په دې سیمهییزه غونډه کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون کړی، خو طالبان په دې ناسته کې حاضر نه شول.
عباس عراقچي په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منظم او دوامدارو خبرو اترو د میکانېزمونو رامنځته کول یو ستراتېژیک ضرورت دی. هغه وویل: «دا ډول ناستې نه یوازې د سوء تفاهمونو مخه نیسي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشري سیاستونو او پروګرامونو د همغږۍ زمینه برابروي، د متقابل درک کچه لوړه وي، د سیمې د هېوادونو لیدلوري سره نږدې کوي او د ترینګلتیاوو د کمولو او رغنده همکاریو د پیاوړتیا لپاره مناسب چوکاټ رامنځته کوي».
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز څرګنده کړه، چې د سیمې ستونزې د سیمې له دننه حل ته اړتیا لري.
هغه وویل: «هیڅ فرامنطقوي نسخه نه شي کولای د سیمې ستونزې او بحرانونه حل کړي او وارداتي طرحې او له سیمې بهر پرېکړې په هېڅ هېواد کې ثبات نه شي رامنځته کولای».
عراقچي د افغانستان سره د سیمهییزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان د وضعیت ښه کېدل کولی شي دا هېواد د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ، او همداراز د لوېدیځې اسیا او اسیا ـ پاسفیک ترمنځ د نښلونکې کړۍ په توګه بدل کړي او د انرژۍ د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره مناسب بستر برابر کړي.
تر دې غونډې وړاندې، ایران د طالبانو مخالف افغان سیاسي جریانونه د یوې ګډې اعلامیې تر چتر لاندې سره راټول کړي وو، چې «د افغانستان د سیاسي ګوندونو او جریانونو همغږي» نومېږي.
په دې اعلامیه کې افغان سیاسي جریانونو، د ایران په هڅونه، د افغانستان د بحران د حل لپاره پر سیاسي خبرو اترو ټینګار کړی دی.
په همدې تړاو، د افغانستان د پخواني بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د تهران د سیمهییزې غونډې هرکلی کړی او دا یې د سیاسي بهیر د پرمخ بېولو لپاره یو مهم فرصت بللی دی.
هغه د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې د بینالافغاني مذاکراتو د پیل ملاتړ وکړي او «له افغان اړخونو وغواړي، چې د ملګرو ملتونو له سازمان سره په همکارۍ دا مذاکرات هر څومره ژر چې ممکن وي، پیل کړي».