• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د ډېموکراټ ګوند د استازي په توګه د هینري کویلر پر بیا نوماندۍ نیوکه وکړه

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټکزاس د استازي هینري کویلر پر دې پرېکړې سخته نیوکه کړې، چې هغه د ډېموکرات ګوند د استازي په توګه بیا نوماند کېږي. دا پرېکړه وروسته له هغې ده، چې ټرمپ تېره اوونۍ کویلر ته د لګېدلو تورونو په اړه بښنه وکړه.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، ټرمپ د کویلر د دغې پرېکړې په غبرګون کې په تونده لهجه په یوه پیغام کې لیکلي: «د وفادارۍ څومره لویه نیمګړتیا ده!» ویل کېږي، ټرمپ تمه لرله چې کویلر به د هغه له بخښنې وروسته د هغه نږدې دریځ خپل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د ټېګزاس د ډېموکرات استازي هینري کویلر او د هغه د مېرمنې لپاره بښنه اعلان کړه او د هغوی دوسیه یې وتړله.
کویلر چې په کانګرس کې د منځلارو ډډموکراټانو له ډلې شمېرل کېږي، تېر کال له خپلې مېرمنې سره په ګډه له بهرنيو ادارو څخه د ۶۰۰ زره ډالرو د رشوت اخیستو، د پیسو مینځلو او دسیسې په تور تورن شوی و.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

۵

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

•
•
•

نور کیسې

د اندونیزیا ولسمشر سبا په یوه رسمي سفر پاکستان ته ځي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۰
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو به سبا (دوشنبه د لیندۍ ۱۷مه) په یوه رسمي سفر پاکستان ته سفر وکړي. سوبیانتو د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د اندونیزیا ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کې د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزیر او د پوځ او دفاعي ځواکونو له مشر سره وګوري او پر دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړۍالو مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللي او په وینا یې، دغه اړیکې په ګډو ارزښتونو او ګټو ولاړې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې سفر کې به د دواړو لوریو تر منځ د سوداګرۍ، پانګونې، دفاع، روغتیا، معلوماتي ټکنالوژي، اقلیم، زده‌کړې او کلتور په برخو کې د همکاریو د لاپراختیا په موخه یو شمېر هوکړې هم لاسلیک شي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان ته د پرابوو سوبیانتو دا لومړنی سفر دی او له ۲۰۱۸ کال راهیسې دا لومړنی لوړپوړی اندونیزیايي پلاوی دی چې پاکستان ته سفر کوي.

وای‌نټ: ټرمپ له نتنیاهو غوښتي چې له شخړې څخه ډیپلوماسۍ ته لاړ شي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰
100%

وای‌نټ راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتي چې په غزه، لبنان او سوریه کې په تدریجي ډول له جګړې ډیپلوماسۍ ته مخه کړي. د اسراییل پوځ هم نتنیاهو ته ویلي، چې له ایران او سیمې سره د خپلو موخو له ترلاسه کولو وروسته ډیپلوماسي ته لومړیتوب ورکړي.

دغې رسنۍ د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) لیکلي، چې اسراییل داسې پړاو ته داخل شوی چې لوړپوړو چارواکو یې «د جګړې لېوه او مېږه» بللی؛ یعنې داسې پړاو چې پکې موقتي اوربند او د ډیپلوماسۍ فشارونه یو ځای روان دي.
په داسې حال کې چې ټرمپ د ډیپلوماسۍ او د باور جوړولو پر ارزښت ټینګار کوي، نتنیاهو لا هم د «بشپړې بریا» پر دریځ ولاړ دی او د حماس او حزب‌الله له منځه وړلو غوښتنه کوي. د وای‌نټ په وینا، د نتنیاهو نږدې کړۍ ډېره محدوده ده او همدا محدودوالی د کابینې او د امنیتي بنسټونو ستراتیژیک لید کمزوری کوي. دغه حالت ټرمپ ته لا ډېره موقع ورکوي څو د اسراییل په سیاسي لوري کې د اغېز هڅه وکړي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې که څه هم پوځي عملیات ښایي دوام وکړي، خو «د ثقل مرکز» اوس د ډیپلوماسۍ لور ته روان دی هغه ځای چې د راتلونکو امنیتي، سیاسي او سیمه‌ییزو ترتیباتو بنسټونو په اړه پکې بحث او خبرې اترې کېږي.
په وروستیو ورځو کې د سیمه‌ییزو شخړو د راتلونکي په اړه اټکلونه زیات شوي، په ځانګړي ډول د غزې د سولې احتمالي تړون، د حزب‌الله د غېر وسله‌واله کېدو موضوع او د سوریې او اسراییل د اړیکو راتلونکی بحث.

ورته مهال، د ایران د اټومي پروګرام ناڅرګند راتلونکی د سیمې د وضعیت په پېچلتیا او د اسراییل د احتمالي غبرګون په اړه په شکونو او اندېښنو کې زیاتوالی راوستی دی.

جی شنکر : د هند ډېری ستونزې د پاکستان له پوځ څخه سرچینه اخلي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۰
100%

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر وايي، ډېری هغه ستونزې چې هند ورسره مخ وي او همداراز د نوي ډیلي او اسلام‌اباد تر منځ د ښکېلتیا ریښه له پاکستاني پوځ څخه سرچینه اخلي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د پاکستاني پوځ په تړاو د جی شنکر څرګندونې پاروونکې او بې‌بنسټه بللې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر پرون (شنبه د لیندۍ ۱۵مه) په یوې غونډه کې د پاکستان پوځ او د مشر په اړه یې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د دغه هېواد پوځ تل په یوه ډول نه یوه ډول سره واکمني کوي او په وینا یې کله د پردې تر شا او کله هم د صحنې په مخکې هر څه کوي.

