د کرېکټ نړۍوال جام؛ نیوزیلنډ سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال کرېکټ جام په لومړۍ نیمهپایلوبه کې د سوېلي افریقا او نیوزیلنډ لوبډلې سره مخ شوې. په دې سیالۍ کې نیوزیلنډ د غوره لوبې په پایله کې د ۹ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال کرېکټ جام په لومړۍ نیمهپایلوبه کې د سوېلي افریقا او نیوزیلنډ لوبډلې سره مخ شوې. په دې سیالۍ کې نیوزیلنډ د غوره لوبې په پایله کې د ۹ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.
نیوزیلنډ چې د ګروپي پړاو په لوبه کې یې له سوېلي افریقا ماتې خوړلې وه، دا ځل یې خپل غچ واخیست او د سوېلي افریقا لوبډلې ته یې په نیمهپایلوبه کې ماتې ورکړه. نیوزیلنډ پچه وګټله او د توپاچونې پرېکړه یې وکړه. سوېلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان ۱۶۹ منډې وکړې. په دغه لوبه کې مارکو یانسن ۵۵ منډې وکړې، چې د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې وې.
په ځواب کې، نیوزیلنډ په یوازې ۱۲.۵ اورونو کې د یوې ویکټې په زیان ۱۷۳ منډې وکړې او په پوره ځواک سره یې لوبه وګټله.
د دې لوبې ستوری فین الن و، چې ۳۳ توپونو باندې یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پای پورې میدان کې پاتې شو. هغه د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره یې د بریتانیا پېژندل شوی روزونکی ریچارډ پایبس د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی. د کرېکټ بورډ په وینا، پایبس به په مارچ میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې له راتلونکې لوبلړۍ وړاندې له افغان اتلانو سره یوځای شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې ریچارډ پایبس په نړیواله کچه د کرېکټ یو نوموتی او پېژندل شوی روزونکی دی چې په خپله روزنیزه دوره کې پام وړ لاسته راوړنې لري.
پایبس له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ سره د مشر روزونکي، د کرېکټ ډایرکټر او د ظرفیت لوړونې مرکز مشر په توګه دنده کړې ده. د هغه د دندې پرمهال په ۲۰۱۶م کال کې ویسټ انډیز درې نړیوال جامونه وګټل او دا په نړیوال کرېکټ کې لومړی ځل و چې یو هېواد دا ډول تاریخي بریا او د کرکټ نړیوالې شورا د درې واړو نړیوالو جامونو اتلولي خپلوي.
له دې وړاندې، پایبس د پاکستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده کړې او دغه لوبډله یې په ۱۹۹۹م کال کې د نړیوال جام پایلوبې ته ورسوله. هغه دغه راز په ۲۰۱۳م کال کې له بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره هم د مشر روزونکي په توګه دنده کړې ده.
په کورني کرېکټ کې، نوموړی د سویلي افریقا په کورنیو او تجارتي سیالیو کې د ۹ اتلولیو په ګټلو سره یو ملي ریکارډ جوړ کړی او دوه ځلې یې د سویلي افریقا د کال غوره روزونکي جایزې هم ترلاسه کړې دي.
پایبس دغه راز د انفرادي لوبغاړو په روزنه کې هم کار کړی دی او په نړیواله کچه یې د ګڼ شمېر لوبغاړو په پرمختګ او نړیواله کارکردګۍ کې اړین رول لوبولی دی.
تر دې مخکې، جانټن ټراټ د ملي لوبډلېمشر روزونکی و. جانټن ټراټ د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه او تر پخوانیو روزونکو یې ځان په خپله دنده کې بریالی ثابت کړ او د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړې.
د جانټن ټراټ د کار موده د ۲۰۲۶ کال د فېبرورۍ په ۱۹مه پای ته ورسېده.
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړې، چې افغانستان به د راتلونکې مارچ میاشتې له ۱۳مې نېتې څخه په متحده عربي اماراتو کې د سریلانکا کرېکټ لوبډلې سره د سپین توپ(شل اوریزو او یو ورځنیو) سیالیو کوربه وي.
کرېکت بورډ زیاتوي، چې دغه لړۍ به د مارچ په ۱۳مه په شارجه کې د دریو شل اوریزو نړیوالو لوبو په ترسره کېدو پیل شي. وروسته به درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د مارچ له ۲۰مې نېټې څخه په دوبۍ کې وشي.
