• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د سترې محکمې رييس د عدالت نه‌پلې کېدل او د مظلوم غږ نه‌اورېدل د سقوط عوامل وبلل

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې رييس عبدالحکیم حقاني د هېواد د ټولو اختصاصي محکمو قضايي غړو ته د ظرفیت لوړونې سیمنار په پرانېست غونډه کې د عدالت نه‌پلې کېدل او د مظلوم غږ نه‌اورېدل د سقوط عوامل وبلل. یو شمېر هېوادوال بیا د طالبانو په محکمو کې د قضايي بهیر له اوږدېدو شکایت لري.

عبدالحکیم حقاني د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د سترې محکمې په قضايي زده کړو عمومي ریاست کې د هېواد د ټولو اختصاصي محاکمو قضايي غړو ته د ظرفیت لوړونې د جوړ شوي سیمینار په پرانېست غونډه کې د اسلامي او قضايي نظام د استحکام، عدالت پلي کېدو او د تېرو خلافتونو د زوال د لاملونو په تړاو وویل: «د عدالت نه‌پلي کېدل، د مظلوم غږ نه‌اورېدل او د ظالم د ظلم مخه نه‌نيول هغه عوامل دي چې پخواني خلافتونه يې له زوال او سقوط سره مخ کړل.»

نوموړي د محاکمو له ټولو قضايي غړو او ګډونوالو وغوښتل، چې د عدالت په پلي کولو کې پوره هڅه وکړي.

یو شمېر هېوادوال بیا په محکمو کې د قضايي بهیر له اوږدېدو شکایت لري او له اړوندو مسوولینو غواړي، چې قضايي دوسیو ته یې باید په بېړه رسېدنه وشي.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له‌مخې، په دغه قضايي سیمینار کې چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د هېواد د ټولو اختصاصي محاکمو ۸۸ قضايي غړو ګډون کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني دوه داسې کسان دي، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یې د بشري حقونو د نقض په تړاو د نیولو حکمونه صادر شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اقتصاد وزیر د ایران له سفیر سره د اقتصاد او کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې وکړې

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۱ GMT+۰
د طالبانو د اقتصاد وزیر د ایران له سفیر سره د اقتصاد او کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې وکړې
100%

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف او په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي د یوې کتنې پر مهال د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او د بشري مرستو د دوام په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دین محمد حنیف په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز د بشري مرستو د دوام په برخو کې د علي رضا بېکدلي هڅې ستایلې دي.

علي رضا بېکدلي په دې کتنه کې په ډاګه کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مخ په پراختیا دي او همداراز یې د دوی اقتصادي پالیسۍ هم وستایلې.

نوموړي په افغانستان کې د انرژۍ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخو کې د ایراني پانګه‌والو د لېوالتیا په اړه هم خبر ورکړ.

له پاکستان سره د طالبانو د سوداګریزو اړیکو له پرېکون او د پاکستان له لوري پر ډيورند کرښه د دروازو له تړل کېدو وروسته د منځنۍ اسیا او ایران استازو له افغانستان سره د سوداګریزو چارو د پراختیا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې ایران د پاکستان په څېر په دې وروستیو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته استولي او دغه بهیر همداراز دوام لري. په ایران کې مېشت افغان کډوال بیا تل د ایراني پولیسو له ناسم چلند څخه شکایت لري.

افغان سوداګر د پاکستان پرځای د ډبرو سکاره ازبکستان ته صادروي او په بدل کې یې سمنټ واردوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۰ GMT+۰
افغان سوداګر د پاکستان پرځای د ډبرو سکاره ازبکستان ته صادروي او په بدل کې یې سمنټ واردوي
100%

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د افغانستان د خصوصي سکټور او ازبکستان ترمنځ نوې هوکړې شوې چې له مخې به بې د افغانستان د ډبرو سکاره د پاکستان پرځای ازبکستان ته صادروي او په بدل کې بې افغانستان ته سیمنټ واردیږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د شوې هوکړې له مخې، به ازبکستان خپل درمل په ټیټه بیه افغانستان، په ځانګړي ډول کابل ته صادر کړي.

طالبانو ویلي، یاده هوکړه پرداسې مهال شوې، چې افغانستان دمګړی د سمینټو له کمښت سره مخ دی او د یاد تړون په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د سیمنټو اړتیاوې پوره شي.

طالبانو پرداسې مهال له ازبکستان سره د نویو سوداګریزو هوکړو خبر ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته اوس یادې ډلې خپله سوداګري له پاکستان نه اړولې او پر ځای یې ایران، هند ازبکستان او نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.

طالبانو د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون د ملا عمر په نامه نومولی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۰ GMT+۰
طالبانو د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون د ملا عمر په نامه نومولی
100%

د کندهار پوهنتون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد پوهنتون په تدریسي روغتون کې یې د جراحي څانګه فعاله کړې، خو په خبرپاڼه کې د پوهنتون تدریسي روغتون د «مستشفي عمر» تدریسي روغتون په نوم یاد شوی دی.

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو امریت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په حکم په کندهار کې د «مستشفي عمر» تدریسي روغتون د جراحي څانګه په بشپړه توګه فعاله شوه.

وړاندې دغه روغتون د کندهار پوهنتون د تدریسي روغتون په نوم یادیده، خو طالبانو یې اوس نوم د یادې ډلې د پخواني مشر ملاعمر په نوم بدل کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شو او بیا وروسته د یاد روغتون لپاره نورې څانګې فعالې شوې.

طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد د یو شمېر ادارو، سړکونو او نور ځایونو پخواني نومونه تغیر کړي، چې د خلکو له پراخ غبرګون سره هم مخ شوي دي.

طالبانو د پکتیا په ملي ټلوېزیون کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۰
طالبانو د پکتیا په ملي ټلوېزیون کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه
100%

د پکتیا ملي ټلوېزیون ځینو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ ددغه ولایت امربالمعروف ریاست د پکتیا ملي ټلوېزیون ته امر کړی، چې له دې وروسته په ټلوېزیون کې د ساکښو انځورونه خپاره نه کړي. د ټلویزیون خپرونې اوس یوازې په غږیزه بڼه روانې دي.

د پکتیا په مرکز ګردیز کې ددغه ولایت د ملي ټلوېزیون ځینو کارکوونکو د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د پکتیا ملي ټلوېزیون ټولې خپرونې یوازې په غږیز ډول او د ساکښو له انځورونو پرته خپریږي.

د پکتیا ملي ټلوېزیون کې د نننۍ ورځې راپورونه هم یوازې په غږیزه بڼه خپاره شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز ادعا کړې، چې په پکتیا ولایت کې د واکمنې ادارې د ځایي چارواکو له لوري د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له اعلان وروسته، په پکتیا کې د ملي تلویزیون خپرونې درول شوې او یاده رسنۍ راډیو ته اوښتې ده.

پکتیا ۲۳ ولایت دی، چې یاد بندیز پکې په رسمي ډول اعلان او پلي کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، چې دغه بندیز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ پلي کېږي.

د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د یاد بندیز د پلي کېدو د لړۍ له پیل راهیسې، تر دې دمه پر پکتیا سربېره په ۲۲ نورو ولایتونو کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ او هرات کې هم یاد بندیز په رسمي ډول اعلان او پلي شوی دی.

طالبانو د ارزګان د پخواني امنیه قوماندان جنرال مطیع الله درې زامن بندیان کړي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۰
طالبانو د ارزګان د پخواني امنیه قوماندان جنرال مطیع الله درې زامن بندیان کړي
100%

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ارزګان د پخواني امنیه قوماندان جنرال مطیع الله خپلوان وايي، چې طالبانو د نوموړي پر کور چاپه وهلې او د هغه دري زامن يې نیولي او بندیان کړي دي.

د جنرال مطیع الله خپلوانو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په ارزګان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یاد ولایت د پخواني امنیه قوماندان جنرال مطیع الله درې زامن له تېرو دوو ورځو راهیسې بندیان کړي دي.

سرچینه وايي، طالبانو د جنرال مطیع الله پر کور له چاپې وهلو وروسته د وحیدالله، وارث او نوید په نوم د هغه درې زامن نیولي دي.

د جنرال مطیع الله د خپلوانو په وینا، طالبان له نیول شویو کسانو څخه د وسلو او مرمیو غوښتنه کوي.

د جنرال مطیع الله د خپلوانو د معلوماتو له مخې، یاد درې کسان وروسته له هغه بندیان شوي، چې د دوی په پخواني کور کې چې اوس یې په کرایه ورکړی دی، د پلټنې پرمهال مرمۍ پیدا شوې.

سرچینه وايي:«طالبانو څو ورځې مخکې د جنرال مطیع الله هغه کور چې بل کس ته یې په کرایه ورکړی و، تلاشي کړ، ځینې مرمۍ یې پیدا کړې، بیا يې د جنرال مطیع الله مشر زوی قوماندانۍ ته وغوښتی، هغه ورته ویلي و، چې دا کور کې خو کرایه نشین دی او دا مرمۍ موږ پسې اړه نه لري. طالبانو هغه ماښام ته بېرته خوشې کړ.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو یوه ورځ وروسته د جنرال مطیع الله د زامنو پر کور چاپه ووهله، خو هلته یې له څه نه موندلو وروسته د مطیع الله درې زامن له ځان سره یووړل او بندیان یې کړل.

سرچینه وايي، یو شمیر قومي مشران د یادو کسانو د راخوشي کولو په موخه طالبانو ته د ضمانت ورکولو لپاره چمتو دي، خو طالبان وايي، چې یاد کسان د وسلو او مرمیو له زیرمو ښودلو وروسته خوشې کوي.

په ارزګان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ منلې چې په یو کور کې یې د مرمیو د پیدا کېدو په تړاو درې کسان نیولي او د یو شمېر نورو کسانو د نیولو په لټه کې دي.

جنرال مطیع الله د تېر جمهوري نظام پرمهال د ارزګان امنیه قوماندان و او د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې په کابل کې په یوځانمرګي برید کې ووژل شو.