• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتین تیرا کې عملیاتو ته په غبرګون کې: خدای دې وکړي چې پښتون قوم دا هر څه هېر نه‌کړي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۰

د پاکستان پوځ غواړي د پښتونخوا د خېبر په تیرا دره کې د وسله‌والو پر ضد عملیات وکړي او د دغې درې اوسېدونکو ته یې امر کړی، چې په ۱۵ورځو کې له خپلو کورونو ووځي. د دې سیمې اوسېدونکو ته د جنورۍ له لسمې تر ۲۵مې وخت ورکړل شوی. منظور پښتین د پاکستاني پوځ دغه عملیات «ډالري جګړه» بولي.

د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ ځایي چارواکي وایي، چې په تیرا دره کې د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو لپاره ټولې تیارۍ بشپړې شوي او د عملیاتو له امله له سیمې څخه د خلکو د اېستلو بهیر د جنورۍ له ۱۰مې پیل او د روانې میاشتې تر ۲۵مې به دوام وکړي.

په تیرا کې پوځي عملیات؛ سبا به له سیمې څخه د خلکو د وتلو بهیر پیل شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستاني پوځ د دغو عملیاتو پر ضد د خېبرپښتونخوا د چارواکو په ګډون ډېری سیاسي ګوندونو، ټولنیزو فعالانو او عامو خلکو اعتراض کړی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان حکومت دې د پښتون قوم پر ضد روان ظلمونه پای ته ورسوي، خو دغو غوښتنو ته هېڅ لوري په درنه نه‌دي کتلي.

په تېرا کې ولسي لاریون: پاکستان دې د پښتنو سره روان ظلمونه پای ته ورسوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي ۲۲مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه په همدې تړاو ویلي، د پاکستاني پوځ د دغو عملیاتو لمن له تیرا درې اوس مرکزي کُرم ته غځېدلې او هلته هم ځايي اوسېدونکو ته امر شوی چې خپلې مېنې پرېږدي او کډه وکړي.

منظور پښتین د پاکستاني پوځ دغه عملیات «ډالري جګړه» یا کرایي جګړه بولي خو په اړه یې نور جزییات نه‌دي ورکړي، مګر تر دې مخکې یې په ډاګه کړې وه، چې پاکستانی پوځ دغه ډول عملیات د نړۍ له زبرځواکو د امتیازونو او ډالرو د اخیستنې په بدل کې کوي.

هغه زیاتوي: «په تیرا درې او مرکزي کُرم کې د سختې یخنۍ، واورې ورېدو، د بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي او دې ته اړ کېدل چې خلک په خیمو یا د شنه اسمان لاندې پناه واخلي، پښتنې ښځې، ماشومان او مشران له یوه بل ستر انساني ناورین سره مخ دي».

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي‌ټي‌اېم مشر منظور پښتین د پوښتنې په توګه مطرح کوي، دا حقیقت باید روښانه شي، چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د ۸۵۰پوځي کلاګانو، زرګونو چک‌پاینټونو او په هر غره کې د وسله‌والو پوځي پوستو د سترګو مخې ته د «شاهي مېلمنو» په توګه د ټي‌ټي‌پي، ټي‌ټي‌جي، جماعت‌الاحرار، داعش په څېر وسله‌والې ډلې څنګه تر دې سیمو ورسېدې؟

منظور پښتین زیاتوي: «دغو وسله‌والو ملېشو ته روزنه تاسو [د پاکستان پوځ] ورکړې، همدغه ډلې تاسو جوړې کړي او اوس بیا د همدې ډلو د مخالفت په نوم د پښتنو کورونه ورانوئ او ژوند یې تباه کوئ».

د پي‌ټي‌اېم مشر د خېبرپښتونخوا پرچارواکو هم نیوکې کوي او وايي، د عملیاتو پر ضد د مخالفت په تړاو یوازې خبرې بسنه‌ نه‌کوي باید په عمل کې ثابت کړي.

پښتین وايي: «د صوبایي حکومت دا خبره چې [موږ به عملیاتو ته اجازه ورنه‌کړو] بسنه نه‌کوي. که دوی رښتیا وایي، نو باید هماغسې عملي مقاومت وکړي لکه څنګه چې د خپلو بندیانو [عمران خان] لپاره کوي».

نوموړی د خېبرپښتونخوا د چارواکو د بیان او عمل تر منځ توپیر ته په اشارې وايي: «که د پښتنو وینه او اوښکې وي، یوازې بیان ورکول کېږي، خو که د ګوند د بندیانو خبره وي، جلسې کېږي، لاریونونه کېږي، لارې بندېږي، اسلام‌اباد ته لانګ مارچونه کېږي، د زندانونو مخې ته شپې سبا کېږي او عدالتونو ته مقدمې وړل کېږي. دا عملي سیاست دی».

د خېبرپښتونخوا چارواکي تل وايي، په عملیاتو کې د دوی رایه شامله نه‌ده او پوځ په خپله پرېکړه کوي او عملي کوي یې، خو منظور پښتین بیا وايي: «ښه دا مو ومنله چې پوځ یې کوي، خو لکه څنګه چې د تاسو بندیان هم د تاسو په خوښه بندیان نه‌دي او بیا هم تاسې د هغوی لپاره عملي مبارزه کوئ، همداسې لږ تر لږه پنځه سلنه عملي مقاومت د پښتنو پر وړاندې د ظلم او د عملیاتو پر ضد هم وکړئ».

د پښتون ژغورنې غورځنګ همداراز څرګنده کړې، که همدا نن د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر په ګډون ټوله کابینه په تیرا کې احتجاجي پرلت وکړي، نو د دغو پوځي جنرالانو ظلمونه او ناوړه پلانونه به د نړۍ پر وړاندې بربنډ شي او نړۍ ته به هم روښانه شي چې پوځ څنګه د خلکو د منتخبو حکومتونو د پرېکړو پر ضد، په زور سره په لکونو پښتانه «تباه او بې‌کوره»کوي.

د نوموړي په وینا، دغه چاره به نه‌یوازې د عملیاتو لارې وتړي، بلکې د ولسواکۍ لپاره پر پوځ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه فشارونه هم زیات شي او په باور یې، نور سیاسي ګوندونه دا «ظلم» یوازې د سیاسي فرصت په توګه کاروي، یعنې یوازې پر صوبایي حکومت نیوکه کوي، خو د مظلومو پښتنو لپاره عملي ګام نه‌اخلي او ان د پوځ د روانو ظلمونو پر ضد رښتینی مقاومتي دریځ هم نه‌نیسي.

منظور پښتین په ډاګه کړې: «اوس په دې سخته یخنۍ کې پنجابي جنرالانو پښتانه ماشومان، ښځې او مشران له خپلو کورونو اېستلي دي. د هغوی ویډیوګانې او انځورونه چې سړی ویني، نو انسان د خپل قوم او وطن پر بې‌وسۍ او ناوړه حالت اندېښمن شي».

پښتین همداراز څرګنده کړې: «موږ په زړه کې یوازې یوه هیله لرو، خدای دې وکړي چې پښتون قوم دا هر څه هېر نه‌کړي. نور چې وخت یې راشي، موږ به خپله دوښمن ته دا هر څه ور په یاد کړو».

له دې سره سم، د خېبرپښتونخوا د تیرا درې په زوره اېستل کېدونکې کورنۍ د بې‌ځایه شویو کورنیو د نوم‌لیکنې په مرکزونو کې د خراب مدیریت او باړې ښار ته پر تلونکې لاره د امنیتي پوستو له اوږدو او ستومانوونکو ځنډونو شکایت لري.

د نا امنۍ قربانیان؛ د پښتونخوا د تیراه درې بې‌ځایه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

بې‌ځایه شویو کورنیو ویلي، له تیرا څخه تر باړې بازار پورې له سلو کیلومترو زیات اوږد او ستړي سفرونه کوي چې په دې لاره کې ښځې، ماشومان او عمر خوړلي کسان تر ټولو ډېر له ستونزو سره مخ کېږي.

