتنې لپاره ناوړه ګټه اخلي.