په بامیان کې د درنې واورې له امله د حاجیګک کوتل لاره بنده شوې او یو شمېر کسان بند پاتې دي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، په حاجیګک کوتل کې یې د هغو کسانو د ژغورلو عملیات پیل کړي چې د سختو واورو او توپانونو له امله بند پاتې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، په حاجیګک کوتل کې یې د هغو کسانو د ژغورلو عملیات پیل کړي چې د سختو واورو او توپانونو له امله بند پاتې دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د حاجیګک کوتل په سیمه کې د سختې واورې او توپان له امله یو شمېر کسان بند پاتې دي. نوموړي که څه هم د بند پاتې کسانو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې د چهارشنبې له شپې راهیسې د لارې د پرانېستو او د بند پاتې شویو کسانو د ژغورنې عملیات په شدت سره دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت نن د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې دا مهال د سالنګونو لویه لار د واورې ورېدو، توپان او د لید ساحې د محدودیت له امله د ځاني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه تر بلې خبرتیا پورې د هر ډول مساپر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ د لنډ مهال لپاره تړل شوې ده او د هوا د برابرېدو او توپان له کمېدو سره به د یادې لویې لارې د پاک کارۍ چارې پیل او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شي.


پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د ادارې مشر نورالدین ترابي ویلي، چې مرستندویه موسسې باید په افغانستان کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي او ټولو اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي. هغه دا څرګندونې د اوچا له چارواکو سره په کتنه کې کړې دي.
ملا ترابي زیاته کړې، چې ټولو مرستندویه سازمانونو ته په کار ده چې تر پېښو مخکې حل لارې ولټوي او خلکو ته بنسټیز کارونه وکړي. همداراز د طالبانو د یادې ادارې د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست هم خپلې ستونزې د ملګرو ملتونو له یاد سازمان سره شریکې کړي او ترې د حل لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د اوچا ادارې مشر کینیت راجرز په دې ناسته کې ویلي، د تېرو کلونو پرتله د دغه سازمان بودیجه کې کموالی راغلی؛ خو بیا هم هڅه کوي چې ۱۷،۵ مېلیونه افغانانو ته مرستې ورسوي. دواړو لوریو د ناستې په پای کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له سخت بشري ناورین او همداراز له طبیعي پېښو سره مخ دی. په تېرو ۳ کلونو کې په هرات، کونړ، سمنګان او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د زلزلو له امله زرګونه کسانو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل. د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی، چې د دغو طبیعي ناورینونو پر وړاندې د دوی بودیجه خورا کمه ده او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
په طبیعي ناورینو کې زیانمنې افغان کورنۍ شکایتونه لري، چې تر اوسه پورې ورسره د طالبانو حکومت، نړۍوالو مرستندویه ادارو او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو د پام وړ مرستې نه دي کړي. د راپورونو لهمخې، زرګونه کورنۍ په وروستیو زلزلو او طبیعي ناورینونو کې له سرپناوو بې برخې شوې دي.

باخبرو سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ولسي جرګې پخواني غړي او مشهور هزاره سیاستوال جعفر مهدوي په دې وروستیو کې په ترکیه کې د طالبانو له یو شمېر مخالفو سیاسي مشرانو سره کتلي دي. داسې ښکاري، چې د نوموړي دغه سفر د طالبانو په خوښه شوی وي.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، ښايي ښاغلی مهدوي د طالبانو د ادارې په اجازه ترکیې تللي وي، څو افغانستان ته د سیاسي مشرانو د بېرته ستنېدو په اړه مشورې ورکړي.
د معلوماتو لهمخې، مهدوي تر دې دمه له عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم، محمد محقق، میر رحمان رحماني، الماس زاهد او یو شمېر نورو جلا وطنه سیاستوالو سره کتلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ګڼ شمېر سیاسي مخالفان په ترکیه کې مېشت دي او دا د جعفر مهدوي څویم سفر دی، چې دغه هېواد ته یې ترسره کوي.
