دې خبریالې زیاته کړه، هغه کسان چې د محصلۍ او کاري ویزو له لارې بریتانیا ته داخلیږي او وروسته د پناه غوښتنه کوي، ډېری یې پاکستانیان دي.
کامیلا تومیني د جمعې په ورځ، د کب په ۱۵مه، په یوې خبري ناسته کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې ته وویل، چې د رسمي شمېرو لهمخې، تېر کال شاوخوا لس زره پاکستانیان، چې د کار او محصلۍ ویزو له لارې بریتانیا ته تللي وو، وروسته یې د پناه غوښتنه کړې ده.
هغې زیاته کړه، چې دا شمېر د هغو ټولو کسانو نږدې یوه پر څلورمه برخه جوړوي، چې د دغو دوو کټګوریو ویزو له لارې بریتانیا ته داخل شوي او بیا یې د پناه غوښتنه کړې ده. برېتانیا د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره د تحصیلي ویزو ورکول دروي. همدارنګه د افغانستان وګړي به د کاري ویزو له ترلاسه کولو هم بېبرخې شي.
دې خبریالې همدارنګه یادونه وکړه، سره له دې چې د دغو پاکستانی پناه غوښتونکو له ۷۰ سلنې څخه ډېرې غوښتنې رد شوي، خو یوازې ۴ سلنه یې له برېتانیا څخه اېستل شوي دي. هغې ټینګار وکړ، چې د دغو رسمي شمېرو سره سره، ولې د برېتانیا د ویزو محدودیتونه د پاکستان پر وګړو نه عملي کېږي.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د برېتانیا حکومت دا تګلاره تازه پیل کړې او دا لومړی ځل دی چې عملي کېږي. هغې زیاته کړه، چې دا ستراتیژي لا هم روانه ده او پای ته نهده رسېدلې.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې په خبره، له نورو هېوادونو سره هم خبرې روانې دي او ښايي دا نوملړ نور هم پراخ شي. خو هغې د پاکستان د وګړو لپاره د ویزو د محدودیتونو د لګولو په اړه مشخصه تبصره ونهکړه. د افغانانو لپاره د برېتانیا د کار او تحصیلي ویزو بندېدو پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر تر دې وړاندې د افغانانو لپاره د تحصیلي او کاري ویزو د بندېدو په اړه د برېتانیا د ځانګړي استازي پر څرګندونو اعتراض کړی و.
شهرزاد اکبر له برېتانوۍ استازي څخه پوښتنه کړې وه: «ایا دا بندیز د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د لنډمهاله بندیز په څېر نهدی چې پنځه کاله وغځېد؟».
د برېتانیا ځانګړي استازي ویلي وو، چې هېواد یې د افغانانو لپاره د کار او تحصیلي ویزو ورکول ځکه په موقتي ډول درولي، چې ځینې کسان ترې د پناه غوښتنې لپاره ناوړه ګټه اخلي.