ډېری بې‌ځایه شویو خبرداری ورکړی، که چېرې تخلیه په همدې ناوړه شرایطو کې دوام وکړي، نو دا به یو ستر انساني ناورین رامنځته کړي.

تیراه کې د جبري کډوالۍ بهیر
100%
تیراه کې د جبري کډوالۍ بهیر

ځینو بې‌ځایه شویو کورنیو بیا ادعا کړې، چې په خپلو سیمو کې فعالو ناقانونه وسله‌والو سلګونه کورنۍ په عملي توګه یرغمل کړي او د وسایطو په جبري درولو سره یې خلک اړ کړي، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. د دوی په وینا، د پاکستان امنیتي ادارې د تیرا بېلابېلو سیمو ته د خوړو او نورو اړینو توکو د لېږد اجازه نه‌ورکوي، تر څو خلک اړ شي ژر تر ژره سیمه پرېږدي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ایران کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره په ایران کې د روان وضعیت او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د دوامداره خبرو اترو او ښکېلتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) ویلي، چې اسحاق ډار او سیدعباس عراقچي په ټلیفوني خبرو کې موافقه کړې، چې نږدې اړیکې به ساتي.

د ایران په خراسان رضوي، شیراز، اصفهان، تهران، ملک‌شاهي (ایلام)، مشهد او کرمانشاه سربېره په ګڼو نورو ښارونو کې له تېرو اوو ورځو راهیسې لا هم لاریونونه روان دي.

د خامنه‌یي له‌خوا د لاریون‌کوونکو د ځپلو د ګواښ سربېره نن شپه هم په ګڼو ښارونو کې لاریونونه دوام لري او د ایران پر ضد شعارونه ورکوي.

امریکا هم ایران ته ګواښ کړی، چې که د لاریون کوونکو پروړاندې مرګونی غبرګون وښيي، دوی به مداخله وکړي.

اپریدی: افغانستان له نورو هېوادونو سره هم پولې لري خو هغوی کله هم شکایت نه دی کړی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وايي، چې که افغان خاوره د پاکستان خلاف کارول کیږي، پوځ یې باید ثبوتونه وړاندې کړي. هغه وویل، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره هم پولې لري، خو هغوی کله هم شکایت نه دی کړی، نو اسلام اباد ولې شکایت کوي، چې له افغانستان نه ترهګري کیږي.

سهیل اپریدي په کراچۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې که داسې ثبوت وي چې له افغان خاورې نه په پاکستان کې ترهګري پکې ثابتېدای شی، د پاکستان پوځ یې باید وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، «په ۲۰۲۲ کې د طالبانو او ترهګرو د بېرته ځای پرځای کولو تړون شوی و، چې د مراد سعید د وینا له مخې موږ ورته ویلي وو چې دوی دې نه راځي».

اپریدي څرګنده کړه چې له افغانستان سره د کرښې د امنیت لپاره د اغزن تار پر لګولو میلیونونه روپۍ ولګول شوې او باید هېڅ ترهګر نه وای داخل شوی، خو بیا هم ترهګر دننه شول او په هیواد کې یې فعالیت پیل کړ.

هغه وویل چې جنرال باجوه د طالبانو او ترهګرو د ځای پرځای کولو غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه د تحریک انصاف کابینې رد کړې وه.

د افغان کډوالو په اړه نوموړي وویل، «موږ اړ یو چې د هر ډول ملي پالیسۍ احترام وکړو، خو دلته د ښه افغان او بد افغان سیاست عملي شوی دی. په پېښور کې یومجرم افغان ته لومړی شناختي کارډ ورکړل شو، بیا یې انتخاباتو کې برخه واخیسته او په پای کې یې د فارم ۴۷ له لارې رایې وګټلې، خو هغه افغانان چې د پاکستان اقتصاد کې مثبت رول لوبوي، له هیواد څخه ایستل شوي دي».

سهیل اپریدي ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د کرښې د امنیت او د کډوالو د قانوني او غیرقانوني استفادې په اړه باید بشپړ شفافیت وي، څو د هېواد امنیت خوندي وساتل شي.

