په ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ننګرهار په نیازیان او اچین ولسوالیو کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده. دوی زیاتوي داوړو خواوو د درندو او سپکو وسلو ډزې پیل کړې دي. تروسه طالبانو او پاکستان ددې نښتو په اړه څه نه دي ویلي.