• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په منځني ختیځ او سیمه کې د جګړو له امله له ۳۳۰ زره څخه ډېر کسان بې‌ځایه شوي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د جګړو د شدت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې زیاتېدو له امله له ۳۳۰ زره څخه ډېر کسان په جبري ډول بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې پر ایران د وروستیو بریدونو له امله سل زره کسان یوازې له تهران څخه بې‌ځایه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په لبنان کې د کړکېچ له رامنځته کېدو راهیسې له ۳۰ زره څخه ډېر کسان سوریې ته کډوال شوي دي.

دغې ادارې ویلي، چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله په افغانستان کې د شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ کسانو د بېځایه کېدو او په پاکستان کې د ۳۰۰۰ کسانو د داخلي بېځایه کېدو اټکل شوی دی.

دا کسان پر داسې مهال له خپلو اصلي مېنو څخه بې‌ځایه شوي، چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې او همدارنګه پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ بریدونه دوام لري او په مقابل کې یې ایران پر یو شمېر ګاونډویو هېوادونو توغندیزو بریدونو ته مخه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

شهرزاد اکبر: پر افغانانو د بریتانیا د ویزو بندول پر زده کړو د طالبانو د بندیز په څېر دي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د افغانانو لپاره د برېتانیا د تعلیمي او کاري ویزو لنډمهالي بندول، د نجونو پر زده کړو د طالبانو د پنځه کلن بندیز په څېر بللي.

شهرزاد اکبر د افغانستان لپاره د بریتانیا دځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د څرګندونو په اړه یو پیغام خپور کړی او له هغه یې پوښتلي: «ایا د افغانانو د زده کړې فرصت محدودول د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز سره ورته نه دي؟»

ریچارډ لینډسي ویلي وو چې بریتانیا د افغانانو لپاره د کار او تحصیل ویزې د لنډمهال لپاره بند کړي، ځکه ځینو کسانو له دغو ویزو د پناه غوښتنې لپاره ناوړه ګټه اخیستې.

هغه ټینګار وکړ چې په دې سره د افغانانو له حقوقو او ازادیو د برېتانیا ملاتړ نه کمیږي او هېواد یې لا هم د ریښتینې اړتیا لرونکو ملاتړ ته ژمن دی.

خو مېرمن اکبر د ځواب په ډول د بریتانیا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ولې د بریتانیا حکومت د جګړو پر ملاتړو، د کډوالو په وړاندې د خپلو ژمنو پر نه پاملرنه، او د کډوالو په اړه د ښي اړخو پر سیاستونو لنډمهاله بندیز نه لګوي.

د بریتانیا حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې د افغانانو ترڅنګ د کامرون، میانمار او سوډان وګړي هم د تحصیلي ویزو او د کاري ویزو د ترلاسه کولو څخه د لندمهال لپاره محروم شوي دي.

د کام ایر الوتنې د لغو کېدو له امله مساپر د ډیلي په اندراګاندي هوايي ډګر کې پاتې دي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۰

د مارچ پر۴مه نېټه د کام ایر هغه الوتنه چې ټاکل شوې وه د هند له نوي ډيلي څخه کابل ته د ماسپښین په ۱۴:۴۰ بجو ترسره شي، په ناڅاپي ډول لغوه شوه او اوس د مارچ تر ۶مې پورې ځنډول شوې او ګڼ مساپر داندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر په ټرانزېټ برخه کې پاتې دي.

له نوي ډیلي نه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې پرېکړې له امله ۳۳ افغان مسافر، چې ښځې، ماشومان، سپین‌ږیري او ځینې ناروغان هم پکې شامل دي، له دوو ورځو زیات د اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر د ټرانزېټ په برخه کې پاتې دي.

د مسافرو په وینا، سره له دې چې ځنډ اوږد شوی، هوايي شرکت تر اوسه د استوګنې ځای، مناسب خوراک او نور اړین خدمات نه دي برابر کړي او له هغوی غوښتل شوي چې د هوايي ډګر په ټرانزېټ سالون کې پاتې شي.

مسافر وايي، د هوايي شرکت مسوولانو ورته ویلي چې «الوتنه د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري د الوتنې د جواز نه صادرېدو له امله لغوه شوې ده». خو افغان مسافر ټینګار کوي چې «باید د اداري او سیاسي ستونزو قرباني نه شي او لږ تر لږه د مسافرو بنسټیز حقونه ورته برابر شي».

دغو مسافرو په ډيلي کې د طالبانو له سفارت، د هوايي ډګر له مسوولانو او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزې ته رسېدنه وکړي او د حل لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

کام ایر شرکت په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي او نه یې هم د مسافرو یادې ادعاوې تصدیق کړې دي.

