• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ملي ګارډ تر برید وروسته امریکا کې مېشت افغانان دولتي غبرګون اندېښمن کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰

واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د ډزو تر پېښې وروسته، په دغه هېواد کې مېشت افغانان اندېښمن شوي او ویره لري چې د یو افغان بده کړنه به لسګونه زره هغه افغانان زیانمن کړي چې په امریکا کې مېشت دي او یا دغه هېواد ته تلونکي دي.

د تېرې چهار شنبې ورځ په دغه پېښه کې د یو افغان له لوري د ملي ګارډ په دوه عسکرو برید شوی چې یوه سرتېرې په‌کې وژل شوې او بل سخت ټپي دی. له پېښې وروسته ډېری افغانان وېره لري چې د یو کس عمل به د ټولې ټولنې پر وړاندې «جمعي سزا» راوپاروي.

یو افغان اصله امریکایي «ده نشنل» ته ویلي:«دا ډول تاوتریخوالی په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی، هر وخت چې داسې پېښه کېږي، زما لومړی فکر دا وي چې هیله ده برید کوونکی مسلمان نه وي دویم فکر مې دا وي چې هېله ده افغان نه وي. ځکه متأسفانه بیا د هماغه قوم، مذهب او نسل ټول خلک سزا ویني».

د امریکا کورني امنیت وزارت د شکمن بریدګر نوم رحمن‌الله لکڼوال یاد کړی؛ هغه کس چې له خپلې کورنۍ سره د واشنګټن ایالت کې اوسېدو او د افغانستان جګړې پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره د همکار په توګه کار کړی و.

بریدګر د پولیسو په متقابل برید کې ټپي او وروسته نیول شوی دی. فدرالي چارواکو د ترهګرۍ پلټنې پیل کړي او پر لکنوال د لومړۍ درجې قتل تور لګېدلی دی. افغان تبعه صدري چې د برید په سیمه کې ورځينۍ چارې ترسره کوي وایي دا پېښه ورته تر ډېره شخصي ښکاري.

نوموړی وایي: «خلک رښتیا هم وېرېدلي دي چې څه به پېښېږي، زرګونه کسان شته چې دلته نه دي، خو حق لري چې راشي، خو بیا د چهارشنبې د ورځې په څېر یوه پېښه د هغوی د راتګ ټول چانسونه له منځه وړي».

ده زیاته کړه چې بریدګر د ټولې ټولنې درد څو برابره زیات کړی دی:«ټوله پېښه دردونکې ده، خو زما لپاره چې یو افغان ـ امریکایي او یو مسلمان یم، دا درد څو چنده دی».

صدري امریکا ته خپل اوږد سفر یادوي په ډېره سختۍ امریکا ته د نړیوال محصل په توګه راغلي اوس احساس کوي چې افغانستان ورته د ژوند له پاره مناسب ندی.

ده وویل: «دې هېواد ما ته ډېر څه راکړي، کله چې کومه پېښه له افغانانو سره وتړي، ټکان یې زموږ ټولې ټولنې ته ورسېږي.»

له دغه پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د «درېیمې نړۍ هېوادونو» کډوالي به په دایمي توګه کنګل کړي.

سپینې ماڼۍ روښانه کړې چې دا پرېکړه به هغو هېوادونو باندې هم تطبیق شي چې سږکال یې نومونه د سفر په بندیز کې اعلان شوي وو. افغانستان په دې نوملړ کې شامل دی.

د د امریکا کورني امنیت وزارت وړاندې لا ویلي وو:«په افغانستان کې شرایط نور دموقتي بیا مېشتېدنېقانوني معیارونه نه پوره کوي». موقتي بیا مېشېدنې افغانانو ته د امریکا په خاوره کې د کار اجازه او له ایستنې څخه خونديتوب ورکاوه.

۴۳ کلن افغان کډوال عصمت ګلستاني چې په ارلینګټن، ویرجینیا کې اوسي او د کډوالو د بیا مېشتېدو په پروګرامونو کې مرسته کوي، وویل چې برید او د حکومت غبرګون په ټولې ټولنه کې خپګان او وېره زیاته کړې ده. نوموی وایي: «دې پېښه د وېرې لویه څپه رامنځته کړې».

ګلستاني په ۲۰۱۶ کال کې د ځانګړې کډوالۍ ویزې له لارې امریکا ته تللی، نوموړی وایي دا پېښه د غندنې وړ ده او د افغانانو ټولنې پورې تړاو نلري. دی زیاتوي: «دا هغه وخت دی چې باید خپل ارزښتونه وساتو، د یو بل قوي ملاتړ وکړو او دا تاوتریخوالی په کلکه وغندو».

نوموړی خبرداری ورکوي چې د ویزو پروسس درول او د ۲۰۲۱ وروسته راغلو افغانانو د دوسیو بیاکتنه د زرګونو کورنیو وېره لا زیاته کړې.

هغه وویل:«زموږ ټول ملګري او خپلوان د ویزو په تمه دي، زما خپله کورنۍ په کابل کېمور، پلار او وروڼههم د امریکا لپاره غوښتنلیکونه لري، خو له هغه وخته چې د ۲۰۲۵ کال په پيل کې د ټرمپ اداره راغلې، د هغوی دوسیې بندې پاتې دي، دا پېښه وضعیت لا خرابولای شي».

نوموړي د امریکا چارواکو ته وویل:«هیله لرم چارواکي داسې فیصلې ونه کړي چې د زرګونو افغانانو ژوند اغېزمن کړي، هغه افغانان چې امریکا یې خپل کور بللی او دلته په سوله او ثبات ژوند کول غواړي».

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۳

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۴

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۵
تازه خبر

د ۱۵ هېوادونو استازو د طالبانو له پلاوي سره په ناسته کې ګډون کړی

•
•
•

نور کیسې

د عمران خان د روغتیا په اړه اندښنې؛ تحریک انصاف د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون کوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۰
د عمران خان د روغتیا په اړه اندښنې؛ تحریک انصاف د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون کوي
100%

د خېبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي د جمعه د (لیندۍ ۷مه) په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی به د دوشنبې په ورځ د خپلو پارلماني غړو په ګډون د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون وکړي. وایي، د پاکستان حکومت د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د ملاقات لپاره دوی زندان ته نه پرېږدي.

په دې خبري کنفرانس کې د عمران خان خور حلیمه خان هم وه. د دې لاریون نېټه داسې مهال ټاکل کېږي چې پاکستان کې په خواله رسنیو کې د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د روغتیایي وضعیت په تړاو پوښتنې راولاړې شوې دي.

څو ورځې وړاندې ان په اډیاله زندان کې د هغه د مړینې خبرونه په خواله رسنیو کې لاس په لاس شول؛ خو وروسته رویټرز اژانس د یاد زندان د چاراکو له قوله خبر ورکړ چې عمران خان ژوندی دی او روغتیايي وضعیت یې هم ښه دی.

روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله پر کېیف بریدونه کړي دي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۰
روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله پر کېیف بریدونه کړي دي
100%

روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله د شنبې په سهار د کېیف پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي او له امله یې تر اوسه د ۴ کسانو له ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د کېیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو ویلي،په دغو بریدونو کې په شپږو بېلابېلو ځایونو کې د استوګنې ودانۍ په نښه شوې دي.

کیف شاوخوا درې میلیونه نفوس لري.

تکاچینکو وویل، چې په دغو بریدونو کې څلور کسان ټپیان شوي او یو تن یې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې لا هم د پلازمېنې کېیف پر فضا بې‌پیلوټه الوتکې ګرځي.

امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکړې بهیر وځنډاوه

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۰
امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکړې بهیر وځنډاوه
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ولسمشر ټرمپ د تازه پرېکرې له‌مخې یې افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکول ځنډولي دي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو زیاته کړې، چې د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي.

امریکا وروسته له هغه دغه اقدام کوي، چې دوه ورځې مخکې یوه افغان په واشنګټن ډی‌سي کې سپنې ماڼې ته څېرمه د ملي‌ ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ چې بیا وروسته یوې یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ویلي، له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي، امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه ودروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بیا رغولو» لپاره اخلي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی، د «ناقانونه» کډوالو هر ډول منل او په تېره بیا هغه کسان چې د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال امریکا ته ورغلي، ختموي.

هغه زیاتوي: «هر هغه څوک چې د امریکا لپاره خالصه ګټه نه‌‌لري، یا زموږ د هېواد د مینې وړتیا نه‌‌لري؛ له هېواده یې وباسم.»

د امریکا د کډوالۍ ادارې د پناه‌ غوښتنې پرېکړې تر نامعلومه وخته وځنډولې

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰
د امریکا د کډوالۍ ادارې د پناه‌ غوښتنې پرېکړې تر نامعلومه وخته وځنډولې
100%

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې مشر جوزف بي اعلان وکړ، چې د پناه‌ غوښتنې ټولې پرېکړې یې په بشپړ ډول درولې دي. د هغه په وینا، دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې د پناه‌ غوښتونکو د هویت، امنیتي شالید او نورو اړوندو مسایلو په اړه بشپړ او دقیقې پلټنې وشي.

جوزف بي د جمعې په ماښام (د لیندۍ ۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د امریکا د خلکو خوندیتوب تر هر څه لومړیتوب لري.

له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د ډونالډ ټرمپ د امر له‌مخې یې د ټولو هغو کسانو د ویزې صادرول درولي چې د افغانستان پاسپورټ لري.