سرچینې ویلي، چې دمګړی طالبانو د سیاسي څېرو او جریانونو سره د خبرو اړیتا «له مخکې څخه ډېره درک کړې» او اندېښنه لري، چې که د دوی او پاکستان ترمنځ اختلافات ژور شي، نو ښايي د طالبانو سیاسي مخالفان به له اسلاماباد سره جدي او نږدې همکاریو ته مخه کړي.
سرچینو ویلي، چې یادې خبرې په محرم ډول ترسره شوې دي او د محتوا او جزییاتو په اړه یې ډېر معلومات نه دي څرګند شوي.
دا لا روښانه نه ده، چې ښاغلي مهدوي د طالبانو مخالفانو ته د کوم طالب مقام یا چارواکي له ادرس څخه دا پیغام رسولی، خو په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ویلي و، چې افغانستان د جرګو او خبرو اترو ځای دی او هغه ستونزې چې په افغانستان کې د «اشغال» له دورې راهیسې پاتې دي، باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړۍ نېټه) په یوه اعتراضیه غونډه کې د کانونو د قراردادي شرکتونو له نامسلکي کېندنو شکایت وکړ. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دغو کانونو کې ځايي کاري ځواک ته د کار کولو ونډه هم نه ورکول کېږي.
د عزیز مومند په نوم د سیمې یوه فعال ځوان پر خپلې فېسبوکپاڼې په یوې خپره شوې وېډیو کې دغې اعتراضیه غونډې ته د وینا پر مهال نیوکه کې ویلي، چې د خاص کونړ ولسوالۍ طبیعي زېرمې د قراردادي شرکتونو له لوري سختې زیانمنې شوې او ان د څښاک اوبه یې هم وچې کړې دي. هغه زیاتوي، چې له شرکتونو سره د طالبانو د قراردادونو لهمخې باید قراردادي شرکتونو په اړوندو سیمو کې پرمختیایي پروژې پلې کړې وای؛ خو په خاص کونړ کې لا تر اوسه دغو شرکتونو د څښاک اوبو د څاهګانو د کېندلو په تړاو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.
هغه وویل: «زما طبیعي سرچینې دې زیانمنې کړې؛ زموږ هغه ډنډونه چې مالونو (څارویو) پهکې اوبه څښلې، بند شول. نه دې راته کوهي کېندلې او نه دې هم زما د اوبو طبیعي زېرمې خوندي کړې، بلکې له منځه دې یوړې.» د منګوال په نوم د خاص کونړ یو بل اوسېدونکی بیا نیوکه کوي، چې دوی په غرنیو سیمو کې ژوند کوي او د کانونو د کېندنې پر مهال د سېلابونو د مخنیوي تدابیر په پام کې نه دي نیول شوي. د هغه په وینا، کېندنې په داسې ډول شوې دي چې که بارانونه وشي او سېلابونه راشي، نو د دوی کورونه به له جدي ګواښ سره مخ یا لاهو کړي.
د یوه ځايي اوسېدونکي په وینا: «زموږ په کلي کې خلک د غنمو د کرلو وس نه لري، ډوډۍ نشته او په دې کانونو کې ورته د کار حق نه ورکول کېږي. ولې دې زموږ د مزدور حق خوړلی دی؟»
د خاص کونړ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بیروچو تر څنګ د نورو قیمتي ډبرو کانونه هم د طالبانو له لوري په قرارداد ورکړل شوي؛ خو ځايي اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې قراردادونو کې سیمهییز مصلحتونه په پام کې نه دي نیول شوي او د سیمې خلکو ته پهکې نه لومړیتوب ورکول کېږي او نه هم ګټه ورته رسېږي.
