طالبانو په کندهار کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي له امله یو شمېر مارکېټونه او هټۍ تړلې دي

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ ویلي، چې په کندهار ښار کې یې یو شمېر مارکېټونه او هټۍ په خپل سر د بیو د لوړولو له امله تړلې دي.

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ ویلي، چې په کندهار ښار کې یې یو شمېر مارکېټونه او هټۍ په خپل سر د بیو د لوړولو له امله تړلې دي.
په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ښار په ۱۵ ناحیو کې یې د خوراکي توکو د بیو کنټرول ترسره کړی.
د ښاروالۍ په خپرپاڼه کې راغلي، چې له څار وروسته یې موندلي چې سوداګرو او هټۍوالو په خپلسري توګه د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي، چې له امله یو شمېر مارکېټونه، هټۍ او منډیئ تړل شوې دي او مالکان یې عدلیې ادارو ته پېژندل شوي دي.
د کندهار ښاروالۍ د معلوماتو لهمخۍ، د بیو د کنټرول د څار په مهال یې د چهارشنبې په ورځ له ۳۰۰ ډېرې هټۍ تړلې دي او یاد کمپاین به سبا ورځ هم دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تازه شخړې او پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته په ګڼو ولایتونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د خوشحال راډیو مسوولین وایي د ښځینه زده کوونکو څخه په خپرونو کې د ازموینې له امله په غزني کې د دې راډیو خپرونې ځنډول شوې دي. خو د طالبانو د غزني ولایت طالب چارواکو ویلي چې ددې راډیو خپرونې له «کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې» وې.
د خوشحال راډیو مسوولینو پر فېسبوک یو وضاحت خپور کړی او ویلې یې دي چې دغه راډیو تل تعلیمي او اسلامي ارزښتونو ته ژمنه پاتې شوې او ټولې خپرونې یې روښانه تعلیمي بڼه لري.
دوی زیاتوي: «تر اوسه هېڅ داسې مستند دلیل نه دی وړاندې شوی چې ګواکې له ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې څه نشر شوي وي».
د یادولو وړ ده، چې وړمه ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په کابل کې د وحدت ګوند د مشر محمد محقق اړوند «راه فردا» ټلوېزیون پر خپرونو بندیز ولګاوه.
طالبانو ویلي، چې محقق د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې په تړاو د طالبانو ضد څرګندونې کړې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و: «د راه فردا ټلوېزیون د نشراتو د درولو او د محمد محقق د ملکیتونو د مصادره کولو پرېکړه له دې امله وشوه، چې نوموړي د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغان ملکي وګړو بمبارول جایز بللي او د اسلامي امارت انتقامي بریدونه یې غندلي وو».
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لیکلي چې د دشتټوپ د نظامي روزنیز مرکز قوماندان محمدنسیم سعید د ژوندیو بمونو په ګډون ځینې وسایل، چې په جګړه کې کارول شوي وو، د دغه ولایت جهادي موزیم ته سپارلي دي.
د طالبانو په وینا، په دغو وسایلو کې مقناطیسي بم، مخابره، فلش، د چرو پاشونکي، د موټرو ضد بریښنايي دړې او ماینونه شامل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وسایل او چاودېدونکي تجهیزات د دې ډلې د تیر حکومت او نړیوالو ځواکونو سره د جګړې په جریان کې کارول شوي وو.
طالبانو دغه وسایل او چاودېدونکي تجهیزات د «د جهاد تاریخي میراث» په توګه یاد کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو وسایلو او تجهیزاتو راټولول او ساتل د «ملي هویت د پیاوړتیا» لپاره ضروري دي. طالبانو له خپلو جنګیالیو غوښتنه کړې چې د ځانګړو تجهیزاتو د راټولولو او سپارلو په برخه کې، چې د نړیوالو ځواکونو او تیر حکومت پر ضد په جګړه کې کارول شوي، مرسته وکړي.
مقناطیسي او د لارې غاړې بمونه چې طالبانو په تیرو شلو کلونو کې کارولي، څو څو ځله د ملکي وګړو د وژل کېدو سبب شوي دي.
کارپوهان وایي چې د فعالو بمونو ساتل په موزیم کې ډېر خطرناک دي او که چاودنه وکړي، د لیدونکو ژوند ته جدي ګواښ جوړوي.
طالبانو د خپلو جګړه ییزو وسایلو او تجهیزاتو د ساتنې لپاره په تیرو شلو کلونو کې «جهادي موزیم» جوړ کړی دی. د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وسایلو د راټولولو لپاره یو ریاست د جهادي موزیم په نوم جوړ کړی دی.
تر دې دمه طالبانو په دې موزیم کې د خپلو وسایلو او تجهیزاتو سلګونه توکي راټول کړي دي چې په تیرو شلو کلونو کې کارول شوي دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي یوه ورځ وروسته له هغې چې د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې د افغان وګړو پر ویزو به محدودیت ولګوي، وویل چې لا هم ژمن دی د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې په رښتیا مرستې ته اړتیا لري.
نوموړي د چارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي: «موږ لا هم ژمن یو د هغو کسانو ملاتړ وکړو چې په رښتیا مرستې ته اړتیا لري، او دا پرېکړه د ټولو افغانانو د حقونو او ازادیو په اړه زموږ ملاتړ نه کموي».
ریچارډ لینډسي دا هم ویلي چې د بریتانیا حکومت د افغان اتباعو لپاره د کار او زدهکړې ویزو په برخه کې نوي محدودیتونه د ویزو د ناوړه استفادې له امله لګولي دي.
د بریتانیا حکومت مخکې هم اعلان کړی و چې د پناه غوښتنې د بېساري زیاتوالي له امله به د ویزو په نظام کې بدلونونه راولي. چارواکي وایي، هدف دا دی چې د کډوالۍ نظام منظم وساتل شي او له قانوني لارو ناوړه استفاده بنده شي.
دا بندیز نه یوازې پر افغان اتباعو بلکې د درې نورو هېوادونو پر اتباعو هم لګیدلی دی.
د بریتانیا حکومت ویلي چې د پناه غوښتنې د بېسارې زیاتوالي له امله یې د افغانستان په شمول د سوډان، میانمار او کامرون هېوادونو پر اتباعو د ویزو «بیړنی بند» لګولی دی.
دغه اقدام د هغو زدهکوونکو او کارکوونکو پر وړاندې شوی چې د قانوني ویزو له لارې بریتانیا ته داخل شوي، خو وروسته یې د پناه غوښتنه کړې ده.
د رسمي شمېرو له مخې، دله ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې ددغو څلور هېوادونو دوګړو له لوري د پناه غوښتنې کچه تر ۴۷۰ سلنې زیاته شوې ده. چارواکي وایي، دغه هېوادونه اوس له هغو هېوادونو دي چې تر ټولو ډېر د پناه غوښتنه کوي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یادو څلورو هېوادونو لپاره به د تضمین لرونکو تحصیلي ویزو ورکول پای ته ورسول شي او د افغان اتباعو لپاره به د مهارت لرونکو کارګرانو ویزې هم ودرول شي.
د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال پر خپل ایکس لیکلي چې د ملي یووالي، مشروع حکومت او اساسي قانون د تامین او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره اوسني ملي بیرغ ته اړتیا ده. صالح وايي، د طالباني روایت او سمبولونو له لارې د ملت یووالی ناشونی دی.
صالح زیاتوي، تر هغه وخته چې د افغانستان خلک او لویه جرګه د ملي بیرغ په اړه پرېکړه ونه کړي، همدا یو بیرغ د هېواد یوازینی مشروع، قانوني او ملي بیرغ ګڼل کېږي.
نوموړي طالبان یوه غیرملي ډله بللې او ویلي یې دي چې د طالباني روایت او سمبولونو له لارې د ملت یووالی ناشونی دی.
د هغه په وینا، په وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري جوړې شوې غونډې پراخ ولسي ملاتړ نه لري او له څو کسانو تر څو سوه کسانو زیات کسان پکې نه راټولیږي.
صالح ټینګار کړی چې طالبانو د خلکو وجدان او سیاسي شعور کم ارزولی دی.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت ته تللی او د دغه هېواد د مذهبي مشر پر وژل کېدو یې خواشیني ښودلې.
حنفي د ایران پر اسلامي جمهوریت برید او ددغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنه یې وژل غندلي او ویلي یې دي، چې په دې جګړه کې عادي وګړي په نښه شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې «طالبان غواړي دا ویجاړوونکې جګړه ژر تر ژره ودرېږي، ځکه جګړه نه د ملتونو او نه هم د سیمهییز ثبات په ګټه ده». هغه زیاته کړې چې ټول مسایل باید د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو له لارې حل شي.
په پای کې، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د «شهیدانو په یاد کتاب» کې لاسلیک او خپل یادښت درج کړی او ټینګار یې کړی، چې افغان ملت به د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.