هغه همداراز پرون (پنجشنبه د لیندۍ ۶مه) وویل، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ یې خپل لاس لاندې ادارو ته امر کړی، چې د اندېښنې وړ هېوادونو د ټولو بهرنیو اتباعو ګرین کارتونه چې د امریکا د دایمي استوګنې اجازه ورکوي، باید له سره په جدي توګه وڅېړي.

له دې پرېکړې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي، امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه ودروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بېرته رغولو» لپاره اخلي.

ټرمپ زیاته کړې، سره له دې چې امریکا په ټکنالوژۍ کې ډېر پرمختګ کړی، خو د کډوالۍ اوسني سیاست د دغو پرمختګونو او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولوو مخه نیولې ده.

له دې سره سم، د امریکا د کار وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې دغه هېواد ته د کډوالۍ له امله د هېواد د کارګر قشر له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوی دی. د وزارت په وینا، د کډوالو د زیاتېدونکي فشار له امله د مزدورۍ امتیاز راټيټ شوی او اصلي امریکایي وګړو ته کاري فرصتونه کم شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې اوس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ «لومړی امریکا» تګلارې له‌مخې هڅه کوي چې د نامحدوده کډوالۍ لړۍ پای ته ورسوي او د امریکایي ولس اقتصادي حقونو، کاري فرصتونو او ملي ګټو لپاره جدي مبارزه وکړي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې د امریکا د خلکو امنیت، اقتصاد او د کار بازار باید د هر ډول کډوالۍ له اغېزو خوندي وساتل شي او په دې برخه کې به کوټلي اقدامات کوي.

د امریکا په کډوالۍ او امنیتي تګلارو کې د بیاکتنې او احتمالي بدلونونو بحثونه له هغه وروسته تاوده شول، چې د چهارشنبې په ورځ د لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارد پر سرتېرو برید وکړ او دوه کسان یې ټپیان کړل چې له دغو سرتېرو یوې یې پرون په روغتون کې ساه ورکړه.

ټرمپ غواړي د هوندوراس د پخواني ولسمشر چې په امریکا کې بندي‌ دی د بند پاتې موده وبښي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰
ټرمپ غواړي د هوندوراس د پخواني ولسمشر چې په امریکا کې بندي‌ دی د بند پاتې موده وبښي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه به د هوندوراس د پخواني ولسمشر خوان اورلاندو هرنانډېز د بند پاتې موده وبښي. هرنانډېز دا مهال په متحده ایالاتو کې د نشه يي موادو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه استعمال په تور په پنځه څلوېښتو کلونو بند محکوم شوی دی.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په خپل « ټروت سوشیال» لیکلي، چې د هوندوراس ولسمشرۍ ته نوماند ناصري اسفورا څخه ملاتړ کوي او زیاته کړې یې ده: «که چیرې هغه ټاکنې وګټي نو، د متحده ایالاتو پیسې به بې‌ځایه نه وي مصرف شوې.»

د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې د منهېټن یوې محکمې هرنانډېز په دې تور مجرم وګاڼه چې له قاچاقبرانو څخه یې میلیونونه ډالر اخیستي و، څو کوکاین په خوندي ډول تر امریکا ورسوي.

هغه ته د تېر کال په جون کې سزا واورول شوه او هغه خپله محکومیت «ناحقه» وباله.

د ټرمپ سیاست عجیب و غریب دی له یوې خوا په نشه يي موادو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه استعمال په تور په پنځه څلوېښتو کلونو بند محکوم شوی د هوندوراس پخواني ولسمشر ته بښنه کوي، خو له بلې خوا یې پر افغانانو رڼا ورځ تیاره کړې او د یوه افغان د کړنې له امله یې د ټولو افغانانو د کډوالۍ دوسیې بندې کړې دي.

د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د لکڼوال په نوم یوه افغان کډوال د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ، چې یوې یې د پنجشنبې په ورځ په روغتون کې ساه ورکړه. یادې پېښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د ګڼو امریکایي سیاست‌والو غبرګونونه راپارولي او په دغه هېواد کې یې پر افغانانو یو شمېر محدودیتونه لګولي دي. همدا راز د امریکا حکومت د افغانانو پرمخ د کډوالۍ د هر ډول پروګرامونو دروازې هم تر نامعلومې مودې وتړلې.

خو ګڼ شمېر سازمانونو او سیاستوالو له امریکایي چارواکو غوښتي، چې د دغه افغان بریدګر له امله دې اوس ټول افغانان نه په نښه کوي، د هغه جرم فردي دی او د افغان ټولنې استازیتوب نه‌شي کولی او همداراز یې په ډاګه کړې، چې د پېښې په تړاو باید په بشپړه، خپلواکه او روښانه توګه څېړنه وشي.