طالبانو ایران ته د ناقانونه تګ له امله په یوه اونۍ کې ۱۷۵۵ کسان نیولي

د طالبانو د ۲۰۷الفاروق قول اردو مسوولان وايي، چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې یې په هرات ولایت کې ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال ۱۷۵۵ کسان نیولي دي.

د طالبانو د ۲۰۷الفاروق قول اردو مسوولان وايي، چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې یې په هرات ولایت کې ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال ۱۷۵۵ کسان نیولي دي.
د طالبانو د ۲۰۷الفاروق قول اردو په وینا، د دې قول اردو ځواکونو هغه کسان نیولي چې غوښتل یې د هرات له لارې په غیرقانوني ډول نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران ته واوړي.
دغه کسان د هرات په غوریان او کهسان ولسوالیو کې نیول شوي دي.
په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې یاد کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته بېرته خپلو اړوندو سیمو ته لېږدول شوي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ویلي و چې طالبان هڅه کوي د کډوالۍ هغه لاملونه له منځه یوسي چې خلک هېواد پېښودو ته اړباسي.
ایران ته د افغانانو ناقانونه تګ په داسې حال کې چټک شوی چې په هېواد کې پراخ فقر، بېکاري او اقتصادي رکود د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې دې ډلې په کاپیسا او زابل ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي چې دا کسان د غلا په تور له ۲۰ څخه تر ۳۵ دُرې وهل شوي او هر یو یې په دوه کاله بند محکوم شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ په جلا جلا مطبوعاتي اعلامیو کې د دې کسانو ته سزاګانې ورکړي دي.
د طالبانو ادارې یوازې په تیره اونۍ کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا ۹۰ کسان په دُرو وهلي دي.
په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو نږدې هره ورځ په عام محضر کې وګړو ته د بدني سزا ورکولو راپورونه ورکړي دي.
دا ډله تورنو کسانو ته د بدني سزا ورکول د "اسلامي قانون" له مخې بولي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو سازمانونو په دوامداره توګه له طالبانو غوښتنه کړې چې بدني سزا ورکول ودروي، خو دې ډلې دا غوښتنې له پامه غورځولې دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، په وروستیو میاشتو کې له افغانستان سره پر ګډه پوله د امنیتي پېښو، وسلهوالو نښتو او جرمي فعالیتونو کچه لوړه شوې، خو دوشنبه او طالبان پر ګډه پوله د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره ګډ کار کوي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین په پلازمېنې دوشنبې کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه وضعیت له امله د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي همغږۍ اړتیا نوره هم زیاته شوې ده.
د هغه په وینا، د دواړو لوریو د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ همکاري روانه ده، څو د سرحدي سرغړونو او ناامنۍ مخه ونیول شي.
نوموړي وویل چې طالب چارواکو د تاجکستان اندېښنې درک کړې او ژمنه یې کړې چې د سرحدي پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره به عملي ګامونه پورته کړي او د هرې پېښې په اړه به جدي څېړنې وشي.
وزیر زیاته کړه چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري مخ پر زیاتېدو ده او تېره کال له ۱۱۰ میلیونو ډالرو څخه لوړه شوې ده.
نوموړي همدارنګه وویل چې تاجکستان د سیمې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د نړیوالو همکاریو هرکلی کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان په سخت بشري وضعیت کې پرې نه ږدي.
هغه زیاته کړه، « زموږ دریځ د افغانستان په اړه همغسې پاتې دی. موږ غواړو افغانستان یو امن، باثباته، سولهییز او بډایه هېواد وي».
په تېرو دوو میاشتو کې پر ګډه پوله د وسلهوالو بریدونو د زیاتوالي په اړه، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دواړو هېوادونو د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ ګډ کار روان دی څو د سرحدي پېښو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د تاجکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر خیرالدین عثمانزاده په خبري غونډه کې وویل چې تاجکستان له سیاسي اړخه خپل پخوانی دریځ بیا تکراروي او هغه په افغانستان کې دداسې حکومت را منځته کېدل دي، چې د ټولو افغانانو ګټې او حقونه افاده کړای شي.
په ناسته کې د تاجکستان د نشهیي توکو د کنټرول ادارې مشر ظفر صمد د افغانستان له پولې سره د نشهیي توکو د قاچاق د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی. هغه ویلي چې تېر کال له قاچاقبرانو سره ۱۷وسلهوالې نښتې شوې، چې په پایله کې یې دوه تاجک سرتېري او ۱۰افغان وګړي وژل شوي دي.
سره له دغه امنیتي اندېښنو، د تاجکستان حکومت ټینګار کوي چې د افغانستان سره اړیکې یوازې د امنیت پر بنسټ نه، بلکې د ملي ګټو، اقتصادي تعامل او بشري همکاریو پر محور تنظیموي. تاجکستان وايي چې لا هم افغانستان ته برېښنا صادروي او سرحدي بازارونه یې بېرته فعال کړي دي.
تاجکستان او افغانستان له ۱۳۰۰کیلومترو څخه اوږده ګډه پوله لري، چې ډېره برخه یې د اوبو له لارې تېره شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې ترهګري لا هم د سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی او دا مهال د افغانستان دننه او شاوخوا سیمو پاکستان او هند په شاوخوا سیمو کې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي، چې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.
لاوروف د بریکس له ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د منځني ختیځ په ګډون د اسیا په ځینو برخو کې هم دا ګواښ موجود دی، له همدې امله د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د بریکس لپاره مهم لومړیتوب دی.
هغه زیاته کړه، چې « ترهګریزې پېښې په افغانستان او شاوخوا سیمو او دغه راز د هند او پاکستان، هند او افغانستان، او پاکستان او افغانستان ترمنځ سیمو کې تر سترګو کېږي».
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د بریکس هېوادونه، په ځانګړي ډول هند، چې د بریکس مشري پر غاړه لري، ترهګرۍ ضد مبارزې ته جدي پاملرنه کوي او دا موضوع د دې سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. هغه وویل، مسکو او نوی ډیلي په ګډه هڅه کوي چې ددې ستونزو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون تصویب ته لاره هواره کړي.
لاوروف وویل، هغه نوښتونه چې د روسیې په مشرۍ د ۲۰۲۴ کال پر مهال د نړیوال اقتصاد لپاره د بدیلو پلاتفورمونو او میکانېزمونو په برخه کې پیل شوي وو، لا هم تر بحث او عملي کېدو لاندې دي. د لاوروف په وینا، همدا بهیر په ۲۰۲۵ کال کې د برازیل د مشرۍ پر مهال هم روان و او اوس هم چې د بریکس مشري هند ته سپارل شوې، لا هم دوام لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، مسکو او نوی ډیلي په ګډه هڅه کوي چې په ملګرو ملتونو کې د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون د تصویب نوښت مخته یوسي، خو تر اوسه پرې نړیواله اجماع نه ده رامنځته شوې.
لاوروف همدارنګه وویل، چې د هند د بریکس د مشرۍ په اجنډا کې د خوړو او انرژۍ امنیت مهم ځای لري.
هغه زیاته کړه، چې د انرژۍ امنیت موضوع به د انرژۍ په نړیوال سکتور کې د امریکا د پخوانۍ ادارې د کړنو په رڼا کې وڅېړل شي، چې دا به عملي پایلې او ارزونې ولري.
نوموړي وویل، هند د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ امنیت ته هم ډېره پاملرنه کوي او روسیه په فعاله توګه د دې دریځ ملاتړ کوي. د هغه په وینا، په فبرورۍ میاشت کې به هند د مصنوعي ځیرکتیاپه اړه د یو نړیوال کنفرانس کوربهتوب وکړي، چې روسیه هم ور بلل شوې ده.
لاوروف ټینګار وکړ، چې دا غونډه ځکه مهمه ده چې د دولتونو ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې اصول او نورمونه لا هم د جوړېدو په حال کې دي. هغه وویل، دا یو جدي ډیپلوماتیک بهیر دی، خو عملي اړخ هم لري، ځکه همدغه اصول به په راتلونکې کې د امنیتي چلندونو تنظیم په اړه پرېکړه کوي.

