طالبان وایي، روان کال کې یې د دوه مېلیارده افغانیو په لګښت ۱۷۹ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي

د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه پورې د ۲مېلیارده او۱۷۷مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۷۹ښوونخیو او د ۶دیني مدرسو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي. د یاد وزارت ویاند منصور احمد حمزه وایي، تېرو څلور کلونو کې ۱۳۱۵ تعلیمي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوي.




