طالبان وايي چې له بلخ نه ازبکستان ته ۵۰۰ ټُنه تازه مېوه لېږدول شوې

د طالبانو د بلخ ولایت چارواکي وايي چې د چارشنبې په ورځ شاوخوا ۵۰۰ ټنه تازه مېوه ازبکستان ته ولېږدول شوه. دغه مېوه د ۲۵۰ زره ډالرو په ارزښت ده او طالب چارواکي وايي چې یاد صادرات به په دوامداره توګه جاري وي.