• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش: د اټومي وسلو د کارولو ګواښ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي د وسلو د منع کولو او نه خپرېدو د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی، چې په وروستیو لسیزو کې د اټومي وسلو د کارولو ګواښ لوړې کچې ته رسېدلی او د نړۍ امنیت له جدي ګواښ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د وسلو د منع کولو او خپرېدو د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې نړۍوال کړکېچونه او پوځي لګښتونه خورا لوړې کچې ته رسېدلي او د وسلو د ګرمې سیالۍ ترڅنګ د سپکو وسلو د خپرېدو او د نورو ټېکنالوژیکي جګړو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.

ګوترېش د هېوادونو پر مشرانو غږ کړی، چې ګواښونه کم کړي او د اټومي وسلو له ګواښونو هم په کلکه ډډه وکړي.

ګوترېش زیاته کړې:«د وسلو د سیالۍ پر ځای د سولې پر جوړښت پانګونه وکړئ او د دې وخت دی چې هېوادونه د وسلو د منع کولو په برخه کې پر خپلو نړۍوالو ژمنو عمل وکړي او د وژونکو وسلو د ازمایلو او کارولو مخه ونیسي».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان وایي سعودي سره د تړون په اساس د حرمین شریفین د ساتنې لپاره هر ډول اقدامات کولای شي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۰

د پاکستان د پارلماني چارو وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ويلي، چې د دغه هېواد اټومي وسلې يوازې د پاکستان د دفاع لپاره دي. د ده په خبره، پاکستان له سعودي سره دفاعي تړون لري او د همدې هوکړې له‌مخې به اسلام‌اباد د حرمين شريفين د ساتنې لپاره له هېڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه‌کړي.

د هغه په وينا، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه او د ملي واکمنۍ خوندي کول د حکومت تر ټولو مهم لومړيتوب ګڼل کېږي.

د جیونیوز په یوې خپرونه کې د تحريک انصاف پاکستان ګوند غړي ډاکټر نثار جټ هم له دې دريځ سره موافقه څرګنده کړه. هغه وويل، چې د حرمين شريفين د دفاع لپاره يې لبيک ويلی او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

بل لور ته د دفاعي چارو شنونکي جاوېد اقبال وويل، چې پاکستان دا مهال د ۲۸ ورځو لپاره د تېلو زېرمې لري او د مايع ګاز (اېل پي جي) زېرمه يې نږدې د ۱۲ ورځو لپاره بسنه کوي. هغه زياته کړه، که د هرمز تنګي لاره وتړل شي، نو پاکستان له سعودي عربستان سره د شوې هوکړې له مخې کولای شي د بديلو لارو له لارې تېل هېواد ته وارد کړي.

ملګري ملتونه: په منځني ختیځ او سیمه کې د جګړو له امله له ۳۳۰ زره څخه ډېر کسان بې‌ځایه شوي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د جګړو د شدت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې زیاتېدو له امله له ۳۳۰ زره څخه ډېر کسان په جبري ډول بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې پر ایران د وروستیو بریدونو له امله سل زره کسان یوازې له تهران څخه بې‌ځایه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په لبنان کې د کړکېچ له رامنځته کېدو راهیسې له ۳۰ زره څخه ډېر کسان سوریې ته کډوال شوي دي.

دغې ادارې ویلي، چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله په افغانستان کې د شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ کسانو د بېځایه کېدو او په پاکستان کې د ۳۰۰۰ کسانو د داخلي بېځایه کېدو اټکل شوی دی.

دا کسان پر داسې مهال له خپلو اصلي مېنو څخه بې‌ځایه شوي، چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې او همدارنګه پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ بریدونه دوام لري او په مقابل کې یې ایران پر یو شمېر ګاونډویو هېوادونو توغندیزو بریدونو ته مخه کړې ده.

برېتانیا د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو ته تحصیلي ویزې بندوي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۰

د برېتانیا کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اوسېدونکو ته د تحصیلي ویزې بهیر دروي. دغه وزارت همداراز ویلي، له دې سربېره افغانانو ته د کاري ویزې بهیر هم بندوي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تر دې وروسته په دغه هېواد کې کډوالي هم لنډمهالې ده او په هرو ۳۰ میاشتو کې به د کډوالو وضعیت وارزول شي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د لنډمهالې کډوالۍ وضعیت په اعلانولو سره ویلي، تر دې وروسته بالغ کسان به په لنډ مهالي توګه د کډوال په توګه ومنل شي او تر ۳۰ میاشتو وروسته به یې وضعیت بیا له سره وارزول شي او که هېوادونه یې خوندي وګڼل شي، نو باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د نوموړې په وینا، هغه کډوال چې لا هم په خپلو هېوادونو کې له ګواښ سره مخ دي ملاتړ ته به یې دوام ورکړل شي، خو هغه کسان چې هېوادونه یې خوندي شوي او نور محافظت ته اړتیا نه‌لري، نو تمه ترې کېږي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

دغه پالیسي د ډنمارک له تجربې څخه په الهام اخیستنې جوړ شوی چې په تېره یوه لسیزه کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۹۰ سلنه کم شوي دي.