د طالبانو د عدلیې وزیر د احتکار او د کورونو د کرايې لوړېدو د مخنیوي غوښتنه کړې

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سوداګرو او معاملاتو د لارښوونې د اتحادیو له مسوولانو سره په غونډه کې د لومړنیو خوراکي توکو د احتکار او د کورونو د کرايې د لوړېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د عدلیې وزیر د پنجشنبې په ورځ، د کب پر ۱۴مه د سوداګرو او معاملاتو د لارښوونې د اتحادیو له رییسانو او مسولانو سره په خبرو کې ویلي، چې د اتحادیو مسوولان باید خپلې دندې «په سمه او جدي توګه ترسره کړي او خلکو ته اغیزناک خدمتونه وړاندې کړي».

عبدالحکیم شرعي زیاته کړې چې د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو د لارښودانو اتحادیه باید د لومړنیو خوراکي توکو د احتکار د مخنیوي او همداراز د کورونو د کرايې د بیو د لوړوالي د کنټرول په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته ځیرې شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر همدارنګه ټینګار کړی چې یادې اتحادیې دې له اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول له ښاروالۍ سره په همغږۍ، د بیو د تنظیم او کنټرول لپاره ګډ ګامونه واخلي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیو مسوولانو ژمنه کړې چې د بازار د نظم او ثبات د ساتنې او د بیو د کنټرول لپاره به جدي هڅې کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې او پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته په افغانستان کې د کډوالو د بهیر را ماتېدو او خوراکي توکو د وارداتو د اصلي لارې د اغیزمنېدو له امله د احتکار پېښې ډېرې او د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

ای او ایم: د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي لسګونه زره کسان بې ځایه کړي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه وضعیت ملکي وګړي او بې ځایه شوي خلک له جدي بشري ستونزو سره مخ کړي دي.

د یاد سازمان په وینا، د ډیورڼد کړښې په اوږدو کې روانې پوځي نښتو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، د بنسټیزو تاسیساتو د زیانمنېدو او د افغانستان په ختیزو او سوېل ختیزو سیمو کې د نږدې ۶۶زره کسانو د بې‌ځایه کېدو لامل شوې دي.

د سازمان په وینا، دا وضعیت ښايي د لا زیاتو بې‌ځایه کېدو او جبري ستنېدو سبب شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان دا مهال د راستنېدونکو له اړخه د بې‌ځایه کېدو له سترو بحرانونو څخه یو تجربه کوي. د راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې له پنځو میلیونو ډېر کسان هېواد ته ستانه شوي چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې یې شمېر شاوخوا ۲.۶میلیونو ته رسېږي.

دغه سازمان زیاتوي چې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د دوی لږ تر لږه یو د لېږد یا ټرانزیټ مرکز د وروستیو نښتو له امله زیانمن شوی دی. همداراز د امنیتي اندېښنو له امله دتورخم او بهرامچې دروازې تړل شوې دي چې له امله یې بشري مرستو ته لاسرسی محدود شوی.

دغه سازمان ټینګار کوي چې حتا په عادي شرایطو کې هم هېواد ته راستنېدونکي کډوال د لومړنیو خدماتو، سرپناه، ساتنې او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري، خو د جګړو پر مهال دا اړتیاوې څو برابره زیاتېږي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی ښايي له ګاونډیو هېوادونو څخه د جبري ایستلو، بې‌ځایه کېدو او ناڅاپي راستنېدو کچه هم لوړه کړي، چې دا به د سرحدي او ډیورڼد کرښې ته په نږدې ولایتونو او بشري مرستو پر سیستمونو لا ډېر فشار واچوي.

د راپور له مخې، د کونړ په ولایت کې هغه کورنۍ هم سختې اغېزمنې شوې دي چې مخکې د وروستۍ زلزلې له امله بې‌ځایه شوې وې او په لنډمهاله مېنو کې اوسېدې.

طالبانو په روانه اونۍ کې ۱۸ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په روانه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۱۸ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د یکشنبې، سې شنبې، چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د یکشنبې په ورځ ۸ کسان په خوست کې، د سې شنبې په ورځ بیا یو کس په بامیان کې، د چار شنبې په ورځ یو کس په ارزګان کې،دوه کسان بغلان کې، یو کس په بلخ کې او په همدې ورځ درې کسان په هرات کې او همداراز د پنجشنبې په ورځ دوه کسان په بغلان کې په بدني سزاوو محکوم شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.