جی شنکر همداراز په ډاګه کړه: «هغه ډېری ستونزې هم د پاکستاني پوځ له‌خوا رامنځته کېږي، چې هند ورسره مخ وي.»

د هغه په باور، ترهګري او روزنیز کمپونه او همداراز د هند پر ضد فکري دوښمني هم د پاکستان له پوځ سره تړلي مسایل دي او په وینا یې: «د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راهیسې داسې فکر رامنځته کړی، چې موخه یې له هند سره د ستونزو ډېرول او د دوښمنۍ د لمن پراخول دي.»

شنکر پاکستان د هند سیال نه‌بولي، ځکه په وینا یې چې د وړتیاوو، ولسواکۍ، حکومتولۍ او نړۍوال شهرت له اړخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ښکاره توپیرونه شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جی شنکر دغه څرګندونې رد کړي او زیاته کړې یې ده، چې د دغه هېواد د پوځ په ګډون یې ټولې ادارې د ملي امنیت ستنې دي.

د دغه وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د پاکستان د دولتي بنسټونو او مشرتابه د بدنامولو لپاره د هند د مشرانو وروستۍ هڅې د یوې پراخې پروپاګندیزې اجنډا برخه ده.»

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل هم پرون له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، پاکستان د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د سیمې هر هېواد ته جلا جلا افراطي ډلې جوړې کړي او د هر هېواد پر ضد ترې استفاده کوي.

شاه محمود میاخېل: پاکستان د خپلو موخو لپاره د سیمې هېوادونو ته جلاجلا افراطي ډلې جوړې کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه وویل: «پاکستان لشکر طیبه د هند پر ضد، تحریک اسلامي ترکستان یې د چین پر ضد، تحریک اسلامي ازبکستان یې د ازبکستان پر ضد او همداراز جهش العدل او سپاه صحابه یې د همدې موخو لپاره جوړې کړې دي.»

استرالیایي زده‌کوونکي د ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو پر سوشل مېډیا لګېدلی بندیز ننګولی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۱ GMT+۰
100%

د استرالیا حکومت اعلان کړی، چې د ډسمبر له لسمې نېټې وروسته به له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د انسټاګرام، ټیک‌ټاک او سنیپ‌چټ په څېر مهمو سوشل مېډیا پلېټفورمونو کارول منع وي، خو یوه ۱۵ کلن استرالیایي زده‌کوونکي نوح جونز د همدې پرېکړې په تړاو محکمې ته شکایت کړی دی.

د استرالیا حکومت وایي، دغه بندیز د ماشومانو د ذهني روغتیا د خوندي کولو او د زیان رسوونکو انلاین خطرونو د مخنیوي لپاره ضروري دی، خو جونز او ملاتړي یې باور لري چې دا کار د ماشومانو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او د دوی ټولنیزې اړیکې کمزورې کوي.

جونز وایي: «دا بندیز زموږ غږ خاموشه کوي. موږ به ونه‌شو کولای خپلې نظریې شریکې کړو او د نورو خبرې واورو.»

هغه زیاتوي، دا محدودیت به ماشومان دې ته اړ کړي چې په پټه د سوشل مېډیا کارولو ته مخه کړي او د انلاین ځورونې یا خطرناکو پېښو په راپور ورکولو کې به ستونزې ولري.

د جونز په وینا، حکومت باید د ماشومانو د بندیز پر ځای د سوشل مېډیا پر زیان رسوونکو برخو لکه انلاین ځورونې، شکمنو کسانو او ناوړه محتواوو د کنټرول تمرکز وکړي. هغه وایي: «ولې بې‌ګناه ماشومان بندېږي، خو خطرناکه او زیان رسوونکې محتوا لا هم ازاد ګرځي؟»

د یادونې وړ ده، چې لا تراوسه د جونز د شکایت د ارزونې لپاره څه نېټه نه‌ده اعلان شوې، خو د دغه بندیز په اړه بحثونه په ټوله استرالیا کې تاوده شوي دي.

کرملین د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژي وستایله

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۰ GMT+۰
100%

کرملین د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت نوې ستراتیژي وستایله او ویې ویل چې دا ستراتیژي په پراخه توګه د روسیې له لیدلوري سره اړخ لګوي. دا لومړی ځل دی چې مسکو د سړو جګړو پرمهال د خپل سیال د یوه سند په دې کچه ستاینه کوي.

د امریکا د ملي امنیت ستراتیژي د ټرمپ لیدلوری د انعطاف منونکي واقع‌بینۍ په توګه تشریح کوي او استدلال کوي چې امریکا باید د ۱۹مې پېړۍ د مونرو دکتورین بېرته راژوندی کړي، چې له مخې یې لویدیځه نیمه‌کره د واشنګټن د نفوذ سیمه بلله.

دغه ستراتیژي، چې ټرمپ لاسلیک کړې، دا خبرداری هم ورکوي چې اروپا د"تمدني محو کېدو" له ګواښ سره مخ ده.

ستراتیژي په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدل د امریکا د "اساسي" ګټو له ډلې ګڼي، او دا چې واشنګټن غواړي له روسیې سره ستراتیژیک ثبات بېرته رامنځته کړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د دولتي تلویزیون له خبریال پاول زاروبین سره په خبرو کې وویل: « هغه بدلونونه چې موږ یې وینو، په ډېرو برخو کې زموږ له لیدلوري سره سمون لري».