پاکستاني پوځ په خیبرپښتونخوا کې د ټي ټي پي د دریو جنګیالیو د وژلو ادعا کړې

د پاکستان امنیتي سرچینو پاکستاني رسینو ته ویلي، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې یې د تحریک طالبان پاکستان درې جنګیالي وژلي دي. یاد عملیات د دیره اسماعیل خان په د درازنده سیمه کې شوي دي. تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان دې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.