په مشهد کې د طالبانو کونسل نورمحمد متوکل د سوېلي خراسان له والي محمد رضا هاشمي او بهرنیو چارو له استازې سره د کډوالو د ستونزو په حل او د سرحدي تبادلو پر پراختیا خبرې کړې دي. نوموړي په بېرجند زندان کې له افغان زندانیانو سره هم لیدلي دي.
په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورمحمد متوکل سویلي خراسان ولایت ته د کډوالو د ستونزو د حل، څار او افغان بندیانو سره د لیدنې په موخه سفر کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د ځايي ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د فراه او سوېلي خراسان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم بحث کړی. په خبرپاڼه کې ویل شوي: «متوکل د دغه سفر پر مهال د بیرجند د مرکزي زندان له افغان بندیانو سره هم ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې».
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستو کې له طالبانو سره د ایراني چارواکو په راشه درشه او سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی.

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د دویم فاز مسیر د استملاکي ځمکو له امله زیانمنو شویو کسانو ته له ۶۴ مېلیون افغانیو ډېر د ملکیت حق ورکړل شوی او د تاوان د ورکړې بهیر د تطبیق وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی.
د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې ډلې د ټولګټو چارو وزارت ګومارل شوې کمېټې د هرات لپاره د طالبانو د والي مولانا اسلامجار سره په لیدنه کې د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ د دویم فاز اړوند د استملاکي سیمو د تاوان ورکړې راپور شریک کړی دی.
د راپور له مخې؛ د دغه پروژې له امله د هرات ولایت په زندهجان، انجیل او ګذرې ولسوالیو کې د یادې اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې په مسیر کې ټول ۱۵۲ تنه زیانمن شوي کسان تثبیت شوي، چې له دې ډلې ۱۴۰ تنه شخصي ځمکې او ودانۍ لري او ۱۲ نور د دولتي ځمکو له ډلې شمېرل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د زیانونو د جبران او د ملکیت د حق ورکړې لپاره ټولې ۱۸۷ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. له دې ډلې څخه د شخصي ځمکو او ودانیو د زیانمنو شویو لپاره ۶۸ مېلیونه، ۷۵۳زره او ۸۹۵ افغانۍ منظور شوې، چې تر دې مهاله ۱۳۴ کسانو ته ۶۴ مېلیونه او ۱۸۸زره او ۴۳۳ افغانۍ ورکړل شوې دي.
