• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرګي لاوروف: په افغانستان او شاوخوا سیمو کې ترهګریز فعالیتونه لیدل کیږي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې ترهګري لا هم د سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی او دا مهال د افغانستان دننه او شاوخوا سیمو پاکستان او هند په شاوخوا سیمو کې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي، چې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

لاوروف د بریکس له ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د منځني ختیځ په ګډون د اسیا په ځینو برخو کې هم دا ګواښ موجود دی، له همدې امله د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د بریکس لپاره مهم لومړیتوب دی.

هغه زیاته کړه، چې « ترهګریزې پېښې په افغانستان او شاوخوا سیمو او دغه راز د هند او پاکستان، هند او افغانستان، او پاکستان او افغانستان ترمنځ سیمو کې تر سترګو کېږي».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د بریکس هېوادونه، په ځانګړي ډول هند، چې د بریکس مشري پر غاړه لري، ترهګرۍ ضد مبارزې ته جدي پاملرنه کوي او دا موضوع د دې سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. هغه وویل، مسکو او نوی ډیلي په ګډه هڅه کوي چې ددې ستونزو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون تصویب ته لاره هواره کړي.

لاوروف وویل، هغه نوښتونه چې د روسیې په مشرۍ د ۲۰۲۴ کال پر مهال د نړیوال اقتصاد لپاره د بدیلو پلاتفورمونو او میکانېزمونو په برخه کې پیل شوي وو، لا هم تر بحث او عملي کېدو لاندې دي. د لاوروف په وینا، همدا بهیر په ۲۰۲۵ کال کې د برازیل د مشرۍ پر مهال هم روان و او اوس هم چې د بریکس مشري هند ته سپارل شوې، لا هم دوام لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، مسکو او نوی ډیلي په ګډه هڅه کوي چې په ملګرو ملتونو کې د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون د تصویب نوښت مخته یوسي، خو تر اوسه پرې نړیواله اجماع نه ده رامنځته شوې.

لاوروف همدارنګه وویل، چې د هند د بریکس د مشرۍ په اجنډا کې د خوړو او انرژۍ امنیت مهم ځای لري.

هغه زیاته کړه، چې د انرژۍ امنیت موضوع به د انرژۍ په نړیوال سکتور کې د امریکا د پخوانۍ ادارې د کړنو په رڼا کې وڅېړل شي، چې دا به عملي پایلې او ارزونې ولري.

نوموړي وویل، هند د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ امنیت ته هم ډېره پاملرنه کوي او روسیه په فعاله توګه د دې دریځ ملاتړ کوي. د هغه په وینا، په فبرورۍ میاشت کې به هند د مصنوعي ځیرکتیاپه اړه د یو نړیوال کنفرانس کوربه‌توب وکړي، چې روسیه هم ور بلل شوې ده.

لاوروف ټینګار وکړ، چې دا غونډه ځکه مهمه ده چې د دولتونو ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې اصول او نورمونه لا هم د جوړېدو په حال کې دي. هغه وویل، دا یو جدي ډیپلوماتیک بهیر دی، خو عملي اړخ هم لري، ځکه همدغه اصول به په راتلونکې کې د امنیتي چلندونو تنظیم په اړه پرېکړه کوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

په مشهد کې طالب استازي د سویلي خراسان له چارواکو سره د کډوالو ستونزو په اړه خبرې کړې دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۰

په مشهد کې د طالبانو کونسل نورمحمد متوکل د سوېلي خراسان له والي محمد رضا هاشمي او بهرنیو چارو له استازې سره د کډوالو د ستونزو په حل او د سرحدي تبادلو پر پراختیا خبرې کړې دي. نوموړي په بېرجند زندان کې له افغان زندانیانو سره هم لیدلي دي.

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورمحمد متوکل سویلي خراسان ولایت ته د کډوالو د ستونزو د حل، څار او افغان بندیانو سره د لیدنې په موخه سفر کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د ځايي ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د فراه او سوېلي خراسان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم بحث کړی. په خبرپاڼه کې ویل شوي: «متوکل د دغه سفر پر مهال د بیرجند د مرکزي زندان له افغان بندیانو سره هم ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې».

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستو کې له طالبانو سره د ایراني چارواکو په راشه درشه او سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی.

طالبانو وایي د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د دویم فاز مسیر زیانمنو ته یې پیسې ورکړې دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۴ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د دویم فاز مسیر د استملاکي ځمکو له امله زیانمنو شویو کسانو ته له ۶۴ مېلیون افغانیو ډېر د ملکیت حق ورکړل شوی او د تاوان د ورکړې بهیر د تطبیق وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی.

د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې ډلې د ټولګټو چارو وزارت ګومارل شوې کمېټې د هرات لپاره د طالبانو د والي مولانا اسلام‌جار سره په لیدنه کې د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ د دویم فاز اړوند د استملاکي سیمو د تاوان ورکړې راپور شریک کړی دی.

