• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جمعیت او جنبش ګوندونو له دوه ټوټې کېدو وروسته وحدت ګوند خپله دویمه کنګره جوړه کړه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۴ GMT+۰

د جمعیت ګوند څو کاله مخکې او جنبش ګوند همدا څو ورځې مخکې په دوو ټوټو ووېشل شول. له دې سره هممهاله وحدت ګوند د خپلې دویمې سراسري کنګرې له ترسره کېدو خبر ورکړ. په بهر کې د مېشتو ګوندونو دغه ډول هڅې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ګوندونو هر ډول فعالیت منع شوی دی.

د وحدت ګوند د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) په انلاین بڼه خپله دویمه سراسري کنګره د شاوخوا ۳۰۰ کسانو په ګډون سره جوړه کړه. په دې کنګره کې محمد محقق بیا ځلي د دغه ګوند د مشر او مرکزي شورا د رييس په توګه غوره شو او د دوو ښځو په ګډون ۷ کسان یې د مرستیالانو په توګه اعلان شول.

د دغه ګوند له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له‌مخې، په دې کنګره کې له ټاکنو سربېره د وحدت ګوند نوی بیرغ او نوی ژمن‌لیک هم تصویب شو.

محمد محقق په افغانستان کې نامساعد وضعیت ته په کتو د ترکیې په ګډون له ګاونډيو هېوادونو له دې امله مننه وکړه، چې د سیاسي څېرو په ګډون یې له یو شمېر افغانانو سره همکاري کړې ده.

د محقق دغه مننه په داسې حال کې ده، چې پاکستان او ایران یوازې د روان کال له پیل څخه تراوسه څه باندې یو میلیون افغانان په زوره اېستلي او ډېری یې داسې دي چې په لومړي ځل افغانستان ته اړول کېږي او هلته د اوسېدو لپاره هېڅ امکانات نه‌لري.

د دغه ګوند د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه نوي تشکیلات د پنځو کلونو لپاره تایید شوي دي.

د وحدت ګوند کنګره په داسې حال کې ده، چې څو کاله پخوا د کنګرې د نه‌دایرېدو له امله د جمعیت ګوند دوه ټوټې شو، چې د یوه مشري یې صلاح‌الدین رباني او د بلې یې عطامحمد نور کوي او همداراز د جنبش ګوند هم همدا څو ورځې مخکې انشعاب وکړ او په داسې حال کې چې عبدالرشید دوستم د جنبش ګوند مشر دی، نظام‌الدین قیصاري هم ځان د دغه ګوند نوی رييس اعلان کړ.

د عبدالرشید دوستم په نه حضور کې نظام‌الدین قیصاري ځان د جنبش ګوند رييس اعلان کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د شنونکو په باور، په افغانستان کې د ګوندونو مشري معمولا میراثي وي او ډېر کم داسې پېښېږي، چې خپلې کنګرې جوړې او ټاکنې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم په افغانستان کې ټول ګوندونه لغو اعلان کړل او هر ډول فعالیت یې منع کړ او همداراز د حزب اسلامي له مشر پرته د نورو ګوندونو مشرتابه ټول له هېواده بهر او په ځانګړې توګه په ترکیه کې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

ضیاءالحق امرخېل: هغه شخص یا ډله چې د پاکستان ملاتړ ولري، د افغانانو له نظره «منفور» دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۹ GMT+۰
ضیاءالحق امرخېل: هغه شخص یا ډله چې د پاکستان ملاتړ ولري، د افغانانو له نظره «منفور» دي
100%

د جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وایي چې د افغانستان په ګاونډ کې له حکومتي چارواکو نیولې تر ژورنالېستانو پورې له کلونو راهیسې هڅې شوې، څو په افغانستان کې نظامونه تخریب یا بدل کړي.

امرخېل د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) په خپله اېکس پاڼه پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي لیکلي، چې د افغانستان په ګاونډي هېواد کې له حکومتي چارواکو نیولې تر ژورنالیستانو پورې، ټول په افغانستان کې د نظام د بدلون پر بحثونو بوخت دي، خو په وینا یې دا ورته د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس‌وهنه نه ښکاري.

ضیاءالحق امرخېل په همدې تړاو زیاتوي: «مګر کله چې موضوع ټي‌ټي‌پي ته ورسېږي، هغه ډله چې د همدې هېواد د پوځ د ظلمونو، بې‌عدالتیو او په پرله‌پسې ډول د پښتنو د سیمو د محرومیت په نتیجه کې را زېږېدلې، نو بیا یې د افغانستان د مداخلې ادعاوې پیل کېږي.»

