ټرمپ وايي کیوبا به «ژر سقوط وکړي»

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې کیوبا به «ژر سقوط وکړي». نوموړي ویلي، چې دا هېواد په کلکه لېوالتیا لري چې له متحدو ایالتونو سره یو ډول هوکړې ته ورسېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې کیوبا به «ژر سقوط وکړي». نوموړي ویلي، چې دا هېواد په کلکه لېوالتیا لري چې له متحدو ایالتونو سره یو ډول هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ د جمعې په ورځ له سياېناېن شبکې سره په مرکه کې زیاته کړه، چې غواړي خپل د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته دنده وسپاري څو دا موضوع په جدي ډول تعقیب کړي او پر مخ یې یوسي.
ډونالډ ټرمپ وایي، چې کیوبا له پنځوسو کلونو وروسته اوس د بدلون لپاره چمتو ښکاري. د هغه په خبره، د دې موضوع د څېړلو او سمبالولو لپاره کافي وخت شته او کیوبا اوس له لسیزو وروسته داسې پړاو ته رسېدلې چې د یوې هوکړې لپاره اماده برېښي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د تېرو پنځوسو کلونو په موده کې یې د کیوبا سیاسي او ټولنیز بدلونونه له نږدې څارلي دي او د هغه په باور اوسنی حالت داسې لوري ته تللی چې پایله یې د امریکا په ګټه تمامه شوې ده.
خو ټرمپ ټینګار وکړ، چې دا مهال د امریکا د حکومت اصلي پام د ایران پر وړاندې پر روانې جګړې متمرکز دی.

د ټېلګراف ورځپاڼې خبریالې کامیلا تومیني د برېتانیا د کورنیو چارو له پاکستانۍ توکمې وزیرې څخه پوښتنه کړې، چې د کار او تحصیلي ویزو د بندېدو پرېکړه چې د افغانستان او درېیو نورو هېوادونو وګړو لپاره اعلان شوې، ولې د پاکستان پر وګړو نه تطبیق کېږي؟
دې خبریالې زیاته کړه، هغه کسان چې د محصلۍ او کاري ویزو له لارې بریتانیا ته داخلیږي او وروسته د پناه غوښتنه کوي، ډېری یې پاکستانیان دي.
کامیلا تومیني د جمعې په ورځ، د کب په ۱۵مه، په یوې خبري ناسته کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې ته وویل، چې د رسمي شمېرو لهمخې، تېر کال شاوخوا لس زره پاکستانیان، چې د کار او محصلۍ ویزو له لارې بریتانیا ته تللي وو، وروسته یې د پناه غوښتنه کړې ده.
هغې زیاته کړه، چې دا شمېر د هغو ټولو کسانو نږدې یوه پر څلورمه برخه جوړوي، چې د دغو دوو کټګوریو ویزو له لارې بریتانیا ته داخل شوي او بیا یې د پناه غوښتنه کړې ده. برېتانیا د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره د تحصیلي ویزو ورکول دروي. همدارنګه د افغانستان وګړي به د کاري ویزو له ترلاسه کولو هم بېبرخې شي.
دې خبریالې همدارنګه یادونه وکړه، سره له دې چې د دغو پاکستانی پناه غوښتونکو له ۷۰ سلنې څخه ډېرې غوښتنې رد شوي، خو یوازې ۴ سلنه یې له برېتانیا څخه اېستل شوي دي. هغې ټینګار وکړ، چې د دغو رسمي شمېرو سره سره، ولې د برېتانیا د ویزو محدودیتونه د پاکستان پر وګړو نه عملي کېږي.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د برېتانیا حکومت دا تګلاره تازه پیل کړې او دا لومړی ځل دی چې عملي کېږي. هغې زیاته کړه، چې دا ستراتیژي لا هم روانه ده او پای ته نهده رسېدلې.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې په خبره، له نورو هېوادونو سره هم خبرې روانې دي او ښايي دا نوملړ نور هم پراخ شي. خو هغې د پاکستان د وګړو لپاره د ویزو د محدودیتونو د لګولو په اړه مشخصه تبصره ونهکړه. د افغانانو لپاره د برېتانیا د کار او تحصیلي ویزو بندېدو پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر تر دې وړاندې د افغانانو لپاره د تحصیلي او کاري ویزو د بندېدو په اړه د برېتانیا د ځانګړي استازي پر څرګندونو اعتراض کړی و.
شهرزاد اکبر له برېتانوۍ استازي څخه پوښتنه کړې وه: «ایا دا بندیز د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د لنډمهاله بندیز په څېر نهدی چې پنځه کاله وغځېد؟».
د برېتانیا ځانګړي استازي ویلي وو، چې هېواد یې د افغانانو لپاره د کار او تحصیلي ویزو ورکول ځکه په موقتي ډول درولي، چې ځینې کسان ترې د پناه غوښتنې لپاره ناوړه ګټه اخلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د وسلو د منع کولو او نه خپرېدو د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی، چې په وروستیو لسیزو کې د اټومي وسلو د کارولو ګواښ لوړې کچې ته رسېدلی او د نړۍ امنیت له جدي ګواښ سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د وسلو د منع کولو او خپرېدو د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې نړۍوال کړکېچونه او پوځي لګښتونه خورا لوړې کچې ته رسېدلي او د وسلو د ګرمې سیالۍ ترڅنګ د سپکو وسلو د خپرېدو او د نورو ټېکنالوژیکي جګړو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.