هغه وویل، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره هم پولې لري، خو نورو هېوادونو کله هم شکایت نه دی کړی، نو اسلام اباد ولې شکایت کوي، چې له افغانستان نه ترهګري کیږي.

په ورته وخت کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، سهیل اپریدي نن د افغان طالبانو د ویاند په څېر خبرې کړې دي، حال دا چې د ده په وینا، ټولې نړۍ د افغان طالبانو له خوا د ترهګرو د ملاتړ څرګند شواهد لیدلي دي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د کارېدو په اړه نه‌ انکارېدونکي اسناد موجود دي.

په افغانستا‌ن کې بند پاتې پاکستاني محصلانو ته پر تورخم د اوښتو اجازه ورکړل شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰
•
جواد شينواری

د پاکستان د کډوالو ادارې سرچینې وايي، د جنورۍ د ۱۲ او ۱۳مې نېټې په لړ کې هغو پاکستاني محصلانو ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ورکړل شوې، چې په افغانستان کې بند پاتې وو. د سرچینو په وینا، عامو پاکستاني وګړو ته هم دوه ورځې وخت ورکړل شوی چې پاکستان ته لاړ شي.

د تېر کال د اکتوبر پر ۱۲مه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته په افغانستان کې د پاکستاني محصلانو تر څنګ په لوی شمېر سوداګر، کارګر او موټرچلوونکي بند پاتې دي.

یادو محصلانو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو دوی ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ور کړې ده.

خو نن په تورخم کې د پاکستان د امیګریشن سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جنورۍ د ۱۲مې او ۱۳ مې نېټې په لړ کې هغو ۲۸ پاکستاني محصلانو ته چې په افغانستان کې بند پاتې وو، پر تورخم د اوښتلو اجازه ورکړل شوې ده.

یادو محصلانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تورخم لارې تړل کېدو ددوی د زده کړو بهیر اغیزمن کړی دی.

پر تورخم اوښتو۲۸ پاکستاني محصلانو د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې په طب، انجینرۍ او نورو تعلیمي څانګو کې زده‌کړې کولې.

100%

دغو محصلانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د لارو تړل کېدو نه یوازې د هغوی زده‌کړې اغېزمنې کړې، بلکې د استوګنې، خوراک او مالي ستونزو سره یې هم مخ کړي وو.

د یادو محصلانو کورنیو د لنډ مهال لپاره د تورخم دروازې پرانیستل مثبت ګام وباله، خو ټینګار یې وکړ چې تورخم دې دایمي پرانیستل شي، چې نور بند پاتې محصلان او عام وګړي هم خپلو کورونو ته ستانه شي.

محصلانو وویل چې تمه ده سبا هم د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د پاکستاني محصلانو یوه لویه ډله پر تورخم واوړي.

د محصلانو کورنیو د پاکستان له حکومت او اړوندو ادارو وغوښتل چې افغانستان ته د تعلیمي موخو لپاره تلونکو محصلانو لپاره ځانګړي ترتیبات ونیسي، څو په راتلونکي کې له ورته ستونزو سره مخ نه شي. دوی وویل، د لارو تړل کېدو نه یوازې محصلان بلکې عام وګړي او ناروغان هم له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

تورخم بندر له تېرو دریو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ پرم ختړلی ، چې له امله یې د دواړو هېوادونو خلک، سوداګر او په ځانګړي ډول محصلان له جدي ستونزو سره مخ وو.

د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر چاودنې شپږ پولیس وژلي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین د چاودېدو له امله شپږ پولیس وژل شوي، چې د پولیسو محلي مشر، مرستیال، موټر چلوونکی او د پولیسو د ځانګړې قطعې درې غړي پکې شامل دي.

د ټانک پولیسو ویاند یونس خان ویلي، چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د ګومل-جټه سړک په کوټ ولي کانال سیمه کې د پولیسو پر یوه زغره وال ګاډي شوې، چې په پایله کې موټر په بشپړه توګه ویچاړ شوی دی.