د کډوالو او پناه غوښتونکو په تړاو د برېتانیا په نوې پالیسۍ کې یو کس ته تر ۲۰ کلونو پورې د دایمي استوګنې حق نه‌ورکول کېږي او همداراز د اوس لپاره د کورنیو د یو ځای کېدو بهیر هم ځنډول شوی دی.

د دغې پالیسۍ له‌مخې، برېتانیا ماهرو کسانو ته په برېتانوي ټولنه کې د ادغام زمینه برابروي او بې‌سرپرسته ماشومان به یوازې د ۵ کلونو لپاره د اوسېدو اجازه ولري.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي: «دا هېواد به تل د هغو کسانو لپاره امن ځای وي چې له جګړې او ځورونې تښتي. خو موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ د پناه غوښتنې سیستم داسې انګېزې نه‌رامنځته کوي چې خلک خطرناکو سفرونو ته وهڅوي او د انسانانو د قاچاق وړونکو جېبونه ډک کړي».

د هغې په وینا، کله چې د یوه کډوال هېواد خوندي شي نو یاد کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

ترکیه وايي د چاپېریال ساتنې په برخه کې نړۍوال د افغانستان ډېر پوروړي دي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۰

کابل کې د ترکیې شارژدافیر سادین اییلدیز وايي، د چاپېریال ساتنې برخه کې نړۍوال د افغانستان پوروړي دي، ځکه افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ډېر زیانمن دی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د چاپېریال ساتنې اړوندې نړۍوالې پروژې په ټپه درېدلي دي.

په کابل کې د ترکیې شارژدافیر د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رييس مطیع‌الحق خالص سره په کتنه کې زیاته کړه: «اقلیمي بدلون یوه نړۍواله موضوع ده چې په رامنځته کېدو کې یې ډېر رول پرمختللي هېوادونه لري او هغوی باید خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي».

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، د دغې ادارې رييس په دې کتنه کې د افغانانو د ظرفیت لوړونې، نړۍوالو چاپېریالي پروژو کې د افغانستان د ونډې، له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې، د ځنګلونو او او وحشي ژوو د ساتنې په برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

مطیع‌الحق خالص همداراز له ترکیې وغوښتل چې په نړۍوالو چاپېریالي کنفرانسونو او همداراز په سیمه‌ییزو غونډو کې د افغان پلاوي ګډون لپاره زمینه برابره کړي او همداراز یې د یاد هېواد له شارژدافیر څخه غوښتنه وکړه: «په ترکیه کې د (COP-31) نړۍوال کنفرانس کې د افغانانو لپاره د ګډون زمینه مساعده کړي، څو وکولی شو خپلې چاپېریالي ستونزې تر نړۍوالو ورسوو او په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره شي».

نوموړي همداراز څرګنده کړه، چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه‌شي، ځکه ولسونه ترې زیانمن کیږي او په وینا یې، دا بشري موضوعات دي او باید له سياست څخه جلا شي.

په کابل کې د روسیې سفارت: طالبانو یو روسی ازاد کړ

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۰

په کابل کې د روسیې سفارت وايي، چې پاول دمچنکو هغه روسي وګړی چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی و، خوشې شوی دی. د روسیې د دولتي خبري اژانس «ټاس» په حواله، دمچنکو په ننګرهار کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی و او بیا کابل ته لېږدول شوی و.

طالب چارواکو لا تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي او همداراز د دغه روسي د نیول کېدو د کره نېټې په تړاو هم څه نه‌دي ویل شوي.

د دمچنکو پورې اړوند د یوټیوب په پاڼه کې د مزارشریف، کندهار او کابل ښارونو ته د هغه د سفر ویډیوګانې لیدل کېږي چې ټولې د روان کال د سلواغې په میاشت کې خپرې شوې دي. داسې ښکاري چې نوموړی له یوې میاشتې څخه لږه موده د طالبانو په بند کې و.

پېژندل شوي روسي شنونکي اندري سرینکوف پر خپل ټېلګرام چینل لیکلي، چې یوټیوبر پاول دمچنکو ۴۰ کلن دی او د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی و.