ګوترېش د هېوادونو پر مشرانو غږ کړی، چې ګواښونه کم کړي او د اټومي وسلو له ګواښونو هم په کلکه ډډه وکړي.
ګوترېش زیاته کړې:«د وسلو د سیالۍ پر ځای د سولې پر جوړښت پانګونه وکړئ او د دې وخت دی چې هېوادونه د وسلو د منع کولو په برخه کې پر خپلو نړۍوالو ژمنو عمل وکړي او د وژونکو وسلو د ازمایلو او کارولو مخه ونیسي».
د پاکستان د پارلماني چارو وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ويلي، چې د دغه هېواد اټومي وسلې يوازې د پاکستان د دفاع لپاره دي. د ده په خبره، پاکستان له سعودي سره دفاعي تړون لري او د همدې هوکړې لهمخې به اسلاماباد د حرمين شريفين د ساتنې لپاره له هېڅ ډول هڅې څخه ډډه ونهکړي.
د هغه په وينا، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه او د ملي واکمنۍ خوندي کول د حکومت تر ټولو مهم لومړيتوب ګڼل کېږي.
د جیونیوز په یوې خپرونه کې د تحريک انصاف پاکستان ګوند غړي ډاکټر نثار جټ هم له دې دريځ سره موافقه څرګنده کړه. هغه وويل، چې د حرمين شريفين د دفاع لپاره يې لبيک ويلی او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
بل لور ته د دفاعي چارو شنونکي جاوېد اقبال وويل، چې پاکستان دا مهال د ۲۸ ورځو لپاره د تېلو زېرمې لري او د مايع ګاز (اېل پي جي) زېرمه يې نږدې د ۱۲ ورځو لپاره بسنه کوي. هغه زياته کړه، که د هرمز تنګي لاره وتړل شي، نو پاکستان له سعودي عربستان سره د شوې هوکړې له مخې کولای شي د بديلو لارو له لارې تېل هېواد ته وارد کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د جګړو د شدت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې زیاتېدو له امله له ۳۳۰ زره څخه ډېر کسان په جبري ډول بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې پر ایران د وروستیو بریدونو له امله سل زره کسان یوازې له تهران څخه بېځایه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې په لبنان کې د کړکېچ له رامنځته کېدو راهیسې له ۳۰ زره څخه ډېر کسان سوریې ته کډوال شوي دي.
دغې ادارې ویلي، چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله په افغانستان کې د شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ کسانو د بېځایه کېدو او په پاکستان کې د ۳۰۰۰ کسانو د داخلي بېځایه کېدو اټکل شوی دی.
دا کسان پر داسې مهال له خپلو اصلي مېنو څخه بېځایه شوي، چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې او همدارنګه پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ بریدونه دوام لري او په مقابل کې یې ایران پر یو شمېر ګاونډویو هېوادونو توغندیزو بریدونو ته مخه کړې ده.
د برېتانیا کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اوسېدونکو ته د تحصیلي ویزې بهیر دروي. دغه وزارت همداراز ویلي، له دې سربېره افغانانو ته د کاري ویزې بهیر هم بندوي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تر دې وروسته په دغه هېواد کې کډوالي هم لنډمهالې ده او په هرو ۳۰ میاشتو کې به د کډوالو وضعیت وارزول شي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د لنډمهالې کډوالۍ وضعیت په اعلانولو سره ویلي، تر دې وروسته بالغ کسان به په لنډ مهالي توګه د کډوال په توګه ومنل شي او تر ۳۰ میاشتو وروسته به یې وضعیت بیا له سره وارزول شي او که هېوادونه یې خوندي وګڼل شي، نو باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د نوموړې په وینا، هغه کډوال چې لا هم په خپلو هېوادونو کې له ګواښ سره مخ دي ملاتړ ته به یې دوام ورکړل شي، خو هغه کسان چې هېوادونه یې خوندي شوي او نور محافظت ته اړتیا نهلري، نو تمه ترې کېږي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
دغه پالیسي د ډنمارک له تجربې څخه په الهام اخیستنې جوړ شوی چې په تېره یوه لسیزه کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۹۰ سلنه کم شوي دي.
د کډوالو او پناه غوښتونکو په تړاو د برېتانیا په نوې پالیسۍ کې یو کس ته تر ۲۰ کلونو پورې د دایمي استوګنې حق نهورکول کېږي او همداراز د اوس لپاره د کورنیو د یو ځای کېدو بهیر هم ځنډول شوی دی.
د دغې پالیسۍ لهمخې، برېتانیا ماهرو کسانو ته په برېتانوي ټولنه کې د ادغام زمینه برابروي او بېسرپرسته ماشومان به یوازې د ۵ کلونو لپاره د اوسېدو اجازه ولري.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي: «دا هېواد به تل د هغو کسانو لپاره امن ځای وي چې له جګړې او ځورونې تښتي. خو موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ د پناه غوښتنې سیستم داسې انګېزې نهرامنځته کوي چې خلک خطرناکو سفرونو ته وهڅوي او د انسانانو د قاچاق وړونکو جېبونه ډک کړي».
د هغې په وینا، کله چې د یوه کډوال هېواد خوندي شي نو یاد کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستون شي.