ایراني چارواکی: که د نظام د بدلولو هڅه وشي، ایران به د اسراییل اټومي تاسیسات په نښه کړي

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس اېسنا د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د یوه پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې که اسراییل او امریکا د ایران د نظام د پرځولو هڅه وکړي، نو ایران به د اسراییل د "ډیمونا" اټومي تاسیسات په نښه کړي.
