• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له ویتنام سره تر لوبې وروسته ټایلنډ ته ځي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مدیر اعلان وکړ، چې د هېواد ملي لوبغاړي به له ویتنام سره له دویمې دوستانه لوبې وروسته ټایلنډ ته روان شي.

د هغه په وینا، د هېواد ملي لوبغاړي به سبا غرمه د افغانستان په وخت ۱۲:۳۰ بجې د ویتنام د لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي او د لوبې له پای ته رسېدو وروسته به ټایلنډ ته ولاړ شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام سره په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړې ده.
په لومړۍ لوبه کې چې تر تړلو دروازو شا ته او له ټلوېزیوني نشراتو پرته ترسره شوه، د مجید مرتضایي شاګردانو د ۳-۵ په پایلې سره د ویتنام لوبډلې ته ماتې ورکړه او هیله بښونکې لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه.
د مخکې اعلان شوي پلان له‌مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به ټایلنډ ته له سفر وروسته، د سلواغې په ۲مه او ۴مه نېټه د دغه هېواد د ملي لوبډلې پر وړاندې دوه نورې دوستانه لوبې ترسره کړي. له هغه وروسته، دا لوبډله د ۱۴۰۴ کال د سلواغې په ۵مه نېټه اندونیزیا ته روانېږي، څو د ۲۰۲۶ کال د فوټسال د اسیا جام په سیالیو کې ګډون وکړي.
د فوټسال د اسیا جام وروستی پړاو د ۱۴۰۴ کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې پورې چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۲۷مې د فبرورۍ تر ۷مې نېټې سره سمون خوري، په اندونیزیا کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي. افغانستان د دغو سیالیو په څلورم ګروپ کې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره هم‌ګروپ دی.

ډېر لیدل شوي

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟
۱

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۳

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۵

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي