• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سمیع سادات: د واشنګټن پېښه د افغانانو د ارادې استازیتوب نه کوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۰

د متحدې جبهې مشرجنرال سمیع سادات په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې «موږ ټول د ترهګرۍ قربانیان یو، دا پېښه د افغانانو د هیلو او ارادې استازیتوب نه کوي».

سادات پر ایکس په یوه پیغام کې لیکلي: «موږ ټول د ترهګرۍ قربانیان یو. زه دا بزدلانه برید په کلکه غندم او د دواړو ټپي شویو سرتېرو د ژر رغېدو هیله کوم.»

نوموړي زیاته کړې چې د راپورونو له مخې بریدکوونکی افغان وګړی بلل کېږي، او دوی د هغه د اړیکو او موخو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

هغه ویلي چې دوی به د امریکا له قانون پلي کوونکو ادارو سره په بشپړ ډول همکاري وکړي څو د پېښې په اړه هر اړخیز معلومات راټول شي.

د متحدې جبهې مشر ټینګار کړی چې د یوه فرد عمل د ټول ملت استازیتوب نه شي کولای: «دا کار د افغانانو د ارادې خلاف دی، موږ پخپله د ترهګرۍ قربانیان یو او نه غواړو چې د داسې کړنو له امله زموږ په اړه غلط انځور جوړ شي.»

تر اوسه د برید د انګېزو او احتمالي اړیکو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې د سرپل ـ فاریاب سړک د رغونې چارې پیل شوې

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۰
طالبان وايي چې د سرپل ـ فاریاب  سړک د رغونې چارې پیل شوې
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، چې په سرپل ولایت کې یې د افغانستان د حلقوي سړک د لومړي لاټ ۳۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې پیل کړې. د یاد ۳۰ کیلومتره سړک جوړولو پروژه باندې یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې یاده پروژه د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه ده چې اقتصادي او ټولنیز ارزښت ته په کتو یې د سرپل ـ فاریاب ۳۰ کیلومتره سړک لومړي لاټ رغینزي چارې شوې.

طالبانو ویلي، چې دغه پروژه به د ۳۲ میاشتو په موده کې بشپړه شي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت زیاته کړې، چې د پروژې په بشپړېدو سره به د فاریاب او سرپل ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د انتقال ستونزې هوارې شي.

جغرافیا او تبلیغات؛ د ایکس (X) نوې ځانګړنې د خلکو اصلي ځایونه رابرسېره کړل

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۰
•
مصور زادفر
جغرافیا او تبلیغات؛ د ایکس (X) نوې ځانګړنې د خلکو اصلي ځایونه رابرسېره کړل
100%

ټولنیزې شبکې ایکس تازه داسې نوې ځانګړنه فعاله کړې ده چې د کاروونکو موقعیت ښيي. دا ځانګړنه خلکو ته د واکمنو د پټو فعالیتونو او هغو لګښتونو رازونه بربنډوي چې دوی یې په تبلیغاتي جګړو لګوي.

افغانستان انټرنشنل د یو شمېر سیاسي څېرو د طالبانو د چارواکو، د هغوی د پلویانو او د پخواني حکومت د لوړپوړو چارواکوپاڼې کتلې دي، چې له دې نوې ځانګړنې سره تازه معلومات د هغوی د اوسېدو ځایونه څرګندوي.

دا ځانګړتیا هغه کاروونکي رسوا کوي چې ځانونه په افغانستان یا بل هېواد کې ښيي، او داسې فعالیتونه کوي چې د همغه هېواد اړوند محتوا خپروي، خو د دوی حساب بل ځای ښيي.

زموږ څېړنې ښيي چې د اروپا له ځینو هېوادونو لکه برېتانیا، فرانسې، هالنډ او نورو څخه ګڼ شمېر پاڼې د طالبانو په ګټه منظم تبلیغ کوي.

د ذبیح‌الله مجاهد حساب د امریکا له خاورې اداره کېږي

نوی فیوچر ښيي چې د طالبانو د مشر ویاند ذبیح‌الله مجاهد حساب چې له یو میلیون زیات تعقیبوونکي لري د امریکا له متحده ایالاتو اداره کېږي.

دا حساب له ۲۰۱۷ کال راهیسې فعال دی.

100%

تر اوسه د مجاهد د امریکا سفر کوم راپور نشته خوښايي دوه حالتونه وي: یا به په امریکا کې څوک د هغه حساب چلوي، یا به هغه وروستیو کې له امریکا نه خپل ته حساب ننوتی وي.دا امکان هم شته چې نوموړی VPN کاروي.

هېبت‌الله اخوندزاده ته منسوب ویاند آیفون کارويهغه موبایل چې د نړۍ یو له تر ټولو پرمختللو او ګران بیو وسایلو څخه دی. طالبان عموماً د لوېدیځ له ټکنالوژۍ او تجمل څخه ځان لرې ښکاره کوي خو آیفون د لوېدیځ د تجمل سمبول ګڼل کېږي.

د ملا برادر ددفتر اکاونټ له برېټانیا مدیریت کېږي

100%

د نوې ځانګړتیا له مخې د ملا عبدالغني برادر دفتر رسمي حساب د انګلستان له خاورې اداره کېږي په داسې حال کې چې د هغه دفتر د لندن کوم سفر نه دی اعلان کړی.

په مسکو کې د طالبانو سفارت پاڼه له اتریش اداره کیږي

همدا راز د طالبانو د سفارت حساب چې د مسکو په نوم فعال دی، د اتریش له خاورې اداره کېږي، او د اپل اپ‌سټور له لارې د امریکا په نوم ثبت دی.

د احمدالله وثیق حساب هم د امریکا له خاورې ښکاري.

د طالبانو د المرصاد ځای منځنۍ اسیا ښيي او د اپل سټور له لارې په شمالي امریکا کې ثبت دی.

د طالبانو د تبلیغ کوونکو نښې اروپا کې

زموږ څېړنې ښيي چې ګڼ شمېر طالب پالي حسابونه د اروپا له هېوادونو فعال دي.

د «عبدالسلام مجاهد» په نوم کاروونکی چې د ملا یعقوب انځور یې پروفایل کې دی په فرانسه کې فعال ښودل کېږي دا حساب پنځه ځله نوم بدل کړی.

د حافظ انس حقاني ویناوي حساب د فرانسې له خاورې ښودل کېږي او د انس حقاني خبرې او عکسونه خپروي.

د اسلامي امارت په نوم حساب په اروپا کې فعال دی او د طالبانو محتوا خپروي.

لسګونه نور حسابونه هم په اروپا او عربي هېوادونو کې فعال دي چې هره ورځ د طالبانو د ستاینې لپاره زرګونه لیدنې اخلي.

100%

د نوې ځانګړتیا له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند عبدالقهار بلخي حساب د هند له خاورې فعال دی.

نوموړی د نومبر په لومړیو کې د پاکستان سره د خبرو اترو لپاره په استانبول کې و خو وروسته یې موقعیت هند او بیا افغانستان و.

دا موضوع ځکه مهمه شوې چې پاکستان ادعا کوي طالبان له هند سره ګډ کار کوي څو د پاکستان ضد وسله‌والې ډلې پیاوړې کړي.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو او هند اړیکې بې‌ساري تودې شوې دي.

د پخواني حکومت د چارواکو حسابونه

افغانستان انټرنشنل د پخواني حکومت د چارواکو پاڼې هم لیدلې دي.

د اشرف غني حساب د هالنډ له ځایه ښودل کېده خو څو ساعته وروسته برېتانیا ته واوښته سره له دې چې هغه په اماراتو کې اوسیږي.

د اپل اپ‌سټور له مخې د هغه حساب د برېټانیا له خاورې وصل دی.

100%

د عبدالله عبدالله حساب هم برېټانیا ښودل کېږي سره له دې چې نوموړی په کابل کې دی او نوي‌ډیلي ته تګ راتګ لري.

100%

د حنیف اتمر حساب د جرمني له ځایه ښودل شوی.

د احمد مسعود او امرالله صالح حسابونه د منځنۍ آسیا د یوه هېواد له خاورې فعال ښکاري چې احتمالاً تاجیکستان دی.

100%

د خطا امکان

د نوې ځانګړتیا په لومړیو ساعتونو کې ځینو کاروونکو د موقعیت دقت تر پوښتنې لاندې کړ.

ایکس خبرداری ورکړی چې دا معلومات کېدای شي د VPN سفر یا لنډمهاله اقامت له امله بدل ښکاره شي.

سره له دې چې د ایکس د محصول مشر نیکیتا بیر ویلي: دا معلومات ۹۹ سلنه دقیق دي

ایکس دا ځانګړتیا د شفافیت د زیاتوالي لپاره فعاله کړې ده او غواړي هغه کسان وپېژني چې د جعلي هویتونو په کارولو سیاسي اهداف پر مخ وړي.

په امریکا کې هم ډېر حسابونه چې ځانونه امریکا کې ښيي په حقیقت کې د هند تایلنډ او بنګله‌دیش خاورېکې فعال وو.

دا مفکوره له ۲۰۱۸ راهیسې موجوده وه خو د پخوانیو کارکوونکو په وینا څو ځله رد شوې وه.

تر دې وړاندې کاروونکي خپل موقعیت پخپله ټاکلای شو.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایکس د کاروونکو د موقعیت معلومولو لپاره کوم معلومات کاروي.

ریچارډ بېنېټ: د یوه کس له امله ټولو افغانانو ته سزا ورکول ناانصافي ده

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰
ریچارډ بېنېټ: د یوه کس له امله ټولو افغانانو ته سزا ورکول ناانصافي ده
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د واشنګټن پېښې ته په غبرګون کې ویلي چې مجرم باید قانوني ځواب‌ ویونکی وي، خو د یوه کس له امله ټولو افغانانو ته سزا ور کول نا‌انصافي او له منطق لرې کار دی.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «زه له شاون وان ډایور سره همنظره یم چې باید مجرم مسوول وګڼل شي، خو ټوله افغان ټولنه باید د یو فرد د کړنو لپاره مجازات نشي. دا به ډیره غیر عادلانه او په بشپړه توګه بې معنا وي.»

بېنټ په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې احساساتي چلند باید کنټرول شي او پرېکړې عادلانه وي.

شاون وان‌ ډایور، چې د «افغان ایواک» ډلې بنسټګر او د افغان کډوالو بیا مېشتېدو په برخه کې کار کوي، هم ورته غبرګون ښودلی دی.

هغه وایي چې د یوه ناسم او بې‌مسوولیته کس عمل باید د ټول افغان ملت د بدنامېدو سبب نه شي. هغه له رسنیو او سیاست‌والو غوښتي چې د یوه کس کړنې د ټولې ټولنې د قضاوت معیار و نه ګرځوي.

دا پېښه هغه مهال وشوه چې یوه ۲۹کلن افغان، رحمان الله لکڼوال چې په ۲۰۲۱کال کې امریکا ته لېږدول شوی و، سپینې ماڼۍ ته نږدې سیمه کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو ډزې وکړې او هغوی یې سخت ټپیان کړل.

له دې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ امر وکړ چې د هغو ټولو افغانانو د کډوالۍ دوسیې بیا وڅېړل شي چې د جو بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته راغلي دي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې هم اعلان کړی چې د افغانانو د کډوالۍ ټول غوښتنلیکونه تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوي دي.

متقي او د ناروې شارژدافیر د پاکستان او طالبانو پر ناندریو او د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۰
متقي او د ناروې شارژدافیر د پاکستان او طالبانو پر ناندریو او د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پیر البرټ الساس سره کتلي او د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو ترڅنګ یې له پاکستان سره د ناندریو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله ویل شوي،‌ چې طالبان د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په اساس د ښو اړیکو غوښتنه او هیله لري.

متقي پاکستان ته په اشاره ویلي، چې د زور او بې ثباتۍ پر ځای د خبرو اترو انتخاب ته لومړیتوب ورکوي.

پر همدغه مهال د ناروې شارژدافیر پیر البرټ الساس په کونړ، خوست او پکتیکا په ولایتونو کې په هوايي بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو په نښه کول غندلي او خواشیني یې ښودلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» له سر پرستې سره په لېدنه کې د پاکستان په بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما د دریځ ستاینه کړې وه.

مولوي کبیر د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذکراتو کې د ترکیې له هڅو مننه کړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۰
مولوي کبیر د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذکراتو کې د ترکیې له هڅو مننه کړې
100%

د‌ طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره د هغه د دندې پای ته رسېدو په تړاو د مخه‌ښې ناسته کړې. مولوي کبیر دې ناسته کې له ترکیې مننه کړې، چې د دوی د ډلې او پاکستان ترمنځ یې په مذاکراتو کې منځګړتوب کړی.

پنج‌شنبه د (لېندۍ ۶مه) د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر په ترکیه کې له افغان کډوالو سره د کېدونکي ښه چلند ستاینه کړې او د ویزو په برخه کې یې هم اسانتیاوې رامنځته کړې دي. جنګ اونال په دغه ناسته کې وویل، چې ترکیه په افغانستان کې د روغتیایي مرستو، اقتصادي ودې او په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته ژمنتیا لري.

د طالبانو خبرپاڼه کې د ترکیې د سفیر له قوله راغلي، چې «ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګڼو نړۍوالو ناستو کې نړۍوال له طالبانو سره مثبت تعامل ته هڅولي دي». ترکیه او طالبان دواړه ډېپلوماټیک تعامل لري؛ خو لا هم یاد هېواد پر کابل واکمن په رسمیت نه پېژني.

دغه لیدنې په داسې حال کې دي‌، چې په دې وروستیو کې طالبان له خپل پخواني دوست او ګاونډي پاکستان سره په سخت سیاسي کړکېچ کې ښکېل دي او ترکیې یې د منځګړتوب هڅې هم کړې دي. تېره میاشت د ترکیې او قطر پر منځګړیتوب د پاکستاني او طالب پلاوي ترمنځ د مسایلو د حل لپاره مذاکرات وشول؛ خو بې‌پایلې پای ته ورسېدل.

طالبانو په وار، وار له ترکیې او قطر نه مننه کړې، چې د دغه مذکراتو لپاره یې ورته لاره هواره کړې وه.