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې د روان کال د تلې میاشتې په دویمه لسیزه کې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې اسلام‌اباد پر کابل او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل او کله چې د طالبانو له شدید غبرګون سره مخ شول، نو ورسره یې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د «رژیم» خطاب وکړ او دا د طالبانو پر وړاندې د اسلام‌اباد په تګلاره کې ستر بدلون وبلل شو.

پاکستان ورسره جوخت ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو تر منځ له مخامخ جګړې وروسته په لومړي ځل په یوه ډول په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون لپاره هیله څرګنده کړه.

په هغه وخت کې (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل، اسلام اباد د یوه سوله ییز، سوکاله، ټول شموله او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکه کې د افغانستان غوښتونکی دی. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې وه: «موږ دا هیله هم لرو چې یوه ورځ به د افغانستان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ريښتیني حکومت له لوري اداره شي.»

طالبان بیا پر دې باور دي، د پاکستان په پوځ کې یوه کړۍ ده، چې نه‌غواړي د کابل او اسلام‌اباد اړیکې ښې وي.

ضیاءالحق امرخېل په افغانستان کې د نظامونو د تخریب او بدلولو په تړاو د پاکستانیانو هڅې «عجیب» ګڼي او په وینا یې: « داسې ښکاري چې نور د دوی د دې ډول لاسوهنو زمانه پای ته رسېدلې او یوازې خپل ځان ستړي کوي.»

هغه همداراز څرګنده کړې: «افغانان دې پایلې ته رسېدلي چې هر هغه شخص یا ډله چې د پاکستان ملاتړ ولري، د ولس له نظره مردود او په ټولنه کې منفور دي.»

د یادونې وړ ده، چې د پاکستاني پوځ او افغان طالبانو ترمنځ له مخامخ جګړو وروسته، له نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې د ډيورند پر کرښه ټولې لارې د پاکستان له لوري بندې شوي او ورسره هم مهاله، د دواړو لوریو له‌خوا تبلیغاتې جګړې زور اخیستی او لا هم روان دی.

د قطر سرې میاشتې ټولنې او پرمختیایي صندوق په لوګر کې د کرنې برخه کې نوې پروژه پیل کړه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۰
د قطر سرې میاشتې ټولنې او پرمختیایي صندوق په لوګر کې د کرنې برخه کې نوې پروژه پیل کړه
100%

د قطر د سرې میاشت ټولنې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله اغېزمنو شویو کورنیو د ژوند د کچې د ښه کولو لپاره د کرنې ملاتړ پروژه پيل کړې ده. دغه پروژه د قطر د سرې میاشتې د بشري او پرمختیایي مرستو برخه ده او د قطر د پراختیايي صندوق له لوري تمویل شوې ده.

دا پروژه د افغان ویلفیر ټولنې په همکارۍ او د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ځایي مسوولینو په همغږۍ سره پلي کېږي.

دغه پروژه چې ۸۸۳زره او ۴۲۳ډالره ارزښت لري، په پام کې لري چې د لوګر ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۲,۰۰۰کورنیو ته د کرنې د مرستو پکیجونه ووېشي، چې هرې کورنۍ ته ۵۰کیلوګرامه اصلاح شوي د غنمو تخمونه، ۵۰کیلو یوریا سرې او ۵۰کیلو فاسفیټ سرې ورکول کېږي.

په دې پروژه کې د بزګرانو د روزنې او کرنیزو مشورو پروګرامونه هم شامل دي، چې بزګران به د افتونو د کنټرول او د غنمو د کرنې د ښه مدیریت په اړه وروزل شي.

د پروژې د پرانېستې غونډه د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې وشوه، چې د ولسوالۍ مشر، د طالبانو د اړوندو حکومتي ادارو استازو، د ټولنې مشرانو او د قطر سرې میاشت د استازولۍ د دفتر غړو برخه په کې اخیستې وه.

د دوو ورځو په موده کې د خروار ولسوالۍ ۵۰۰بزګرې کورنیو ته کرنیز توکي ووېشل شول.

