د بې پولې خبریالانو سازمان په وینا، دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې پر افغان کډوالو په ځانګړي ډول پر تبعید شویو خبریالانو فشارونه زیات شي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یادو خبریالانو د بېرته ستنولو په صورت کې به هغوی له سختو او حتی مرګونو غچ اخیستنې ګواښ سره مخ کړي.
په تېره یوه اوونۍ کې، چې د دواړو لورو تر منځ پوځي کړکېچ هم زیات شوی، څو افغان خبریالان په پاکستان کې نیول شوي او د اېستل کېدو اړوندو مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د خبریالانو د ملاتړ یاد سازمان د معلوماتو لهمخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا د ۲۰ خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي. همدارنګه په تېرو ۱۵ ورځو کې لږ تر لږه شپږ هغه خبریالان چې د دغه سازمان له ملاتړه هم برخمن وو، په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د کال له پیل راهیسې د بېرته شړل شویو خبریالانو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.
ځینو دغو خبریالانو له بېپولې خبریالانو سازمان سره په خبرو کې د خپل سخت حالت یادونه کړې ده.
یوه افغان خبریال د نوم نهښودلو په شرط یاد سازمان ته ویلي: «د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې پولیس زموږ په سیمه کې پر افغانانو بیا بیا چاپې وهي. که څه هم زما ویزه لا هم اعتبار لري، پولیس درې ځله زموږ کور ته راغلل. حتی زه یې د پولیسو مرکز ته یووړم او نږدې یو ساعت یې بند کې وساتلم».
یو بل افغان خبریال د وېرې او یوازیتوب د ژوند کیسه داسې بیان کړه: «له څو اوونیو راهیسې زه او زما کورنۍ له کوره نه یو وتلي، ځکه وېره لرو چې د پاکستان د پولیسو لهخوا به ونیول شو. موږ په رښتیا هم په خپل کور کې بندیان شوي یو. اوس مهال موږ خواړه او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نهلرو».
ځینو خبریالانو شکایتونه کړي، چې د پاکستان پولیس ترې په زوره پیسې اخلي او که ور یې نهکړي، نو بیا یې زندان ته اچوي. له یوه افغان خبریال څخه پاکستاني پولیسو ۱۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې چې نږدې ۴۰۰ ډالر کېږي په زوره اخیستي دي.
پاکستان کې مېشت جلا وطنه افغان خبریالان په افغانستان کې د طالبانو له سختو محدودیتونو او پر رسنیو د سانسور له کبله له خپل هېواده وتلي، خو اوس یې هلته هم ژوند له سختو کړاوونو او ننګونو سره مخ دي.
د بېپولې خبریالانو نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د دغو جلا وطنه افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي او ورسره دې د انساني چلند لاره اختیار کړي.
د دې سازمان د سویلي اسیا د څانګې مشره سېلیا مرسیه وايي: «اوسنی تاوتریخوالی باید د دې پلمه ونهګرځي چې کډوال په خپل سر ونیول شي او له هېواده وشړل شي. دا کړنې ځکه لا ډېرې د منلو وړ نهدي چې هغه خبریالان په نښه کوي چې د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه تښتېدلي دي. د هغوی نیول او بېرته خپل هېواد ته لېږل، په حقیقت کې هغوی ښکاره خطرونو ته سپارل دي؛ لکه بند، تاوتریخوالی او حتی تر دې هم بد حالت».
هغې د پاکستان له چارواکو وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان خبریالانو نیول او شړل بند کړي او د کډوالو د جبري بېرته نه ستنولو نړیوال اصل رعایت کړي.
وروسته له هغه چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه د افغانستان پر وړاندې د «غضب الحق» په نوم پوځي عملیات پیل کړل او د «ښکاره جګړې» خبرې زیاتې شوې، پر افغان کډوالو فشارونه نور هم ډېر شول، حتی پر هغو کسانو هم چې قانوني اسناد لري. د پولیسو عملیات یوازې په اسلاماباد کې نه، بلکې د دغه هېواد په نورو سیمو کې هم زیات شوي دي. دا کړنې د افغان کډوالو د شړلو د پراخ سیاست یوه برخه ده، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوی او د اسلاماباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره تړاو لري.
له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا په کابل کې واک ته ورسېدل، نږدې ۲۰۰ افغان خبریالانو له خپلو کورنیو سره یو ځای په موقتي ډول پاکستان ته پناه وړې ده، څو له هغه ځایه د درېیمو هېوادونو ویزې ترلاسه کړي. خو اوس د اروپا او شمالي امریکا هېوادونو ته د بیا مېشتېدو بهیر ډېر ورو شوی او یا هم درېدلی دی او ډېر خبریالان د میاشتو او حتی کلونو لپاره په تبعید کې پاتې شوي دي. تر ۲۰۲۵ کال پورې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان له پاکستانه په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي وو.
اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو چاپېریال له سختو محدودیتونو او سانسور سره مخ دی. دغه هېواد د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجهبندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو له منځه په ۱۷۵م ځای کې راغلی دی.