دا لومړی ځل دی چې په کونړ کې ځايي اوسېدونکي د طالبانو له لوري په قرارداد ورکړل شوي کانونو په تړاو شکایتونه کوي او د سیمې خلکو ته حقونه غواړي. تر اوسه طالبانو د خاص کونړ اوسېدونکو د دغو غوښتنو او اعتراض په تړاو څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې په بدخشان، سمنګان او د هېواد په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم د کانونو پر سر د طالبانو پورې اړوندو شرکتونو او قوماندانانو له ولسي خلکو سره ان وسلهوالې نښتې هم کړې دي. په بدخشان او سمنګان کې هم ځايي اوسېدونکو شکایت کړی، چې د کانونو د غېرمسلکي استخراج له امله د دوی د څښاک اوبه کمې شوې او په دغو طبیعي زېرمو کې ان د کارګرۍ حق هم نه دی ورکړل شوی.
د راپورونو لهمخې، د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې د قیمتي ډبرو کانونه د طالبانو له لوري په ناڅرګند (غېر شفاف) او نامسلکي ډول په قرارداد ورکړل شوي دي.
همداراز نیوکې کېږي، چې په دغو قراردادونو کې د طالبانو لوړپوړي غړي له شرکتونو سره شریک دي او پهکې لویه برخه (ونډه) لري. د طالبانو د کانونو او پټرولیم پر مخکېني وزیر شهابالدین دلاور هم تور و، چې د کانونو په قراردادونو کې یې په پراخه کچه فساد کړی او ډېری قراردادونه یې د بډو په بدل کې شرکتونو ته سپارلي دي.
نړۍوالو ادارو هم اندېښنې ښودلي، چې د افغانستان پر طبیعي زېرمو اوسمهال چور روان دی او طالبان له دې درکه په پراخ مالي فساد کې اخته دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی، چې هېواد یې د افغانستان او هند د ګډ برید له ګواښ سره مخ دی. د هغه په وینا، که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ځان د پاکستان دوست بولي، خو په اصل کې یې دوښمن دی.
خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ له جيونیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د هند او افغانستان له لوري د ګډ برید ګواښ شتون لري؟ وویل: «په دې کې هېڅ شک نشته.»
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان او هند له پاکستان سره رښتیني نه دي او په حقیقت کې ورسره دوښمني پالي.
د پاکستان دفاع وزیر په ټینګار سره ویلي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان د دوښمنانو لهخوا کارول کېږي.
نوموړي د جیونیوز خبریال ته د پوښتنې په ډول وویل: «که خدای مه کړه، ستاسو له کوره یا زما له کوره پر چا ډزې وشي، ایا دا دوښمني نه ده؟»
اخوا، طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ډول ادعاوې بېبنسټه بللي دي.
خواب اصف وايي، چې د هند او افغانستان له خوا ګډ ګواښ باید د پاکستان په دفاعي پلان کې شامل شي.
نوموړي په ټینګار سره وویل: «موږ په یوه ډېره خطرناکه او حساسه سیمه کې یو او د دې خطرناکه او حساسې سیمې نوم افغانستان او هند دی؛ که څه هم دوی زموږ وروڼه او ملګري ښکاری، خو زموږ دوښمنان دي».
د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د طالبانو یوه لوړپوړي ډیپلوماټ یوه اوونۍ وړاندې په هند کې خپل کار پیل کړ.
اسلاماباد، هند او طالبان د ټيټيپي او بلوڅ وسلهوالو په ملاتړ تورنوي او ادعا کوي چې هند افغان طالبانو ته پیسې ورکوي او د پاکستان ضد ډلو ملاتړ کوي، طالبان بیا پاکستان د داعش په ملاتړ تورنوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او هند اړیکې په ښه حالت کې دي او تېره اوونۍ یوه لوړپوړي طالب ډیپلوماټ په هند کې د افغانستان په سفارت کې خپله دنده پیل کړه.

