• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي قاضي د اېف‌بي‌ای د پخواني مشر او د نیویارک د لویې څارنوالې پر ضد قضيې لغوه کړې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۳ GMT+۰

د امریکا یوه فدرالي قاضي د دوشنبې په ورځ هغه جنايي دوسیې لغوه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اېف‌بي‌ای د مشر جېمز کامي او د نيويارک د لویې څارنوالې ليټيشيا جېمز پر ضد ثبت کړې وې.

قاضي حکم کړی، چې د دغو قضیو د څارنې لپاره ټاکل شوې ځانګړې څارنواله لينډسي هاليګن په ناقانونه ډول ګومارل شوې وه.

دې پرېکړې هغه تورونه له منځه يووړل چې ټرمپ یې په علني ډول غوښتنه کړې وه او د عدليې وزارت یې تر فشار لاندې راوستی و، څو د هغه پر منتقدانو او هغو کسانو قانوني اقدام وکړي، چې د هغه د کړنو په اړه یې پلټنې کړې وې.

لينډسي هاليګن چې د ټرمپ پخوانۍ شخصي وکيله وه، د سپټمبر په میاشت کې د ويرجنيا ختيځې سيمې لپاره د امریکا د موقتي فدرالي څارنوالې په توګه وټاکل شوه، سره له دې چې د څارنوالۍ تجربه یې نه لرله. هغې یوازې د څو اوونیو په ترڅ کې د کامي او جېمز پر ضد تورونه ثبت کړل، په داسې حال کې چې نور مسلکي څارنوالان يې له همکارۍ انکار کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې کامي او جېمز دواړه د ټرمپ اوږدمهاله مخالفین و. کامي د اېف‌بي‌ای مشر په توګه د ټرمپ د ۲۰۱۶ د ټاکنیز کمپاین او روسیې ترمنځ د اړیکو پلټنه کړې وه او وروسته یې ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره نامناسب بللی و.

جېمز چې ټاکل شوې ډیموکراته ده، د ټرمپ او د هغه د کورنۍ شرکت پر ضد د مالي درغلۍ په قضیه کې بریالۍ شوې وه.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ د بېجینګ د سفر لپاره د چین بلنه ومنله

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰
ډونالډ ټرمپ د بېجینګ د سفر لپاره د چین بلنه ومنله
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې د بېجینګ د سفر لپاره یې د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ بلنه منلې ده او هغه ته یې هم امریکا ته د سفر رسمي بلنه ورکړې ده.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) پر «ټروث سوشال» لیکلي، چې د چین له ولسمشر سره یې د اوکراین د جګړې، له روسیې سره د اړیکو، د فینټانیل د ناورین او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ په ګډون یې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه «ښې خبرې» کړې دي.

ټرمپ وویل، چې په دې ټلیفوني خبرو کې د امریکایي کروندګرو لپاره مهمه هوکړه وشوه او ژمنه یې وکړه، چې دا به «لا هم ښه» شي.

نوموړي ټینګار وکړ: «د امریکا او چین اړیکې ډېرې پیاوړې دي.» د ټرمپ په وینا، دا اړیکه د درې اوونۍ وړاندې په سوېلي کوریا کې د دواړو مشرانو د حضوري لیدنې دوام دی. نوموړي هغه لیدنه «ډېره بریالۍ» وبلله او زیاته یې کړه، چې له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو د ژمنو په پلي کولو کې «ستر پرمختګونه» شوي دي.

ټرمپ وویل، چې واشنګټن او بېجینګ پر دې موافق دي چې «دوامداره اړیکې» ډېر اهمیت لري او نوموړی د دغو خبرو د دوام لېوالتیا لري.

د چین دولتي خبري اژانس هم لیکلي، چې په دې خبرو کې شي جین‌پینګ یو ځل بیا ټینګار کړی چې بېجینګ د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي، چې د اوکراین جګړه پای ته رسوي او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې خپل اختلافات راکم کړي.

انتونیو ګوترېش: د اروپايي او افریقايي ټولنو ترمنځ همکاري نړۍ د سولې پر لور بیايي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۰
انتونیو ګوترېش: د اروپايي او افریقايي ټولنو ترمنځ همکاري نړۍ د سولې پر لور بیايي
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په انګولا کې د افریقایي او اروپايي ټولنو د همکارۍ اوومې کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، نړۍ د ټېکنالوژۍ د چټک پرمختګ، اقلیمي ناورین او نابرابرۍ له سترې ننګونې سره مخ ده.

هغه زیاته کړه، اوسمهال نړۍ د څو قطبي کېدو پر لور روانه ده او نړۍوال ځواک پکې د بدلون په حال کې دی.

ګوترېش ټینګار وکړ، چې د دوامدار پرمختګ لپاره نړۍوال مالي سیسټم باید اصلاح شي او افریقایي هېوادونو ته د پرېکړو په پروسو کې پراخه ونډه ورکړل شي. نوموړي د اقلیم په برخه کې وویل، چې د افریقا سرچینې باید په ارزښتمنه توګه وکارول شي او نړۍواله همکاري اړینه ده څو د پاکې انرژۍ پراختیا یقیني شي.

ګوترېش د سولې او امنیت په اړه د اوکراین او غزې جګړې یادونه وکړه او ویې ویل، چې د روسیې د برید له امله په اوکراین کې ملکي وګړو ته سخت زیان اوښتی او د نړۍ پر اقتصاد یې منفي اغېز کړی دی. هغه همداراز د غزې د جګړې په تړاو وویل، چې د غزې مړینې او ویجاړۍ به د انسانیت د ناکامۍ په توګه تل په یاد پاتې شي.

