خوشحال سادات وايي افغانستان د انساني ځواک د پیاوړتیا لهمخې پر پاکستان برلاسی دی

د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي معین جنرال خوشحال سادات ویلي، چې له پاکستان سره د شخړې په مقابل کې د افغانستان انساني ځواک او عقیده کولی شي، چې له هوايي بمباریو پرته د پاکستان دننه وضعیت بدل کړي.
د تېر جمهوري نظام دغه لوړپوړي جنرال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په اړه پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې ښايي د پاکستاني الوتکو مهمات ډېر ژر ختم شي او د امریکا او اسراییل لهخوا پاکستان ته د جنګي الوتکو او مهماتو ورکړه لومړیتوب نهلري.
نوموړي زیاته کړې: «پایله دا ده چې ښايي د پاکستاني الوتکو مهمات ژر ختم شي او ستراتیژیکو زېرمنتون ته لاس کړي. خو هغه کار د هند سره د جګړې د ګواښ له امله نهشي کولی».
نوموړی په دې اند دی، چې د افغانستان انساني ځواک او پیاوړې دیني عقیده کولی شي پرته له هوايي بمباره د پاکستان دننه جدي فشار او ستره ستونزه رامنځته کړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې هغه مهال پیل شوې، چې د فبروي میاشتې په ۲۱نېټه د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا او ننګرهار په ولایتونو کې پر پنځو ځایونو بریدونه وکړل.
د یادو بریدونو په غبرګون طالبانو یوه ورځ وروسته پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستونو بریدونه وکړل او له یادو بریدونو وروسته د پاکستان هوايي ځواکونو کابل، ننګرهار، خوست، پکتیا، کندهار او نورو ولایتونو باندې هوايي بریدونه وکړل او د دواړو لوریو ترمنځ شخړه لا هم دوام لري.