د یونس خان په وینا، د پېښې ځای ته د سیمې د پولیسو مشر شبیر حسین شاه او نور لوړپوړي چارواکي رسېدلي او په نږدې غرنیو سیمو کې عملیات کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او چارواکو ته یې د پېښې د پلټنې امر کړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پولیسو قربانۍ ستایلې او ژمنه یې کړې چې د پېښې عاملان به په سزا ورسوي.

هغه ویلي، «د امن ضد عناصر به پر پولیسو د بریدونو له لارې خپلو شرارتونو کې بریالي نه شي».

تر اوسه هیڅ ډلې د پېښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

پر ډیورنډ کرښه د سوداګریزو لارو تړل پاتې کېدل؛ د خیبر پښتونخوا اقتصاد سخت زیانمن شوی دی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۰

په خیبر پښتونخوا کې د سوداګرۍ ټولنې خبر ورکړی، چې له درېیو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه د سوداګریزو لارو تړل پاتې کېدل په ملي او سیمه‌ییزه کچه مېلیاردونه روپۍ اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.

د دوی په وینا؛ د صادراتو کمښت، د کاروبارونو راکمېدل او د ګمرکي عوایدو له‌منځه تګ د سیمې اقتصاد سخت زیانمن کړی دی. د پاکستان-افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بیا ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د کاروباريانو ټولنه د دغه بندیز له امله تر نورو سیمو ډېره اغېزمنه شوې؛ ځکه چې د سیمې سوداګریزې اړیکې له افغانستان سره پیاوړې دي او زیات صادرات د دغه لارې ترسره کېږي.

په خبرپانه کې راغلي، چې د پاکستان د صادراتو تر ۹۰ سلنه ډېره برخه افغانستان ته د خیبر پښتونخوا د ګمرک له لارې او په ځانګړې توګه د تورخم له لارې رسېږي. د سوداګرو په وینا؛ په دغه ایالت کې د سمنټو، ټوکرو، درملو، ودانیزو توکو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو بندېدو له امله شاوخوا ۲.۵ مېلیارده روپۍ زیان رامنځته شوی او د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په ګمرکي عوایدو کې شاوخوا ۲.۵ مېلیارده روپۍ کمښت راغلی.

سوداګرو ویلي، په خیبرپښتونخوا کې صادروونکي هره ورځ له ۴ مېلیون ډالرو زیات مالي زیان ګالي. دوی یادونه کړې، افغانستان ته د مرکزي اسیا ترانزیتي سوداګري هم چې مخکې هر کال څلور تر ۵زره جوپو رسېده، اوس سخت کمښت ښيي چې په ټرانسپورټ او لوژستیک سکتور او اړوندو عوایدو یې هم اغېز کړی دی.

سوداګرو خبرداری ورکړی، چې د ډيورنډ کرښې اوږد مهاله بندېدل د فابریکو بندېدو، د دندې له لاسه ورکولو او د سیمه‌ییزو امنیتي ستونزو زیاتېدو لامل کېږي، ځکه چې شاوخوا ۹۰سلنه د خیبر پښتونخوا صنعتي سکتور د افغان بازارونو په صادراتو او وارداتو پورې تړلی دی.

د دغه ایالت سوداګر وایي، چې ډيورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې زرګونه موټر چلوونکو او کاریګرو خپل روزګار له لاسه ورکړی، په پېښور او نورو ښارونو کې سوداګریز فعالیتونه کم شوي او بزګران او سوداګر د مېوو، سبزیجاتو او نورو تازه توکو د خرابېدو له امله سخت زیانمن شوي دي. سوداګرو خبرداری ورکړی، که پر وخت اقدام ونه شي؛ نو افغانستان به د سوداګرۍ لپاره ایران او مرکزي اسیا ته مخه کړي، چې ښايي د خیبر پښتونخوا سوداګر خپل دایمي بازارونه له لاسه ورکړي.

د دوی په وینا؛ د پاکستان-افغانستان دوه اړخیزه سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳سلنه کمه شوې او د روان مالي کال په لومړۍ نیمایي کې ۵۹۴ مېلیون ډالرو ته راټیټه شوې، چې اصلي لامل یې د ډیورنډ کرښې بندېدل یاد شوي دي.