• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بشري حقونو شورا د عمران خان د روغتیايي حالت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د پاکستان د بشري حقونو شورا د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خراب روغتیايي حالت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. تر دې وړاندې د عمران خان وکیل ویلي و، چې د هغه ښۍ سترګه ړندېدو ته نږدې ده.

دغې شورا د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په اډیاله زندان کې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ د ۶ نېټې د طبي راپور پر بنسټ، عمران خان د ښۍ سترګې په برخه کې د رګ بندېدو پر ناروغۍ اخته شوی دی. د دې ناروغۍ له امله د هغه د ښۍ سترګې لید شاوخوا ۸۵ سلنه نظر یې ختم شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ستونزه د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له میاشتې پیل شوې وه، هغه مهال چې عمران خان پرله‌پسې د سترګو د تیاره لید او د روڼوالي له کمښته شکایت کاوه، خو د زندان مسوولینو د درېیو میاشتو لپاره لازمه او پر وخت درملنه نه‌ده کړې او یوازې یې د سترګو څاڅکي ورکړي دي. هغه هېڅ متخصص ډاکټر ته نه‌دی راجع شوی. د شورا په وینا، همدې ځنډ د ناروغۍ زیان زیات کړی او ښايي دا زیان نه‌جبرانېدونکی وي.

د پاکستان د بشري حقونو شورا دغه حالت د پاکستان د اساسي قانون او نړیوالو بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده. په اعلامیه کې د پاکستان د اساسي قانون ۹مه ماده «د ژوند او ازادۍ حق چې د مناسبې روغتیايي پاملرنې حق هم پکې شامل دی»، ۱۴مه ماده «د انساني کرامت ساتنه او د سپکاوي او غیر انساني چلند منع» او اې۱۰ ماده «د عادلانه محاکمې او حقوقي سلا مشورې حق» ته اشاره شوې ده.

همدارنګه په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د «نلسن منډیلا قواعدو» ته هم اشاره شوې، چې له بندیانو سره د چلند لږ تر لږه معیارونه ټاکي. په ځانګړي ډول له ۲۴ تر ۲۷ مادو پورې ټینګار کوي، چې دولتونه مکلف دي، بندیانو ته بېړنۍ، خپلواکه او د ټولنې له معیارونو سره برابر روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

د بشري حقونو یادې شورا د پاکستان له حکومت او د زندان له ادارې غوښتي، چې د اړوندو مسوولینو، په ځانګړي ډول د زندان د پخواني مشر پر ضد، د پاکستان د جزا قانون د اې ۳۰۴ مادې «هغه بې‌پروایي چې د سخت زیان لامل شي»، د جزایي اجراآتو قانون د ۲۲۰ او ۱۶۶ مادو او نورو اړوندو قوانینو له‌مخې راڼه او شفافې پلټنې وکړي او جدي قانوني ګامونه پورته کړي.

په اعلامیه کې دا هم غوښتنه شوې، چې عمران خان ته دې سمدستي د سترګو د متخصص له لوري د درملنې زمینه برابره شي، چې په‌کې د سترګو ځانګړې ستنې (تزریقات) او که اړتیا وي په روغتون کې دې بستر شي. همدارنګه دې د هغه کورنۍ، وکیلانو او خپلواک طبي ټیم، په ځانګړي ډول ډاکټر فیصل سلطان او ډاکټر عاصم یوسف، ته بې له کوم محدودیت څخه د لیدنې او معاینې اجازه ورکړل شي. له دې سربېره ټینګار شوی، چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر ۱۶مې وړاندې، د سترې محکمې د حکم له‌مخې دې بشپړه طبي معاينه ترسره او راپورونه دې په راڼه ډول خپاره شي.

د پاکستان د بشري حقونو شورا ټینګار کړی، چې عمران خان، سره له دې چې زنداني دی، بیا هم د نورو وګړو په څېر له بنسټیزو حقونو برخمن دی او د هغه د روغتیا په برخه کې هر ډول بې‌غوري او بې‌پروایي د بشري حقونو جدي سرغړونه ګڼل کېږي. شورا د بشري حقونو له بنسټونو، رسنیو او عامو خلکو غوښتي، چې د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د عدالت د ټینګښت او د انساني حقونو د خوندینې لپاره خپل غږ پورته کړي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۴

ډېپلوماټ مجله: چین اوس‌ مهال په واخان دهلېز کې له طالبانو سره سوداګرۍ ته چمتو نه دی

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي