• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د ونزویلا د هوايي حریم د تړلو پرېکړه غندلې او دا یې د امریکا خپل‌سري اقدام بللی دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر له‌خوا د ونزویلا د هوايي حریم د تړل کېدو اعلان د نړۍوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی، چې دا پرېکړه د نړۍوالې هوانوردۍ د امنیت او خونديتوب لپاره بې‌ساری ګواښ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا دا کړنه د دې هېواد له‌خوا د ونزویلا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د تحریک کوونکو او غېرقانوني کړنو په دوام کې اخیستل شوی او «خپل‌سری او غېرمسوولانه اقدام» دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې د امریکا دا اقدام به د قانون د حاکمیت، نړۍوالې سولې او امنیت لپاره خطرناکې پایلې ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په ونزویلا کې د احتمالي خطرناک وضعیت له امله شپږو نړۍوالو هوايي شرکتونو خپلې الوتنې د ونزویلا پر لور ځنډولي دي. د امریکا فدرالي هوايي چلند ادارې تېره ورځ هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی و، چې د ونزویلا په هوایي حریم کې احتمالي ګواښ شته.

تر دې وړاندې، د ونزویلا د هوايي شرکتونو ټولنې اعلان کړی و چې یادو شپږو شرکتونو چې د کولمبیا، پرتګال او هسپانیا شرکتونه هم پکې شامل دي د امریکا د پوځي فعالیتونو د زیاتوالي د خبرداري وروسته خپلې الوتنې ځنډولې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ټولنیزو شبکو کې ویلي، چې د ونزویلا هوایي حریم او شاوخوا سیمې باید د نشه‌یي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره تړل شوي وګڼل شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

نیویارک پوسټ: په امریکا کې شاوخوا ۷زره افغان کډوال د «احتمالي ګواښ» په توګه پېژندل شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۰
نیویارک پوسټ: په امریکا کې شاوخوا ۷زره افغان کډوال د «احتمالي ګواښ» په توګه پېژندل شوي
100%

نیویارک پوسټ د امریکا د کورني امنیت وزارت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۶۸۶۸ افغان کډوال امریکا ته له ننوتلو وروسته د احتمالي «امنیتي ګواښ» د نښو لرونکو په توګه پېژندل شوي. له دې شمېر څخه تر ۵زره زیات کسان د «ملي‌ امنیت» له پلوه شکمن پېژندل شوي دي.

نیویارک پوسټ د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) د امریکا د کورني امنیت وزارت معلوماتو ته د لارسي له مخې لیکلي، چې د یاد شمېر کسانو څخه ۹۵۶ یې «د عامه امنیت» مسایلو اړوند په نښه شوي او شاوخوا ۹۰۰ نور د احتمالي «درغلۍ» له امله تر پلټنو لاندې دي.

که څه هم د امریکا ځینې ادارې توانېدلي، چې د دې افغان کډوالو ډېری قضیې حل او فصل کړي؛ خو د روان کال د سپټمبر تر میاشتې پورې ۸۸۵ افغان کډوال لا هم د «احتمالي ګواښ» په توګه پاتې دي.

دا معلومات یوازې څو ورځې وروسته له هغه په ډاګه کېږي، چې یو افغان کډوال په واشنګټن کې د ملي‌ ګارډ پر دوو سرتېرو د برید له امله تورن شوی.

د جمهوري‌ غوښتونکي ګوند سناتور چک ګرسلي چې د کورني امنیت وزارت معلومات یې ترلاسه کړي، نیویارک‌ پوسټ ته ویلي: «ما دوه کاله کېږي چې د متحدینو ښه راغلاست پروګرام د امنیتي شالید د کمزورو معیارونو په اړه خبرداری ورکاوه؛ خو زه د بایډن حکومت او په ګانګرس کې د ګڼو استازو له سخت غبرګون سره مخ شوی یم.»

هغه زیاته کړې: «له بده مرغه په واشنګټن کې د تېرې اوونۍ غمجنې پېښې زما اندېښنې نورې هم تاییدوي. زه د ټرمپ ادارې د هغو هڅو ستاینه کوم چې د نظم بېرته راوستلو او له افغانستان څخه د ویجاړونکي وتلو پرمهال د بایډن ادارې شويو تېروتنو ته رسېدنه کوي.»

د کورني امنیت وزارت د مفتش یو بل راپور څرګندوي، چې دغه وزارت د احتمالي امنیتي ګواښونو د ارزوونې او رسېدنې لپاره «بې پروا او بې‌ انسجامه چلند» کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو او د افغانستان له سقوط راهیسې امریکا تر اوسه پورې د سیمه ییزو همکارانو په ګډون له ۱۸۳ زره څخه ډېر افغان کډوال انتقال کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت عمومي مفتش په جون میاشت کې راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۳ کال د مې تر میاشتې پورې د ترهګرۍ د څارنې په نوملړ کې ۵۵ کسان امریکا ته د ننوتلو بندر ته رسېدلي دي؛ ځینې یې د اېستلو د بهیر پر مهال دې نوملړ ته ورزیات شوي‌ وو.

د عدلیې وزارت مفتش ویلي: «د افغانانو د بېړنۍ اېستلو اړتیا د افرادو د شالید ثبت عادي پروسه کمزورې کړې او دې کار د بد نیت لرونکو کسانو لپاره د انتقال له بهیر څخه د ناوړه ګټې اخیستنې خطر زیات کړی.»

په امریکا کې یو افغان کډوال د «ترهګریز ګواښ» په تور نیول شوی دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۹ GMT+۰
په امریکا کې یو افغان کډوال د «ترهګریز ګواښ» په تور نیول شوی دی
100%

د امریکا د کورني امنیت وزارت یو افغان کډوال د «ترهګریزو ګواښونو» په تور نیولی دی. د فاکس نیوز د خبر له مخې، محمد داوود الکوزی په دې تورن دی چې د ټکساس په فورټ ورث سیمه کې یې د یوې موخې لپاره د بم جوړولو لپاره په ټیک ټاک کې خپله ویډیو خپره کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) ویلي، چې الکوزی د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر په اوومه نېټه د بایډن ادارې د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و.

الکوزی د سې شنبې په ورځ له هغه وروسته د ټکساس د عامه خوندیتوب وزارت او د ګډې ترهګرۍ ضد ډلې له خوا ونیول شو، چې تر دې یوه ورځ وړاندې یو افغان شکمن په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ.

محمد داوود الکوزی دا مهال د ټکساس ایالت په فورټ ورث ښار کې د تارانټ د اصلاح او روزنې په مرکز کې ساتل کېږي.

فنلنډ به تر یوې میاشتې په کابل، اسلام‌اباد او ینګون کې خپلې سفارتخونې بندې کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۰
فنلنډ به تر یوې میاشتې په کابل، اسلام‌اباد او ینګون کې خپلې سفارتخونې بندې کړي
100%

د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د ۲۰۲۶ کال په پیل سره به په افغانستان، پاکستان او میانمار کې خپلې سفارتخونې وتړي. دغه وزارت ویلي، دغه سفارتخونې د عملیاتي او ستراتیژیکو لاملونو له‌مخې تړل کېږي.

د فنلنډ دغه پرېکړه په افغانستان، پاکستان او میانمار کې له سیاسي وضعیت او همداراز له فنلنډ سره د دوی له محدودو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو سره تړاو لري.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، دغه وزارت د ۲۰۲۶ کال په ترڅ کې په هغو ځایونو کې د سوداګریزو دفترونو پرانېستلو ته چمتووالی نیسي، چې په‌خوا په‌کې د «بزنس فنلنډ» دفترونه موجود و.

اعلامیه کاږي، دغه وزارت په منظم ډول دا هم ارزوي چې د فنلنډ د بهرنۍ استازولۍ د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو د پوره کولو جوګه دي او که څنګه.

د اعلامیې له‌مخې، د ارزونو له پایلو سره سم به دغه هېواد د نورو بهرنیو دفترونو د تړلو او پرانېستلو پرېکړه هم وکړي او په وینا یې، موخه دا ده، چې سرچینې هغو هېوادونو او سیمو ته متمرکزې شي چې فنلنډ ته ستراتيژیک اهمیت لري.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې الینا والټونین ویلي: «موږ به د فنلنډ د بهرنیو استازولیو شبکې ته په منظم ډول داسې وده ورکړو چې د راتلونکو ننګونو د حلولو وړتیا ولري. زموږ د فعالیتونو چاپېریال په چټکۍ سره بدلېږي. هغه بدلونونه چې ترسره کېږي له موږ سره به مرسته وکړي څو یو پیاوړی او سیال‌وړ فنلنډ جوړ کړو او له خپلو لومړیتوبونو سره سم د هېواد بهرنۍ اړیکې اداره کړو.»

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې د فنلنډ په ګډون ټولو لوېدیځوالو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل او ځينې یې په قطر کې د افغانستان په تړاو په خپلو سفارتخونو کې کار کوي.

طالبان: د ډنمارک د سرې میاشتې مرستندویه ادارې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۳ GMT+۰
طالبان: د ډنمارک د سرې میاشتې مرستندویه ادارې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه
100%

د طالبانو تر واک لاندې د سرې میاشتې ادارې ویلي، چې د ډنمارک د سرې میاشتې مشرې جوهانا له شهاب‌الدین دلاور سره په ناسته کې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې ده. په دې لیدنه کې له افغانانو سره د بشري مرستو پر کیفیت او اغېزمنتیا هم ټینګار شوی.

د طالبانو یادې ادارې د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې مېرمن جوهانا او ورسره پلاوي د افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو د زیاتېدو ژمنې کړي.

د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهاب‌الدین دلاور د خلکو د ژوند ښه کېدو په برخه کې د مرستو هر کلی کړی.

طالبانو په خبرپاڼه کې د جوهانا له قوله لیکلي: «زموږ اداره د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده او غواړي چې د افغانستان د سرې میاشتې له لارې افغانانو ته لا زیاتې مرستې او خدمات ورسوي.»

د امریکا د کلفرونیا ایالت په یو سوداګریز مرکز کې ډزې شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۰
د امریکا د کلفرونیا ایالت په یو سوداګریز مرکز کې ډزې شوي
100%

د امریکا پولیسو ویلي چې د جمعې په ورځ د کلفرونیا ایالت د سن‌خوزه ښار په یوه سوداګریز مرکز کې ډزې شوې دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي. اسویشیټېډ اژانس یو راپور کې لیکلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د لګېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د بریدګر هویت نه دی په ډاګه شوی. د سن‌خوزه ښار پولیسو زیاته کړې چې یاد سوداګریز مرکز یې تخلیه کړی، څو د عامه خوندیتوب پر وړاندې ټول ګواښونه له‌منځه یوسي. د سن‌خوزه د ښاروال مېټ ماهان په وینا: «زما دعاوې له قربانیانو سره دي او زه ډاډه یم چې زموږ پولیس به له هېڅ هغه هڅې ډډه ونه کړي، څو مسوول کس پیدا او قانون ته وسپاري».

نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال هېڅ خطر موجود نه دی، خو خلک باید له سیمې لرې پاتې شي.