پاکستان په کراچۍ ښار کې تر ۲۵۰ ډېر افغان کډوال نیول دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د کراچۍ په ښار کې له ۲۵۰ډېر افغان کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، نیولي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د کراچۍ په ښار کې له ۲۵۰ډېر افغان کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، نیولي دي.
د راپورونو له مخې، دغه کډوال د ښار له مرکزي سیمو، ختیځو او جنوبي ناحیو کې له خپلو کورونو نیول شوي او وروسته د کډوالو کمپونو ته لېږدول شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې شاوخوا ۱۸۰ افغانان د کراچۍ له مرکزي سیمو، تر ۵۰ډېر کسان له ختیځو ناحیو او ۲۵نور کډوال د ښار له جنوبي سیمو نیول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د قانوني پروسې له بشپړېدو وروسته د اخراج لپاره د کډوالو کمپونو ته انتقال شوي دي.
په پاکستان کې سرچینو مخکې ویلي وو چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو له طالبان سره د وروستیو نښتو وروسته په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ زیاته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ځینو چارواکو مخکې ویلي وو چې د روژېمیاشتې پر مهال به افغان کډوال له هېواده نه ایستل کېږي.

د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړې چارواکې وایي، چې افغانستان په داسې حال کې له بېلابېلو بحرانونو سره مخ دی چې له ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د زیاتېدو احتمال هم شته، او د دغو کډوالو وضعیت ته رسېدنه به یوه لویه ننګونه وي.
جورجټ ګانیون، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرسته ده، وایي د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه هڅه کوي هغه مرستې چمتو کړي چې ښایي له ایران څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره اړینې وي.
هغې زیاته کړه، چې د د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان په څېر بنسټونه د افغانستان او ایران پر پوله او همدارنګه د هېواد دننه په کوربه ټولنو کې د مرستو د وړاندې کولو لپاره چمتووالی نیسي.
د نوموړې په وینا، د دې وضعیت اداره کول به اسانه نه وي، ځکه په تېر شاوخوا یو نیم کال کې له ایران او پاکستان څخه تر څلور میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یوناما سرپرستې همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغو نښتو د ملکي وګړو تلفات زیات کړي او د بشري مرستو د لېږد بهیر یې هم له خنډونو سره مخ کړی دی.
د هغې په خبره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بند پاتې کېدل چې د تېر اکتوبر میاشتې راهیسې دوام لري، د پولې دواړو غاړو خلکو ته انساني او اقتصادي ستونزې رامنځته کړې دي.
هغې د بشري مرستو لپاره د مالي سرچینو له شدید کمښت څخه هم اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې مرستندویه ادارو د ۲۰۲۶کال لپاره نږدې یو نیم تر دوو میلیارده ډالرو بودجه غوښتې ده، څو وکولای شي د افغانستان د نفوس نږدې نیمایي برخې ته مرستې ورسوي.
د هغې په وینا، د افغانستان د خلکو تر ټولو بیړنۍ اړتیاوې خوراکي توکي، سرپناه او روغتیايي خدمتونه دي، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره.
جورجټ ګانیون ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه لا هم په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کوي، ځکه د هغې په باور دا محدودیتونه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بشپړ تعامل پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي او د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز راتلونکې به پراخې اغېزې ولري.
د څو ولایتونو اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په زور او ګواښ سره خلک د پاکستان پر ضد لاریونونو ته اړ کړي. د دوی په وینا، طالبانو دوکانداران، سوالګر، سوداګر، ځوانان او عام خلک اړ کړي چې د پاکستان پر ضد لاریونونو کې برخه واخلي.
د کابل، بدخشان، تخار، فاریاب، پروان، بامیان، لغمان، دایکنډي او ځینو نورو ښارونو اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان د وسلو او ګواښونو په زور خلک د پاکستان پر ضد لاریونونو ته بیايي.
د دوی په وینا، طالبانو په جوماتونو کې اعلان کړی، چې خلک باید په لاریونونو کې برخه واخلي.
د پکتیا، پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د طالبانو واليانو د ځینو قومي مشرانو او نفوذ لرونکو شخصیتونو سره ځانګړې غونډې کړې دي.
ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له بیرته واک ته رسیدو وروسته، دې ډلې د پخواني حکومت قومي مشران او نفوذ لرونکي شخصیتونه خپلو غونډو ته نه بلل او نه یې ځانګړو غونډو ته بللي ول؛ خو له پاکستان سره د جګړې له پیل سره، د طالبانو د قبایلي چارو ریاستونو له دوی سره اړیکه نیولې او د پاکستان ضد لاریونونو لپاره یې د چمتو کولو لپاره غونډې جوړې کړې دي.
ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو چارواکو په زور دوکانونه او سوداګریز مرکزونه تړلي او پلورونکي یې اړ کړي چې په لاریونونو کې برخه واخلي.
په لغمان کې یو دوکاندار وویل، چې طالب جنګیالیو په مهترلام ښار کې دوکانونه وتړل او له خلکو یې وغوښتل چې د جمعې له لمانځه وروسته په لاریون کې برخه واخلي.
هغه وویل، چې طالبانو خپل بیرغونه دوکاندارانو او عامو خلکو باندې ویشلي و، چې د لاریون پرمهال یې په لاسونو کې ونیسي.
په ورته وخت کې د بدخشان اوسیدونکو وویل، چې طالبانو د جوماتونو د لاوډ سپیکرونو له لارې اعلان کړی و، چې خلک باید د جمعې له لمانځه وروسته د فیض اباد په استقلال څلور لارې کې راټول شي.
د فیض اباد یو اوسیدونکي وویل، چې په فیض اباد کې سړکونه اوس بند دي او طالبان خلک اړ باسي چې غونډو او لاریون ته لاړ شي. هغه وویل چې طالبانو له ټول ښار څخه سوالګر، دوکانداران او ځوانان راټول کړي او لاریونونو ته یې بوځي.
د تخار او دایکندي اوسیدونکو هم په وروستیو ورځو کې د پاکستان پر ضد لاریون کې د ګډون کولو ته اړ ایستل شوي شکایت وکړ.
په تخار کې ځايي سرچینو ویلي، چې طالبانو په زور او ګواښ سره خلک له ولسوالیو څخه په موټرو کې سپاره کړل او تالقان ته یې بوتلل ترڅو په لاریونونو کې برخه واخلي.
د دایکنډي اوسیدونکو وویل، چې طالبانو په نیلي ښار کې اعلانونه لګولي او دوکانداران او عام خلک یې اړ کړي چې د پاکستان ضد لاریونونو کې برخه واخلي.
طالبانو د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بامیان، پروان، تخار او ځینو نورو ښارونو کې د پاکستان پر ضد لاریونونه وکړل.
د دې ولایتونو اوسیدونکو په پیغامونو کې ویلي چې طالبانو خلکو ته د لارویانو او جوماتونو له لارې لاریونونو ته بلنه ورکړې. دوی وویل چې طالبانو ګواښ کړی چې له هغو کسانو سره به چلند وکړي چې په لاریونونو کې برخه نه اخلي.
د افغانستان په ځینو ولایتونو باندې د پاکستان له بریدونو وروسته، طالبانو په مختلفو ښارونو کې د پاکستان پر ضد لاریونونه پیل کړي دي.
د بېلابېلو ولایتونو اوسیدونکي وايي چې طالبانو د روژې په میاشت کې دوکاندارانو او بازارونو ته د کار اجازه نه ده ورکړې او په زور یې لاریونونو ته اړ اېستلي دي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پرتو ولایتونو ځینو قومي مشرانو او پخوانیو نظامیانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې طالبانو د پاکستان پرضد جګړه او لاریونونو کې له د دوی ملاتړ ترلاسه کړی دی. دوی زیاتوي، چې په خوست او پکتیکا کې ځینې پخواني نظامیان د پاکستان پرضد جګړه کې برخه لري.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې د اوږدېدو سره همهاله په خوست، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې ځینو قومي مشرانو او پرنفوسه شخصیتونو سره د طالبانو والیانو ځانګړي ناستې کړي دي.
ځيني قومی مشرانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې پخواني قومي مشران او پرنفوسه څېرې د طالبانو غونډو ته نه ور غوښتل او نه یې هم کومو ځانګړو غونډو ته بلنه ورکوله، خو له پاکستان سره د جګړې په جریان کې د طالبانو د قبایلو چارو ریاستونو اړیکې نیولي دي او خپلمنځي غونډې یې جوړې کړي دي ترڅو دوی د پاکستان ضد لاریونونو ته یې چمتو کړي.
په خوست کې یو قومي مخور وویل:«په تېرو څلورو کالونو کې زمونږ پوښتنه د طالبانو چارواکو ونه کړه، اوس چې ورباندې بده ورځ راغله ورڅخه غوښتل شوي چې د پاکستان پرضد یوه غونډه جوړه کړي.»
په خوست کې قومي مشرانو وویل، چې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د خوست ولایت مقام ته غوښتل شوي وو، د طالب چارواکو غوښتنه دا وه، چې د پاکستان پرضد او د طالبانو د ملاتړ لپاره غونډې او لاریونونه جوړ کړي او ولسي خلک یې د ګډون لپاره وهڅوي.

طالبانو له دې وړاندې د قومي مشرانو او پرنفوسه څېرو سره منظمې غونډې نه درلودې خو لومړی ځل د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړو پر مهال تېره ورځ د طالبانو د ننګرهار والي محمد نعیم اخوند او د قومي مشرانو ترمنځ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د طالبانو د ننګرهار والي وویل:« که ولسونه د خپلو اولادونه ترڅنګ دریږي دا یې حق دی او مونږ یې ستاینه او هرکلی کوو.»
نه یوازې دا چې په ولایتونو بلکې طالبانو په کابل کې هم ځیني پخواني افغان چارواکي او د ولسي جرګې ځیني غړي اړ کړي و، چې په کابل کې خبري ناسته جوړه او د پاکستان پرضد جګړه کې د طالبانو ملاتړ اعلان کړي.
پکتیکا او خوست ولایتونو کې ځینو پخوانیو افغان نظامیانو وویل، چې طالبان په زوره ډیورنډ کرښې ته وړي ترڅو د پاکستان پرضد جګړه کې ورسره همکاري وکړي.
یو پخواني نظامي وویل:« د تېرو دریو ورځو راهسې پخواني نظامیان طالبان د جګړې لپاره له ځان سره وړي او تېره ورځ هم د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې ګرځېدل ترڅو پخواني نظامیان پیدا کړي.»
د پرځېدلي جمهوریت ځینو نظامیانو وویل، چې طالبان د هغو کسانو په لټه کې دي ترڅو له دوی سره همکاري وکړي، چې درنو وسلو د کارولو وړتیا ولري.
د امنیتي ستونزو له امله د هغو پخوانيو افغان نظامیانو نومونه نشو په ډاګه کولی چې اوس مهال د طالبانو په لیکو کې د پاکستان پرضد جګړه کې برخه لري او په دې کې د هاوان او توپچي برخې زده کړي هم موجود دي.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې طالبانو نه یوازې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتو ولایتونو قومي مشران او نظامیان هڅولي چې د پاکستان پرضد روانه جګړه کې لاریونونه وکړي او د دوی ملاتړ وکړي بلکې په نورو ولایتونو کې هم ورته راپورونه شته، چې طالبانو په امر لاریونونه جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، نن یولسمه ورځ ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده، چې ملکیانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده او زرګونه کورنۍ د جګړې له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
په امریکا کې د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان «افغان اېواک» د قطر په السلیله پنډغالي کې د مېشتو شاوخوا ۱۱۰۰ افغان متحدینو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. دغه سازمان وایي، په دغه پنډغالي کې بند پاتې ډېری کسان ښځې او ماشومان دي.
د افغان اېواک مشر شان وان ډایور ویلي، د تېر څه باندې یو کال راهیسې یې هڅه کړې چې د دغه کسانو ستونزه په رسمي او غیر علني ډول حل کړي. د ډایور په خبره؛ دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالۍ ادارو او د کانګرس له غړو سره په دې اړه څو ځله خبرې کړې دي.
هغه زیاتوي، چې په دې موده کې یې د غونډو او ایمېلونو له لارې غیر رسمي خبرې کړې او موضوع یې تر لوړو کچو راپورته کړې؛ خو تر اوسه د پام وړ پرمختګ نهدی شوی. افغان ایواک وايي، د دغه هڅو ترڅنګ یې اوس پرېکړه کړې چې د موضوع په اړه عامه دریځ هم خپل کړي؛ څو د یاد پنډغالي د اوسېدونکو ستونزې روښانه شي.
دغه بنسټ ټینګار کوي، چې د یادو افغان کورنیو جرات او زړورتیا د ستاینې وړ ده او باید د هغوی د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته شي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران نه د توکو واردات او سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول دوام لري او تراوسه پهکې هېڅ ډول ځنډ نهدی راغلی.
د هغه په وینا؛ د تېرې ورځې په اوږدو کې ټولټال ۹۴ واګونونه سوداګریز توکي د هرات ولایت روزنک تمځای ته رسېدلي دي. مجاهد زیاته کړې، تېره شپه هم یو بل رېل ګاډی له ایران نه روزنک تمځای ته ورسېد چې پهکې ۳۷ واګونونه ګاډر اوسپنه او ۹ واګونونه بوره شامله وه.
د هغه په خبره؛ په دغه بار کې خوراکي، ودانیز او سون توکي شامل دي. هغه وایي، د ایران د اوسپنې پټلۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ دا مهال د ایران په خاوره کې سلګونه واګونونه نور هم افغانستان ته پر لاره دي او تمه کېږي، چې په عادي ډول به هېواد ته وارد شي.
هغه له سوداګرو غوښتي، چې د روانو حالاتو له امله د توکو بیې لوړې نهکړي او د بازار ثبات وساتي. دا په داسې حال کې ده، چې ایران څو ورځې وړاندې اعلان کړی و د روانې جګړې له امله به خپل صادرات په لنډمهالي ډول وځنډوي.