سيبياېس: ډېری امریکایان غواړي چې «اسلامي جمهوریت» واک کې پاتې نهشي

د سيبياېس نظرپوښتنه ښيي، چې له ایران سره جګړه کې د امریکایانو لومړیتوب «یوه چټکه او بریالۍ جګړه» ده او له دوی څخه ډېری یې غواړي جګړه داسې پای ته ورسېږي چې «اسلامي جمهوریت» واک کې پاتې نهشي
د دغې نظرپوښتنې لهمخې، اکثریت امریکایان د ایران د اټومي پروګرام د دایمي بندېدو، د ایران د خلکو د امنیت او ازادۍ او د داسې یوې جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي، چې په پایله کې یې اوسنی رژیم په واک کې پاتې نهشي.
د سيبياېس نظرپوښتنه ښيي، هر څومره چې د جګړې د اوږدېدو تصور زیاتېږي، په هغه اندازه ورسره مخالفت هم زیاتوالی مومي.
