پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو ۹ میاشتې وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او تر ټولو مرګونی یې لومړنی برید وو چې په پایله کې یې نږدې ۵۰ کسان ووژل شول. پاکستانی پوځ ادعا لري، چې په دغو بریدونو کې یې ترهګر په نښه کړي، خو د راپورونو لهمخې او د طالبانو په وینا، په یادو بریدونو کې ځايي ولسي وګړي وژل شوي دي.
لومړی برید
پاکستان د ۲۰۲۲ کال د اپرېل پر ۱۶مه د خوست او کونړ ولایتونو پر ځينو سیمو هوايي بریدونه وکړل. د طالب چارواکو په وینا، د پاکستان په دغو بمباریو کې د ولسي وګړو په ګډون ۴۷ کسان ووژل شول.
دویم برید
د پاکستان پوځ بیا شاوخوا دوه کاله وروسته د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې پر خوست او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. طالبانو په هغه وخت کې وویل، په یادو بریدونو کې ۸ ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
درېیم برید
پاکستاني پوځ له دغه برید څخه څو میاشتې وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې پر پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل. د طالب مسوولینو په وینا، په یادو هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان وژل شوي دي.
څلورم برید
پاکستاني ځواکونو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې بیا د پلازمېنې کابل په ګډون پراخ هوايي بریدونه وکړل. د پاکستان هوايي ځواکونو دا ځل له کابل سربېره پر پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو بمبارۍ وکړې. په پاکستان کې سرچینو ویلي و، چې په کابل کې یې د برید موخه د ټيټيپي د مشر نور ولي محسود په نښه کول وو. هغه بیا په هماغه ورځو کې په خېبرپښتونخوا کې د یوه ویډيويي پیغام په خپرولو سره خپل حضور څرګند کړ.
دغه بریدونه بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په مخامخ نښتو واوښتل. دواړو لوریو د ډيورند کرښې په اوږدو کې پر یو بل ځمکني بریدونه وکړل او د مرګژوبلې له اوښتو سربېره د طالبانو او اسلاماباد اړیکې ډېرې خرابې شوې او ان دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ لارې وتړل شوې او لا هم بندې دي.
په هغه وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما وویل، په اکتوبر میاشت کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په شاوخو یو اوونیزه جګړه کې لږ تر لږه ۳۷ ولسي وګړي وژل شوي دي.
طالبانو بیا وویل، چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني ځواکونو ۲۰ پوستې یې لهمنځه وړي، ۵۸ نظامیان یې وژلي او ۳ نور یې اسیران کړي دي. دغه ۳ اسیران یې همدا تېره اوونۍ د یوه منځګړي هېواد په منځګړیتوب بېرته پاکستان ته وسپارل. پاکستاني ځواکونو هم طالبانو ته د ګڼې مرګژوبلې د اړولو ادعا وکړه.
پنځم برید
پاکستاني ځواکونو له یاد برید څخه شاوخوا یوه میاشت وروسته یعنې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په وروستیو کې پر کونړ، خوست او پکتیکا ورته بریدونه وکړل. طالبانو په هغه وخت کې وویل، چې د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د یادو بریدونو له امله ۹ ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.
شپږم او تر اوسه وروستی برید
پاکستاني ځواکونو په اسلاماباد او خېبرپښتونخوا کې د یو شمېر ځانمرګو بریدونو له ترسره کېدو وروسته د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ۲۱مه (شنبه د کب ۲مه) په یوه وخت د پکتیکا او ننګرهار د پنځو ولسوالیو پر اوو سیمو کې هوايي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې تر ټولو مرګونی یې د ننګرهار پر بهسود ولسوالۍ ترسره شوی دی. په دغې ولسوالۍ کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. طالبانو له دغو وروستیو بریدونو د څه باندې ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره لا تر اوسه ځواب نهدی ورکړی.
طالبانو د پاکستان دغو وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په یوه مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړي او د دغې ډلې ویاند بیا خبرداری ورکړی، چې دا ځل به اصلي «جنایتکاران» چې د پاکستان نظامیان دي، داسې په نښه کړي چې بیا ځلې داسې «جنایت» ونهکړي.
له نږدې پنځو کلونو راهیسې په پاکستان کې د بریدونو ډېرښت
د راپورونو لهمخې، په پاکستان کې له نږدې پنځو کلونو راهیسې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بریدونو کچه ۳ برابره لوړه شوې ده.
د سوېلي اسیا د ترهګرۍ څېړنیز دفتر د معلوماتو پر بنسټ، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله په ۲۰۲۱ کال کې ۶۶۴ ولسي وګړي، پاکستاني نظامیان او ملېشې وژل شوي، خو دغه شمېر بیا په ۲۰۲۲ کال کې ۹۷۱، په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۱۵۰۰ او په ۲۰۲۴ کال کې بیا څه باندې ۲۲۰۰ ته ورسېد.
د پاکستان د سولې مطالعاتو موسسې بیا ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې د بریدونو په شمېر کې د پام وړ ډېرښت راغلی وو. د دغې موسسې د راپور پر بنسټ، په دې کال کې په پاکستان کې ۶۹۹ بریدونه شوي او له امله یې ۱۰۳۴ کسان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان، طالبان له ټيټيپي پر ملاتړ او په افغان خاوره کې پر ځای ورکولو تورنوي، خو طالبانو بیا د اسلاماباد دغه تورونه په کلکه رد کړي او د تحریک طالبان پاکستان مسله یې د دغه هېواد داخلي مساله ګڼلې او په باور یې یاده ډله په پاکستان کې جغرافیا په واک کې لري او همالته خپلې چارې تنظیموي.