په هرات کې ۳۳ غلا شوي موټرسایکل او یوه رېکشا نیول شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې ۳۳ موټرسایکلونه او یوه رېکشا چې غلا کړل شوي وو، بېرته موندل شوي دي. یاد وزارت د پیدا شویو وسایطو له څښتنانو غوښتنه کړې، چې د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته ورشي.