د ماليې پخوانی وزیر انورالحق احدي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، په ۲۰۲۵کال کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اقتصاد کې ۴سلنه ډېروالی راغلی، چې د جمهوري نظام پرتله دا وده کمزورې ده. د هغه په وینا، تېر جمهوري نظام کې د افغانستان اقتصاد هر کال ۱۰سلنه مخ په لوړه روان وو.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې د اقتصاد حجم خورا ټیټ دی او ۴سلنه لوړوالی چندان اغېزه نه لري. هغه وویل: «زمونږ ټول تولیدات ۱۴مېلیارده ډالره دي، یعنې مونږ تر اوسه پورې هغه حد ته نه یو رسېدلي لکه جمهوریت کې چې وو».
د احدي په خبره، د طالبانو روانه واکمنۍ کې ۳مېلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي چې د افغانستان د نفوس ۱۰سلنه ورسره ډېره شوې؛ خو تولید څلور سلنه ډېر شوی. د هغه په باور، دا لوړوالی بیا هم څرګندوي چې له تېر کال نه سږ کال نور هم فقر زیات شوی دی. د جمهوري نظام دا لوړپوړی چارواکی وایي، د افغانۍ اوسنی ثبات ښه حالت دی؛ خو کورني تولیدات بیا هم کم دی.
هغه همداراز زیاته کړه: «بله لویه موضوع بېکاري ده چې اوس یې کچه له ۷۰ سلنه لوړه ده او د بېوزلۍ کچه هم له ۹۰ سلنو هم لوړه ښکاري». د احدي په خبره، د افغانستان اوسنۍ انزوا د افغانستان پر اقتصاد خورا بدې اغېزې کړې دي او د ودې پر ځای اقتصاد مخ په ځوړ روان دی.
د مالیې پخواني وزیر وویل: «زمونږ مثلا اقتصاد ۲۱مېلیارده و، یو ځل ۱۳مېلیارده ته راغی او بیا ایله څلورو کلونو کې ۱۴مېلیاردو ته پورته شو. متاسفانه د حل لاره یې هم نه ښکاري چې نن سبا کې دا ستونزه حل شي او دې کار د افغانستان په اقتصاد منفي اثر کړی».
د انورالحق احدي په باور، د افغانستان اقتصادي وده پر نړۍوالو مرستو هم تکیه وه؛ خو اوس د دغو مرستو په بندېدو سره هېواد له ننګونو سره مخ دی او د اقتصادي ودې لپاره موانع هم موجودې دي. نوموړی زیاتوي: «بانکدارۍ مخ کې موانع دي، د مرکزي بانک پیسې منجمدې دي، سوداګري بد حالت کې ده، بین المللي روابط مو هم ښه نه دي او ان ګاونډیانو سره هم ښه نه دي».
هغه خبرداری ورکوي، که پر افغانستان بندیزونه همداسې روان وي، نو اقتصادي وضعیت یې چندان ښه راتلونکی نه لري. که څه هم طالبان وایي، چې سیاست یې اقتصاد محوره دی، خو احدي یې پر وړاندې شته موانع ننګوونکې بولي.
د هغه په باور، د طالبانو له لوري په کور دننه د اقتصادي پرمختګ لپاره چندان ښې تګلارې نه دي برابرې کړي او د پانګهوالو لپاره د فرصتونو نشتوالي تر څنګ اطمینان هم نشته. د جمهوري نظام دې پخواني چارواکي ټینګار کړی، چې اوسمهال افغانستان کې مسلکي کدر نشته او پوهنتونونو کې هم ورته چندان پاملرنه نه کېږي.
احدي وویل، افغانستان کې اوس د قوانینو ثبات نشته او په دغه ډول وضعیت پانګهوال زړه نه ښه کوي چې پانګونې وکړي او همداراز د شفافیت نشتوالي هم مخه ډب کړې ده. د هغه په خبره، اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره یوه مجهوله فضا حاکمه ده او دا د هېواد پر اقتصاد منفي اغېزې لري.