محمدنعیم د چین له سفیر سره د افغان- تاجک پر پوله پر چینایي وګړو د برید په تړاو خبرې کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال محمدنعیم په کابل کې د چین له سفیر ښاغلي جاو شینګ سره کتلي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه کتنه کې د افغانستان او تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې او د طالبانو او چین ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.




