د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر: هېڅکله به د ترهګرو باجاخیستو ته تسلیم نهشو

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د فرانسوي ډیپلوماټ ژرار اراو د څرګندونو په غبرګون ویلي، چې هېواد به یې هېڅکله د «ترهګرو» تر فشار او باجاخیستنې لاندې رانهشي.
