لوبې

د افغانستان اوپن بډمنټون سیالۍ؛ طالبان: د ازبکستان لوبغاړي کابل ته ورسېدل

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست خبر ورکړی، چې د ازبکستان د بډمنټون ملي لوبډلې څلور لوبغاړي کابل ته رسېدلي؛ څو د ۲۰۲۵کال د افغانستان اوپن بډمنټون په سیالیو کې ګډون وکړي.