یو خیریه بنسټ د کونړ په مزار دره کې زلزله ځپلو ته د قبا په نوم کوچنی ښارګوتی جوړ کړ

د قاضي زاده په نوم د یو خیریه بنسټ مشر عبدالصمد قاضي زاده وایي، د کونړ نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې یې د زلزله ځپلو لپاره د قبا په نوم یو کوچنی ښارګوټی جوړ کړی دی. وایي، دې ښارګوټي کې ټول ټال ۸۰کورونه په اساسي ډول جوړ شوي او پهکې یې یو جومات هم جوړ کړی دی.