د راپور له مخې؛ د دغه پروژې له امله د هرات ولایت په زنده‌جان، انجیل او ګذرې ولسوالیو کې د یادې اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې په مسیر کې ټول ۱۵۲ تنه زیانمن شوي کسان تثبیت شوي، چې له دې ډلې ۱۴۰ تنه شخصي ځمکې او ودانۍ لري او ۱۲ نور د دولتي ځمکو له ډلې شمېرل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د زیانونو د جبران او د ملکیت د حق ورکړې لپاره ټولې ۱۸۷ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. له دې ډلې څخه د شخصي ځمکو او ودانیو د زیانمنو شویو لپاره ۶۸ مېلیونه، ۷۵۳زره او ۸۹۵ افغانۍ منظور شوې، چې تر دې مهاله ۱۳۴ کسانو ته ۶۴ مېلیونه او ۱۸۸زره او ۴۳۳ افغانۍ ورکړل شوې دي.

ګاونډیو هېوادونو ته پر ناقانونه لارو د تګ هڅه؛ طالبانو په هرات کې تر زرو ډېر کسان نیولي دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۴ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو خبر ورکړی، په دغه ولایت کې یې ۱۷۵۵ کسان چې غوښتل یې په ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته ولاړ شي؛ نیولي دي. د یادې قول اردو په وینا؛ دغه کسان تېره اونۍ د یاد ولایت په غوریان او کهسان ولسوالیو کې نیول شوي.

په هرات کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویلي، چې دغه کسان تر څېړنو وروسته بېرته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي. ورته مهال د ایران د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان مجید شجاع وایي، یوه نهه کسیزه افغان کورنۍ چې د سختو ورښتونو او سړې هوا له امله د تایباد په پوله کې بنده پاتې وه؛ د خراسان رضوي پوله ساتو ځواکونو له‌خوا ژغورل شوې ده.

دغه کورنۍ چې څلور ماشومان، دوه ښځې او درې نارینه په‌کې شامل وو، په ناقانونه توګه له پولې څخه د تېرېدو پرمهال د سختو ورښتونو او سړې هوا له امله بنده پاتې شوه.

له بل پلوه د ایران د تایباد ولسوالۍ څارنوالۍ د (لېندۍ په ۳۰مه) اعلان وکړ، ایراني ځواکونو له ۲زره ډېر هغه افغان کډوال ژغورلي چې د ایران او افغانستان په پوله د سختې واورې او یخنۍ له امله بند پاتې وو.

خو (د لېندۍ په ۲۸مه) په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي وو د یخنۍ څپې پرمهال د ایران په خاوره کې مړه شوي. سرچینو وویل، چې د لږترلږه ۱۵ کسانو جسدونه د هرات ولایت کهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لېږدول شوي دي.

د بې‌کارۍ او د ویزو د لوړو لګښتونو له امله ګڼ افغان ځوانان اړ کېږي، چې په کمو پیسو پر ناقانونه لارو ګاونډیو هېوادونو ته سفر وکړي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵کال کې ۸۸۰زره افغان زده‌کوونکو سره د خوړو مرسته شوې

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، چې په ۲۰۲۵کال کې یې په ټول افغانستان کې ۸۸۰زره زده‌کوونکو ته خواړه برابر کړي؛ څو هم یې تغذیه ښه شي او هم کورنۍ وهڅول شي، چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.

یادې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، د فراه ولایت د قلعه‌زمان ښوونځي زده‌کوونکي خپله ورځ له پروټین، ویټامینونو او منرالونو بډایه خوړو سره پیلوي چې دغه خواړه د ماشومانو د تمرکز او زده‌کړې وړتیا لوړوي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، زده‌کوونکو ته د خوړو دغه پروګرام موخه دا ده چې ماشومان سالم، متمرکز او زده‌کړې ته چمتو پاتې شي او ورته مهال پر کورنیو اقتصادي فشار کم شي؛ څو ماشومان له زده‌کړو پاتې نه‌شي.

نوموړې اداره ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د پراخې ستونزې له امله، ښوونیز خواړه نه یوازې د ماشومانو پر روغتیا مثبت اغېز لري؛ بلکې د زده‌کړو د دوام لپاره هم مهم رول لوبوي.

دغه پروګرام د زده‌کوونکو د تغذیې خبره داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې په سلګونه زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

طالبان وايي په کابل او بدخشان کې یې غله او نشه‌یي توکي نیولي دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل او بدخشان کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د غلو د نیولو ترڅنګ یوه اندازه نشه‌یي توکي هم کشف کړي دي. د یاد وزارت په وینا؛ د یادو عملیاتو پرمهال څو تنه نیول شوي او زرګونه نشه‌یي ټابلیټونه او چرس ترلاسه شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې ځواکونو درې تنه غله نیولي چې له دغه کسانو سره ۲۰زره افغانۍ، یو ټلوېزیون، یو میل تومانچه او رېکشا ترلاسه شوې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسانو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د وسلې پر مټ غلاوې کولې.

د یاد وزارت په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې راغلي، په بدخشان ولایت کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو پرمهال ۲۳ کیلوګرامه چرس نیولي او په دې تړاو درې تنه نیول شوي دي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

یاد وزارت وړاندې ویلي، چې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند یې هم ۱۴زره او ۲۰۰ نشه‌یي ټابلیټونه کشف او ترلاسه کړي دي.