100%

د طالبانو د سترې محکمې رييس د عدالت نه‌پلې کېدل او د مظلوم غږ نه‌اورېدل د سقوط عوامل وبلل

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰
د طالبانو د سترې محکمې رييس د عدالت نه‌پلې کېدل او د مظلوم غږ نه‌اورېدل د سقوط عوامل وبلل
100%

د طالبانو د سترې محکمې رييس عبدالحکیم حقاني د هېواد د ټولو اختصاصي محکمو قضايي غړو ته د ظرفیت لوړونې سیمنار په پرانېست غونډه کې د عدالت نه‌پلې کېدل او د مظلوم غږ نه‌اورېدل د سقوط عوامل وبلل. یو شمېر هېوادوال بیا د طالبانو په محکمو کې د قضايي بهیر له اوږدېدو شکایت لري.

عبدالحکیم حقاني د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د سترې محکمې په قضايي زده کړو عمومي ریاست کې د هېواد د ټولو اختصاصي محاکمو قضايي غړو ته د ظرفیت لوړونې د جوړ شوي سیمینار په پرانېست غونډه کې د اسلامي او قضايي نظام د استحکام، عدالت پلي کېدو او د تېرو خلافتونو د زوال د لاملونو په تړاو وویل: «د عدالت نه‌پلي کېدل، د مظلوم غږ نه‌اورېدل او د ظالم د ظلم مخه نه‌نيول هغه عوامل دي چې پخواني خلافتونه يې له زوال او سقوط سره مخ کړل.»

نوموړي د محاکمو له ټولو قضايي غړو او ګډونوالو وغوښتل، چې د عدالت په پلي کولو کې پوره هڅه وکړي.

یو شمېر هېوادوال بیا په محکمو کې د قضايي بهیر له اوږدېدو شکایت لري او له اړوندو مسوولینو غواړي، چې قضايي دوسیو ته یې باید په بېړه رسېدنه وشي.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له‌مخې، په دغه قضايي سیمینار کې چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د هېواد د ټولو اختصاصي محاکمو ۸۸ قضايي غړو ګډون کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني دوه داسې کسان دي، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یې د بشري حقونو د نقض په تړاو د نیولو حکمونه صادر شوي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر د ایران له سفیر سره د اقتصاد او کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې وکړې

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۱ GMT+۰
د طالبانو د اقتصاد وزیر د ایران له سفیر سره د اقتصاد او کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې وکړې
100%

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف او په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي د یوې کتنې پر مهال د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او د بشري مرستو د دوام په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دین محمد حنیف په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز د بشري مرستو د دوام په برخو کې د علي رضا بېکدلي هڅې ستایلې دي.

علي رضا بېکدلي په دې کتنه کې په ډاګه کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مخ په پراختیا دي او همداراز یې د دوی اقتصادي پالیسۍ هم وستایلې.

نوموړي په افغانستان کې د انرژۍ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخو کې د ایراني پانګه‌والو د لېوالتیا په اړه هم خبر ورکړ.

له پاکستان سره د طالبانو د سوداګریزو اړیکو له پرېکون او د پاکستان له لوري پر ډيورند کرښه د دروازو له تړل کېدو وروسته د منځنۍ اسیا او ایران استازو له افغانستان سره د سوداګریزو چارو د پراختیا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې ایران د پاکستان په څېر په دې وروستیو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته استولي او دغه بهیر همداراز دوام لري. په ایران کې مېشت افغان کډوال بیا تل د ایراني پولیسو له ناسم چلند څخه شکایت لري.

افغان سوداګر د پاکستان پرځای د ډبرو سکاره ازبکستان ته صادروي او په بدل کې یې سمنټ واردوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۰ GMT+۰
افغان سوداګر د پاکستان پرځای د ډبرو سکاره ازبکستان ته صادروي او په بدل کې یې سمنټ واردوي
100%

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د افغانستان د خصوصي سکټور او ازبکستان ترمنځ نوې هوکړې شوې چې له مخې به بې د افغانستان د ډبرو سکاره د پاکستان پرځای ازبکستان ته صادروي او په بدل کې بې افغانستان ته سیمنټ واردیږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د شوې هوکړې له مخې، به ازبکستان خپل درمل په ټیټه بیه افغانستان، په ځانګړي ډول کابل ته صادر کړي.

طالبانو ویلي، یاده هوکړه پرداسې مهال شوې، چې افغانستان دمګړی د سمینټو له کمښت سره مخ دی او د یاد تړون په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د سیمنټو اړتیاوې پوره شي.

طالبانو پرداسې مهال له ازبکستان سره د نویو سوداګریزو هوکړو خبر ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته اوس یادې ډلې خپله سوداګري له پاکستان نه اړولې او پر ځای یې ایران، هند ازبکستان او نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.