دواړو لوبډلو وروستی ځل د ۲۰۲۴کال په لومړیو کې مخامخ سیالۍ کړې وې، هغه مهال د افغانستان لوبډلې سریلانکا ته سفر کړی و، اوپه هغه لړۍ کې سریلانکا د یو ورځنیو لوبو لړۍ۳–۰ وکټله او د شل اوریزو لړۍ یې ۲–۱ په خپل نوم کړه.
د افغانستان کرېکت بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي چې دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې افغانستان په دوه اړخیزه لوبلړۍ کې د سریلانکا کوربهتوب کوي.
بل خوا د سریلانکا کرېکټ اجرایوي مشر اشلي ډی سلوا هم دا سفر تاریخي بللی او ویلي یې دي چې دا به لومړی ځل وي چې سریلانکا د افغانستان په کوربهتوب ترتیب شوې دوه اړخیزه لوبلړۍ کې برخه اخلي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې برازیلي روزونکی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د یاد فدراسیون لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نوموړي د معرفي کېدو مراسم، نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) په کابل کې ترسره شوي دي.
د معلوماتو له مخې، نوګیرا د افغانستان د فټبال فدراسیون سره یو کلن تړون لاسلیک کړی او ټاکل شوې ده، چې په همدې موده کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشري پر غاړه ولري.
تر دې وړاندې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزنه د وینچنزو البرتو پر غاړه وه، چې د ایټالیا اوسېدونکی دی.
د فوټبال فدراسیون هیله څرګنده کړې، چې د نوي روزونکي په ټاکل کېدو سره به د افغانستان ملي لوبډله وکولای شي په راتلونکو سیمهییزو او نړیوالو سیالیو کې ښه پایلې ترلاسه کړي او د هېواد د فوټبال لوبې کچه به لوړه کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د کرېکټ ملي لوبډلې او الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکې شل اوریزې او پنځوس اوریزې لوبلړۍ لپاره په خوست کې تمرینات پیل کړي دي.
د یادې ادارې په وینا، د تمریناتو کمپ د فبروري په ۶مه نېټه په رحمتولي مسرور کرکټ لوبغالي او اکاډمۍ کې پیل شوی او تر فبروري ۲۶مې نېټې پورې به دوام وکړي.
کرېکټ بوډ زیاته کړې، په دې کمپ کې د ملي لوبډلې ۱۸ لوبغاړي ګډون لري او تمرینونه د لوبډلې د بشپړ چمتووالي لپاره په منظمه توګه روان دي.
افغان کرکټ بورډ همدارنګه ویلي چې د مارچ میاشتې په دویمه لسیزه کې به په متحده عربي اماراتو کې د سریلانکا کوربهتوب لاندې رسمي لوبلړۍ ترسره شي، او د لوبو رسمي نېټې او لوبغالي به ډېر ژر اعلان شي.
د تخار ولایت د ورزش برخې چارواکو لهخوا د ورزشي فعالیتونو د ځنډولو په اړه د رسمي مکتوب او فرمان له خپرېدو وروسته، اوس په کندوز او هرات ولایتونو کې هم د سیالیو او ورزشي فعالیتونو د ځنډولو رسمي مکتوبونه خپاره شوي دي.
په دغه ولایتونو کې هم چارواکو د یوې میاشتې لپاره د ورزشي فعالیتونه د ځنډولو امر کړی دی. هغه لیک چې د کندوز ولایت د المپیک، بدني روزنې او سپورت ریاست لهخوا خپور شوی پهکې راغلي، چې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورت ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د عمومي اجرایوي مدیریت او د امر بالمعروف د قانون پلي کولو پلاوي د لارښوونې پربنسټ ټولو فدراسیونونو، کلبونو او ورزشي لوبغالو ته خبر ورکول کېږي چې د روژې تر پایه پورې د هر ډول سیالیو د ترسره کېدو مخه ونیسي.
دارنګه د هرات ولایت د المپیک او بدني روزنې ریاست لهخوا په یوه رسمي اعلامیه کې په ټولو ولسوالیو کې سپورتي فدراسیونونو، کلبونو او لوبغاړو ته لارښوونه شوې چې د لمانځه پرمهال خپل تمرینونه ودروي.
د دغه اعلامیې په یوه بله برخه کې ټینګار شوی، چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي د فدراسیون ټولې سیالۍ او ورزشي لوبغالي به د یادې میاشتې تر پایه وتړل شي. لاتر اوسه د درېیو ولایتونو مکتوبونه خپاره شوي او داسې ښکاري، چې دغه حکم په عمومي ډول د هېواد ټولو ولایتونو ته لېږل شوی دی.