ګوترېش د اروپايي ټولنې د تېرې لسیزې همکاري وستایله. هغه ټینګار وکړ، چې د افريقايي ټولنې په مشرۍ د سولې عملیاتو لپاره ثابته بودیجه او د افریقا دایمي څوکۍ د نړۍوالې ټولنې د سولې د ټینګښت لپاره اړینې دي.

هغه په پای کې وویل، چې د افریقایي او اروپایي ټولنو ترمنځ همکاري کولی شي نړۍ ته ثبات، برابري او سوله راولي او د هیلو او یووالي یوه نوې دوره جوړه کړي.

ملګري ملتونه: تر ۲۰۳۰ کال پورې به ۷ میلیونه ماشومان د ملاریا له واکسین څخه برخمن شي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰
ملګري ملتونه: تر ۲۰۳۰ کال پورې به ۷ میلیونه ماشومان د ملاریا له واکسین څخه برخمن شي
100%

ملګري ملتونه وايي، د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) او د واکسین د نړۍوالې ادارې (ګاوي) ترمنځ د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) د یوه هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره د ملاریا واکسین بیه راټیټه شوه. د دې هوکړې له‌مخې به د واکسین بیه په یوه کال کې له څلورو ډالرو ۲،۹۹ ډالرو ته راښکته شي.

ملګري ملتونه وايي، د دغې هوکړې پر بنسټ به تر ۲۰۳۰ کال پورې څه باندې ۷ میلیونه ماشومان د ملاریا له واکسین څخه برخمن شي او همداراز به د دغې ادارې په بودیجه کې شاوخوا ۹۰ میلیونه ډالره سپما هم وشي.

ملاریا لا هم د نړۍ له خطرناکو ساري ناروغیو څخه ده. یوازې په ۲۰۲۳ کال کې د دغې ناروغۍ له امله شاوخوا ۵۹۷ زره کسان مړه شوي او د مړینې ډېرې پېښې هم په افریقايي هېوادونو کې رامنځته شوې دي.

تر دې مخکې، د ګاوي په ملاتړ د پروګرامونو له لارې ۴۰ میلیونه ډوزه واکسین ویشل شوي او همداراز ۲۴ افریقايي هېوادونو ملاریا واکسین د عادي واکسیناسیون یوه برخه ګرځولې ده.

سره له دې چې د ملاریا د ناروغۍ کچه په افریقايي هېوادونو کې لوړه ده، خو د روغتیا نړۍوال سازمان د اګسټ میاشتې په راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې هم د ملاریا ناروغۍ په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د سوډان د ار‌اېس‌اېف وسله‌والو مشر درې میاشتنی اوربند اعلان کړ

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰
د سوډان د ار‌اېس‌اېف وسله‌والو مشر درې میاشتنی اوربند اعلان کړ
100%

د سوډان د چټک ملاتړ وسله‌والو ځواکونو (ار‌اېس‌اېف) مشر د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو په غبرګون کې به د ده وسله‌وال سمدستي د درې میاشتو لپاره بشري اوربند وکړي. دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې جګړې دغه هېواد لوږې او قحطۍ ته ټېل وهلی دی.

د امریکا، متحده عربي اماراتو، مصر او سعودي عربستان هغه هېوادونه چې د "کواډ" په نوم پېژندل کېږي، روانه میاشت یې د درېیو میاشتو اوربند او د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی.

ار‌اېس‌اېف وویل، چې دغه وړاندیز مني، خو لږ وروسته یې د پوځ پر سیمو د ډرون بریدونه پیل کړل.

د دوشنبې د ورځې اعلان یو اړخيز اوربند ښکاري. دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د سوډان د پوځ مشر د "کواډ" وړاندیز رد کړ او متحده عربي امارات یې پر دې تورن کړل، چې ګواکې ار‌اېس‌اېف ته وسلې ورکوي. امارات دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د جګړې د ختمولو لپاره کار کوي.

امریکا او اوکراین د سولې پر پلان د خپلمنځي اختلاف کمولو هوکړه کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰
امریکا او اوکراین د سولې پر پلان د خپلمنځي اختلاف کمولو هوکړه کړې
100%

د امريکا او اوکراين چارواکو د دوشنبې په ورځ هڅه وکړه چې د جګړې ختمولو پر پلان د دواړو لوریو تر منځ موجود اختلافات راکم کړي. واشنګټن او کییف په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی د یکشنبې د ورځي د جنیوا له مذاکراتو وروسته د سولې پلان یوه ایډیټ شوې مسوده نهايي کړې ده.

که څه هم د خبرو جزئیات نه دي افشا شوي، خو دغو خبرو ته د اوکراین ځینو متحدینو په احتیاط هرکلی ویلی.

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې اوکرایني پلاوی به د دوشنبې په ورځ بېرته هېواد ته ستانه شي.

امریکا تېره اونۍ په ناڅاپي ډول کییف او اروپايي هېوادونه د خپلې ۲۸ مادیزې سولې طرحې سره مخ کړل او اوکراین ته یې د پنجشنبې تر ورځې وخته ورکړ چې د جګړې د ختمېدو لپاره چوکاټ ومني.

د دې طرحې له مخې به اوکراین اړ وځي چې نوره خاوره هم له لاسه ور کړي، خپل پوځ محدود کړي او هېڅکله د ناټو د غړیتوب هڅه ونه کړي، خو اوکراین دا د تسلیمۍ په معنا بللي.

مسکو، چې د امریکا لومړنۍ طرحه یې د سولې د احتمالي بنسټ په توګه ستایلې وه، د اروپا طرحه رد کړې.